د زديان مناره

Zadyan minar
په شلمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان په اړه معلوماتي پاڼو او کتابونو کې هيچا د دې منارې ذکر نه دی کړی. سبب يې دا و چې د بلخ او دولت اباد تر منځ په خام سړک ورتلل ګران وو. د بلخ نه ۲۷ کلوميټر ليرې د دولت اباد په ولسوالۍ کې يو ترکمن کلی د زديان په نوم يادېږي. هم دلته په افغانستان کې د اسلامي دورې ترټولو زوړ جوړښت يو مينار په شکل ولاړ دی. خلک ورته د دولت اباد مناره هم وايي.
دا مناره په لومړي ځل ۱۹۳۸ م کې يو اروپايي پلټوونکي “اريک شرويډر” له خوا په نښه شو خو هغه وخت څو عکسونو نه علاوه نورې پلټنې پرې ونشوې. په ۱۹۵۲ م کې دا د لرغونپوهانو له خوا بيا وليدل شوه او دا يې د ۱۱۰۸ م کال وټاکلو.
دا ۶۰ فټه ( څه کم ۱۹ ميټره) لوړه مناره هماغسې له خښتو جوړه شوې ده لکه چې د غور او د غزني منارې دي چې پاسنۍ درېيمه برخه يې رژيدلې ده. د دې چاپېره ښکلې نقاشي او حاشيې دي او په کوفي خط کې کليمه او قراني ايتونه لري.
په يو ايت کې خلکو ته د جمعې د لمانځه بلنه ورکړې شوې ده نو داسې اندازه ده چې مناره به د يو جامع جومات برخه وي. په دې د هغه کس نوم ابو جعفر محمد ابن علي ليکلی دی چې ښايي د وخت د حکومت کوم چارواکی و او يا د دې سيمې والي و.
د منارې سره نږدې يو زيارت دی چې د خلکو په عقيده د حضرت صالح پيغمبرمزار دی. د دې زيارت ودانۍ ډېره زړه نه ده او ممکن د يو پخواني قبر د پاسه بيا جوړ شوی وي. عجيبه خبره دا ده چې د دې مخه لويديځ يا مکې لوري ته نه ده، بلکه ختيځ ته ده چې ښایي دا د اسلام نه وړاندې هم دلته موجود و. د زيارت نه بهرخلک په يو محرابي طاقچه کې د خټې يو غونډاری ږدي چې د دوی په عقيده د څرمنې د ناروغيو لپاره شفا بخښوونکی وي.
د خپرېدو نيټه
۱۴ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. دا ستاسسو مینه د ټول افغان وطن سره څرګند وی په لاس، قلم او فکر مو برکت شه

  2. Saifullah Kowshir

    سلامـــــــونه،ډېـــــــــر ښکلــــی
    که دنن ورځې انسان يوه وړه وداني هم جوړوي،پرته له ځينو ماشينونو يې جوړوونه شونې نه بولـــــــــي هڅه کوي له ډېرو پرمختلليو ماشينونو څخه ګټه پورته کړي او وداني ورغوي خــــــــــو ددې په ګڅه د څو پېړيو مخکې انسان بيايوازې ټينګ هوډ لــــــــــــري پرته لـــــه دې چې له کومــو ښوماشينونو ګټه واخلي دومره اسمانڅـــکې ودانۍ ورغوي….ددې په هيله چې د نن انسان هم په دې ماشيني پېرکـــې ښې اوږد منګې ودانۍ رغ کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *