په ۱۹۱۶ م کې انګريزانو د متنو(مچني) کلا نه تر ابازو د اوسپنې د ازغن تار يو ديوال جوړ کړو چې برېښنا (بجلي) پکې ګرځېده. هدف يې دا و چې د مومندو نه څوک بې له اجازې پېښور ته را نشي. دا ديوال د مومندو کنډه تار(خنډه تار) په نوم مشهور و.
دا تار د انګريز پوځ د پېښور بريګېډ کوماندان لايونيل ډنسټرويل له خوا لګول شوی و چې څوک ورباندې د علاقه غير نه حمله ونکړي. دی پخپلې ډايري کې ليکي-
” د نومبر ۱۰ او د ۱۹۱۶ م – زه بېرته شبقدر ته ورسېدم. د څه کولو لپاره نه وو. دښمن زما د ژوندي تار نه په ويره دی او تر اوسه يې پرې د اوړېدلو هڅه نه ده کړې. هره ورځ درې ځنګلي پيشوګان، سپي او ګيدړې ورباندې وژل کېږي. د هغوی لپاره سخته ده.
د نومبر ۱۴- دښمن راټول خو بيا تيت شي. د دې تار په شتوالي دوی د يوې حملې پلان نشي جوړولی.
بيګا لومړی کس پکې راګير شو، زه خوشاله وم چې د تار د اغيزې او کار د معلومولو لپاره مې يو قرباني پيدا کړو- يو ډېر ښايسته او زړور ځوان و. د هغه سره ملو کسانو د ده د ژغورلو لپاره هيڅ ونکړل، ځکه خبر وو چې هر چا د ده مړي ته لاس يوړو نو پخپله هم وژل کېږي. دا شی په هر يو کس بېلا بېل اغيزې کوي، ځينې خلک د زياتې برېښنا د زغم توان لري. هغه بله ورځ يو سړی تصادفي دغه تار ونيولو. کوم کس چې د ده د ژغورنې لپاره تللی و، ورته نږدې شو نو د لومړي کس له وجود، برېښنا د ده بدن کې داخل شو او ویې وژلو. لومړی کس ژوندی پاتې شو خو يو لاس يې بېکاره شوه.
د جنرال لايونيل ډنسټرويل ډايري( ۱۹۱۱ م نه تر ۱۹۲۲ م)
د خنډه تارعکس کرسټوفر ټريوليان( ۱۹۱۶ م)
د خپرېدو نيته
۲۶ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
دا د ترنګزو حاجي صاحب په اړه که ليکته وکړي
ښه به وي