نيمګړی مضمون

Lahore Fort
په مارچ ۲۰۱۳ م کې د لاهور د سفر پر وخت د اکبر باچا شاهي کلا لېدو ته ورغلم. دا ځای ما پخوا هم څو وارې ليدلی و او د مغلو مانۍ، تالابونه، شيش محل، رنګ محل او داسې د نورو ودانيو سيل مې کړی و. د ضياالحق په دوره کې دا کلا بدنامه شوه ځکه سياسي بنديان به د دې د زمکې لاندې په تورو کوټو کې شکنجه کېدل.
شل کاله وروسته په ليدو مې پخواني وختونه راياد شول او مونږ د ځينو نقشونو معلومات يو بل ته ورکول چې ناببره د کلا د ساتندويانو نه يو کس چې د مليشو جامې يې په غاړه وې، راسره مل شو. هغه “ګايډ” ولسي تاريخ راته ويلو چې خلکو له ځانه جوړکړی وي. د ښځو د شاهي جومات لېدو نه وروسته، هغه وويل چې څو کاله پخوا دلته د زمکې لاندې يو قبر وموندل شو چې حکومت ترې خبر نه و. د هغه کيسه داسې وه، “ديرش کاله کېږي چې د افغانستان نه څو کسان راغلل او دعوه يې وکړه چې زمونږ يو مشر دلته خښ دی او مونږ خوب ليدلی دی چې د هغه قبر ته اوبه ورغلي دي.
sheesh mahal
هېچا پرې باور نه کاو خو اخر دا خلک حکومت ته لاړل او ترينه يې اجازه واخيسته. د جومات سره درې څلور پوڼۍ جوړې دي چې ښايي يوې ته خانې يا زندان ته يې لاره وتلې وه.
بيا هغه زمکه يې واړوله نو لاندې يې ټونل وموندلو چې د دې په وروستي سر کې يوه دروازه وه. هغه افغانان د پوليسو په بدرګه دننه ورغلل نو يو قبر موجود و چې چاپېره ترې اوبه ولاړې وې.”
د افغانانو له خولې څرګنده شوه چې هغه قبر د شيخ ابراهيم و. زموږ دغه لارښود راته وویل چې د اوبو د ليرې کولو او د هغه ځای د سمولو نه وروسته افغانان بېرته لاړل.
ما دا معلومات څو کاله پخوا په پښتو کې لوستی وو خو نه د ليکوال نوم راته ياد و او نه دا چې په کتاب کې ليکلي وو او که مجله کې.
خو دا کيسه هلته ختمه نشوه. ګايډ راته وويل چې دا خبر ډنډوره شو او بله ورځ خلکو د خپلو نذرونو سره دې ځای ته پېښه وکړه. هغه قبر ته د تلو لپاره خلکو بايد د کلا د سېل ټکټ اخيستی وای. ورو ورو د خلکو شمېره زياتېده او اخر د شيخ ابراهيم د عرس نمانځنې او خيراتونه پېل شول. يو کال د عرس په موقع د دوو ډلو تر منځ جنګ وشو او د يو بل د وهلو ټکولو نه وروستو اخر دا ځای د حکومت په امر مستقل بند کړل شو.
Shrine door
د قبر خولې ته د اوسپنې په زړې دروازې اوس هم ځينې خلک په پټه راځي چې د ګلونو لړۍ يې حال ويلو.
ما خپل کتابونه او مجلې ولټولې خو هغه معلومات مې پېدا نکړل.
که تاسو په دې اړه څه اورېدلي وي چې شيخ ابراهيم څوک و نو ممکن دا نيمګړی مضمون پوره شي.
د خپرېدو نيټه
۲۳ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *