په لورلایي کې د موسا خيلو سره نږدې څو سمڅې دي چې ځايي لرغون پوهانو پکې د برونزو د دورې نښې لټولې. دا ۵ زره کاله پخوانۍ زمانه وه چې د اباسين سره نژدې خلکو ژوند کوو. د بلوچستان حکومت د قديمه اثارو د شعبې مشر فضل داد کاکړ په تېږو ځينې انځورونه وموندل. ورپسې د نورو لټون هم وشو او په نهو سمڅو کې په تور يا سور رنګ د ځناورو اوانسانانو نقشونه پيدا شول. ځينې ځناور په دوو مثلثو کې جوړ دي چې د وجود بره برخه يې د يو او ښکته برخه يې په بل مثلث کې ښکاره کړې ده.
دا د انځور جوړولو هغه ساده بڼه وه چې د تېږې او د برونزو د دورې انسانانو کاروله. د غره څنډې چې د باران يا لمر نه د پټېدو ځايونه يې لرل، هماغلته هم داسې نقشونه ښکارېدل. په ځينو انځورونو کې د ښکار ننداره ښودل شوې ده چې د ۲۲۰۰ او ۱۲۰۰ ق م تر منځ انسانانو په لاس جوړ شوي وو.
په يو غار کې دوه نيم فوټه اوږد يو زمری يا د پړانګ انځور وو. کله چې د بلوچستان والي خبر شو نو هغه مزدوران د کرين سره هغې سمڅې ته ورواستول چې ټوله تېږه د انځور سره د غر نه رابېله کړي. غوښتل يې چې د پړانګ د تېږې نقش په خپل دفتر کې د ډول لپاره کېږدي.
له نيکمرغه مزدوران چې د کرين سره هلته ورغلل نو دا کار ورته ناشونی ښکاره شو او هغه نقش يې په ځای پرېښودو.
سرچېنې
۱.په ګندهارا کې بودایي انځورونه – ډاکتر نسيم خان، د پېښور پوهنتون د ارکيالوژۍ څانګه- ۲۰۰۰ م
۳ .فضل داد کاکړ – د يوټيوب ويډيو
د خپريدو نيټه
۱۷ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم