د کولال انصاف

donkeys
يوه ورځ باچا د کلي سېل له لاړو. په لاره يې د خرو يو قطار وليدو چې کولال ورپسې په ارام روان و.
باچا د کولال نه پوښتنه وکړه چې څنګه يې حيوان لکه د پوځيانو په يوه ليکه روان کړي دي. کولال ورته وويل چې هر يو خر کله چې قطار ماتوي نو هم هلته يې دومره ډبووم چې نورخرونه بيا دا کار نه کوي.
باچا ترې پوښتنه وکړه، ته زما د ملک خلک هم سمولې شې؟ کولال يې د خپل ملک لوی قاضي کړو.
د خلکو قضيې کولال ته وړاندې شوې. يو غل يې ورته راوستلو نو کولال امر وکړو، “د ده لاسونه پريکړئ.” جلاد وزير ته وکتل او بيا وروغوندې يې کولال ته وويل، “صيب دا د وزير خاص سړی دی.” کولال بيا وويل، “د دې سړي لاسونه پريکړئ.” وزيرچې کولال سره جوخت ناست و، ورته په غوږ کې وويل، “صيب لږ نرم چليږه، دا زما خاص سړی دی.” کولال په زوره وويل، “د دې سړي لاسونه او د وزيرنه ژبه پريکړئ.” د هغه امر وومنل شو او وايي چې بيا په هغې ملک کې امن راغلو.
پند-
د مجرم سفارش چې هر څوک کوي، هغه پخپله هم مجرم وي. تر څو چې به يو ملک کې سفارش کوونکي ختم نشي، هلته امن نشي راتلی.
د خپريدو ڼيټه
۲۰ اپرېل ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

3 Comments

Add a Comment
  1. ماشاالله دیره د عبرت دکه قیصه

  2. ټول یې کوتره کړه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *