په ۲۲ جولاۍ ۱۸۷۸ م کې د روسانو يوه استاځې ډله، بې بلنې کابل کې د اميرشيرعلي خان دربارته ورسېده. په کلکتې کې انګريزان چې خبر شول نو دوه اونۍ وروستو د دوی يو ليک اميرته ورسېدو چې د برطانيه د استاځو يوه ډله هم کابل ته درځي. تصادف داسې و چې د امير شيرعلي خان زوی او د ده له خوا نومول شوی ځای ناستی، عبد الله جان په ۱۷ اګست مړ شو. خو امير شيرعلي خان د روسي استاځو په مشوره انګرېزانو ته هيڅ ځواب ورنکړو.
د ستمبرپه ۲۱ نيټه د پيرنګيانو استاځي د جنرال چيمبرلين په مشرۍ، علي مسجد ته ورسېدل. هغلته د افغان پوځ مشر ورته د وړاندې تلو اجازه ورنکړه. د برطانيه حکومت دا خپل سپکاوی وګڼلو او په بل ليک کې يې د اميرنه غوښتنه وکړه چې ترنومبر د دوی نه بخښنه وغواړي او د دې پېښې قناعت بخښونکې وضاحت وکړي.
امير په ۱۹ نومبر د هند وايسرای ته يو ليک ورواستاو چې په ۳۰ نومبر کلکتې ته ورسېدو او په دې کې بخښنه نه وه غوښتل شوې. د دې نه وړاندې په ۲۱ نومبر انګرېزانو د افغانستان سره د جنګ اعلان کړی و. د دوی۲۰ زرو نه زيات پوځ د خيبر، کرمې او کوټې د لارې د افغانستان خاورې ته وردننه شو. امير شيرعلي خان دومره پوځي توان نه لرلو چې مقابله يې کړې وی. ده په ۲۳ دسمبر ترکستان ته پښې سپکې کړې چې د روسانو نه مرسته واخلي. خو په ۲۱ فبرورۍ ۱۸۷۹ م کې د بلخ سره نږدې مړشو.
د افغانستان نوی امير محمد يعقوب خان مجبور و چې د انګريزانو سره روغه وکړي. د ده او د برطانيه د حکومت ترمنځ د لومړيو ليکونو نه وروستو، د استاځو يوه ډله د جلال اباد نه ګندمک ته ورسېده او هلته يې خپل کمپ ولګوو. د دوی مشر کاويناري نومېدو او امير يعقوب ورته پيغام ورواستاو چې هغه به پخپله د دوی په کمپ کې ورسره وويني. په ۲۶ مۍ ۱۸۷۹ م کې امير ګندمک ته ورغلو چې د صلح تړون لاس ليک کړي. په دې تړون کې لس مادې وې. په متن کې محمد يعقوب ته هر ځای، اعلا حضرت، د افغانستان او د ده د واک نورو سيمو امير خطاب شوی دی. مونږ يې په لنډو يوازې د افغانستان امير ليکو.
د تړون متن
د برطانیي د حکومت او د افغانستان امير، ترمنځ دا لوظنامه په ګندمک کې په ۲۶ مې ۱۸۷۹ م کې وشوه چې اميرمحمد يعقوب خان له خپله اړخه او ميجر پي- ايل – اين کاويناري د برطانيه د حکومت استاځي وو.
۱. هغې ورځې نه چې دا تړون تصويب او پلي کېږي، له يوې خوا د برطانیه د حکومت او بلې خوا د افغانستان اميرمحمد يعقوب خان او د ده د ځای ناستو ترمنځ دوامداره سوله او ملګرتيا جوړوي.
۲.د دې تړون د تصويب او د پلي کېدو سره به د افغانستان امير د مکمل او پوره بخښنې اعلان کوي او خپل ولس به په دې نه ملامتوي چې د جنګ پر وخت يې د برطانیه د ځواکونو سره اړيکې ساتلې وې. په دې لړکې به ضمانت ورکوي چې داسې ټول کسان به، که د هرې يوې طبقې وي، د سزا يا شکنجې نه خوندي وي.
۳. د افغانستان امير دا مني چې د نورو هېوادونو سره خپلې اړيکې به د برطانيه د حکومت په مشوره او خوښه ساتي. امير به د برطانيه د حکومت له رضا پرته، نه د بهرنيو ملکونو سره خبرې اترې کوي او نه د بهرنيو ملکونو پر ضد جنګ کوي. د دې شرايطو په بدل کې د برطانيه حکومت د امیرملاتړ، او د خارجي حملې پر وخت، هرڅومره او هرځای چې مناسب وګڼي، ورسره د پېسو، وسلو او د پوځ مرسته کوي. که د يو بهرني يرغل د مقابلې لپاره برطانوي پوځیان افغانستان ته ورننوتل نو د خپل هدف د ترلاسه کولو نه وروسته، سمدلاسه به بېرته برطانوي سيمو ته ورستنېږي.
۴. اوس چې د برطانیه حکومت او د افغانستان امير ترمنځ مخامخ او صميمي تعلقات جوړشوي دي، د دې لپاره چې دا لا پياوړي او دعاليجاه د سلطنت سرحدونه ژغورل شوی وي، په دې راضي يو، چې د برطانیه يو استاځی به په کابل کې د مناسبې بدرګې او د ده د لوړې رتبې سره سم يو استوګنځای کې مېشت وي. په دې خبره هم راضي شوي يو چې که هر وختې د بهرنه څه پېښه وشوه او د برطانيه حکومت د دواړو ملکونو د ګټو لپاره دا ضروري وګڼله، نو خپل استاځي به د مناسبې بدرګې سره افغان سرحدونو ته ورواستوي. د افغانستان امیر پخپل وار دا حق لري چې د دواړو غاړو په رضا، یو استاځی د هند ګورنر جنرال او وایسرای دربار او یا برطانوي هند نورو سيمو ته ورواستوي.
۵. د افغانستان امیر، پخپلې قانوني خاورې د انګریزانو د استاځو خونديتوب او دوی سره د شريفانه چلند پړه پرغاړه لري. په بدل کې د برطانیه حکومت ژمن دی چې د ده استاځي به هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس نه وهي.
۶. د افغانستان امیر پخپله او د خپلوځای ناستو له خوا ژمن دی چې د برطانیه هغه وګړي چې د افغانستان په سيمو کې تجارت کوي، ورته خنډونه نه جوړوي. دوی به د برطانوي حکومت له خوا د سوداګرۍ اجازه لري او يا کله نا کله به د دواړو حکومتونو په رضا او د دوی ترمنځ شوي تړون له مخې تجارتي معاملې کوي.
۷. د دې لپاره چې د برطانوي حکومت او د افغانستان تر منځ د تجارت لاره پرانستې او څه خنډ پکې نه وي، امير په دې راضي دی چې تر خپله وسه، د افغانستان په معلومو سړکونو د تجارتي مال او د سوداګرو د خوندي تيرېدو ضمانت ورکوي. د دواړو حکومتونو په خوښه به دا سړکونه سم ساتل کېږي چې د عمومي ترافیک لپاره خلاص وي. او د لګښت لپاره به د دواړو خواو په خوښه په دې لاره تېرېدونکو د تجارت په مال ضروري ټکسونه او ګمرک اخيستل کېږي. او د دې لپاره چې د امير په خاوره عمومي تجارت خوندي او پرمختګ وکړي، د دې ملک د حالت په نظر کې نيولو سره، په کال کې دننه به يو بيل تجارتي لوظنامه وشي چې په هغې کې به بيل شرايط ليکلي وي.
۸. د دواړو ملګرو حکومتونو ترمنځ د رابطې د اسانتيا او د تجارتي اړيکو د روان ساتلو لپاره د کُرمې نه ترکابل پورې د ټيليګراف مزي وغځول شي. د دې د جوړولو لګښت به د برطانيه د حکومت پرغاړه او د ټيليګراف د مزو د خوندي توب پړه به د امیر په غاړه وي.
۹. د دواړو ملکونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د بيا راتازه کولو لپاره، لیکل شوي مادې تصويب شوي دي، د برطانيه حکومت، د کندهار او د جلال اباد ښارونه او د کورمې، پشين او سيوۍ نه پرته هغه ټولې سيمې چې اوس د برطانيه پوځ په لاس کې دي، د افغانستان امير ته بېرته ورکوي. اميرافغانستان پخپل وار راضي دی، چې د کورمې، پشين او د سيوۍ ضلعې، هغسې چې په مهالوېش کې يې حدونه په نښه شوي دي، د برطانوي حکومت ترادارې او کنټرول لاندې پاتې شي. د دي مانا ده چې يادې شوې ضلعې به امانت سپارل شوي ګڼل کېږي، او د افغانستان له سلطنت به په مستقله توګه پرېکړې نه وي. او د یادوضلعو مالیه به د انتظامي لګښتونو له پرېکولو وروسته بقايا به عاليجاه اميرته ورکړې کېږي. د برطانيه حکومت به د خیبر او د مېچني د درو کنټرول پخپل لاس کې لري چې د جلال اباد او پېښور ترمنځ دي او په دغو درو کې ميشتو ازادو قبايلو سره نيغ په نيغه خپلې اړيکې وساتي.
۱۰. د دې لپاره چې د افغانستان امیر خپل قانوني واک وساتي او هم پورته ليکل شوي شرایط په صادقانه ډول ترسره کړي، د برطانيه حکومت ورسره ژمنه کوي چې امير او د هغه ځای ناستو ته د کال (۶۰) شپيته زره پونډه د امتياز په توګه ورکړي.
دا تړون په ګندمک کې په ۲۶ مې، ۱۸۷۹ م چې د جمادي الثاني ۴ نيټه د ۱۲۹۶ هجري، لاسلیک شو.
امیر محمد یعقوب خان
اين- کاويناري (ميجر)
د ګندمک تړون د هند د وايسراې لارډ ايډورډ رابرټ بلوار ليټن له خوا په ۳۰ مۍ ۱۸۷۹ م کې تصويب شو. د دویم افغان جنګ لومړی پړاو د ګندمک د تړون سره پای ته ورسېدو. خو له دې وروستو د دويم افغان جنګ دویم پړاو پېل شو چې د ۱۸۷۹ م نه تر ۱۸۸۰ م جاري و.
د سپتمبر په ۳ نيټه ۱۸۷۹ م په هرات کې د امير يعقوب خان د پوځ درې ډلګۍ چې د څو مياشتو معاش ورته نه و، ورکړل شوی، کابل ته راورسېده. دلته د امير د کابليۍ ډلګيو سره په شخړه شول او ناڅاپه د کابل خلک هم ورسره مله شول، د برطانيې په سفارت يې يرغل وکړو او هلته ميشت ټول کسان يې ووژل چې ميجر کاوېناري هم پکې و.
د اکتوبر په مياشت کې د انګرېزانو پوځ د جنرال فريډريک رابرټس په مشرۍ کابل ته وردننه شو. د کابل لرغونې سرپوښ بازار وسوځول شو او بالاحصارځينې ودانۍ يې په توپو والوزولې. هغه کسان چې په دې پاڅون کې د لاس لرلو شک پرې کېدو، غرغره شول. په ۱۳ اکتوبر، انګريز پوځ د کابل په لارو کې د برياوو مارچ وکړو او داسې يې وښودله چې دوی افغانستان د تل لپاره ونيولو. برطانيه نه غوښتل چې د کابل بيا داسې چا ته وسپاري چې هغه د انګريزانو ته سرخوږی جوړ کړي. دوی يعقوب خان د تخت نه لېرې کړو او هند ته يې ورواستوو. عبد الرحمان امير و ټاکل شو چې په ۲۲ جولاۍ ۱۸۸۰ م کې يې واک تر لاسه کړو. له دې وروستو انګريزانو د افغانستان له خاورې خپل پوځ وويستلو.
سرچينې
۱. افغانستان او سرحد، يوه تاريخي جائزه- پروفيسر عبد الحئ، حاجي فقير محمد اينډ سنز، يونيورسټي ټاون پيښور- ۱۹۸۸ م ۲۰۸ مخ
۲. وحشي پوله- د شمال لوېديځ سرحد د صوبې حال. جولز سټوارټ. سټن خپرندوی، ۲۰۰۷ م- ۷۸ مخ.
دخپريدو نيټه
۱۱ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
ټـــــــولــــــو پرګنو خپله خپلواکي واخيسته خو لـــــــه بدشـــامته پښتانه اوس هم د نورو په خوښه دخپل واک دګـــــــــــــدۍ د يوڅو ورځو ساتلو لپاره پسې سر نه خوږوي…بس هسې ځانــــــــونه راته له ټولو پرګنو لــــــــــوړ او مېړني برېښي.
که دغه ۱۸۸۸کال ۱۸۸۰ ولیکل شي سم به وي ځکه ۱۸۸۸ سم نه دی .
درناوی
مننه- دا به سم کړو.
اصلاً د ګندمک تړون د ډیورنډ کرغېړن تړون له پاره ابتدایه امادګي وه، چي بالا خره په ۱۸۹۳م کال انګرېزانو په خپل لاسپوڅي امیر عبدالرحمن خان لاسلیک کړه او د پښتون قام طبیعي رشته یې د تل له پاره سره پرې کړه.