هیني بال

Hannibal
په لاطيني ژبې کې يو متل دی چې “هيني بال اينټه پورټس” ياني هيني بال راته په دروازه ولاړدی. دا په داسې موقع وايي چې څوک په بوخته کې راګېر او د وتلو لاره نشي موندلې.
د هيني بال نوم په روم کې هم هغسې د ويرې سمبول و لکه په ۲۰۰۱ م کې د امريکا او اروپا لپاره د اسامه نوم. مياندو به خپل ماشومان د هيني بال نه ويرول. خو په روم کې به د هیني بال د مرګ نه وروستو د ده مجسمې هم جوړېدې چې حکومت خلکو ته وښايي، مونږ څومره کلک دښمن مات کړو. هیني بال په ۲۴۷ ق م کې په اوسني تونس کې زېږیدلی و. د ميلاد نه ۵ سوه کاله پخوا شمالي افريقه دا برخه د لبنان نه ورغلي فونيقيانو(فونيشيان) په لاس کې وه چې کارتېج (کرتاژ) نومېده. دوی په لږه موده کې سمندر د لارې تجارت ته دومره وده ورکړه چې يونان او روم ترې وېرېدل.
د سسلي(صېقليه) ټاپو د يونان په لاس کې و او هغوی کولی شول چې په ښو جنګي کشتيو، د ميديټرانيا سمندر نه اتيا ميله وراخوا پرې حمله وکړي.
فونيقيانو د روم له وېرې پوځي توان پياوړی کړو او روم ترې رخه پېدا شوه. روم په ۲۶۳ ق م کې په کرتاژ بريد وکړو چې هغه وخت د فونيقيا بحري ځواک پکې پروت و. دا سمندري جنګ تر شلو کالو روان و او فونيقيانو د خپل دفاع لپاره ډېرې ښې او پرمخ تللې بېړۍ جوړې کړې. کله چې روم د دوی يوه بېړۍ ونيوله نو هله خبر شول چې جنګي بېړۍ څنګه وي او په هغې ډيزاين يې خپل سمندري ځواک د نوي سره جوړ کړو.
د دې جنګونو پروخت په روم کې نه انقلاب وشو او نه د چارواکو پر ضد په پارلمان کې د روغې او د جنګ د بندولوغوښتنه وشوه.
لس کاله نورهم واوښتل، اخرفونيقيان پخپلو کې په جنګ شو اود روم يوې زورورې حملې ته ټينګ نشول. د روم پوځ کرتاژ وسيزلو او په زرګونو خلک يې ووژل. خو د دې چاپېره ګاونډيانو ورسره هيڅ مرسته ونکړه ځکه روم هغه وخت يو لوی قدرت و.
د کرتاژ يوه جنرال “هامېل کاربرکه” د خپل پاتې لښکرسره اسپانيې ته ولاړو چې نهه کلن زوی هیني بال هم ورسره و. ماشوم د وړکتوبه دا خبره اورېدلې وه چې روم د دوی ښکلی ملک ويجاړ کړی و. هم هغه وه چې په کډوالۍ کې ده د روم د ماتولو لپاره جنګې ټاکيټکونه زده کول.
شپاړس کاله وروستو د پلار د مړينې سره د پوځ مشري هیني بال ته وسپارل شوه. ده يولښکر جوړکړو او د اسپانيې د “الپس” د غرونو نه د روم په شمالي برخو يې بريد وکړو. ده د ځان سره افريقایي فيلان (هاتيان) هم يوړل او د روم په خاوره ۱۵ کاله وجنګېدو. په اخره کې ورسره يوهاتي پاتې شو خو نه يې د روم زور ماتولی شو او نه دښمن ترې ځان خلاصولې شو.
په دې وخت کې د روم د لوړې طبقې خلکو د يو بل سره په دې سيالي کوله چې د پوځ کومانده واخلي او تر ټولو خطرناکه دښمن هيني بال مات کړي.
د روم يوه ځوان “جنرل سيپيو” د هیني بال سره د ډغرې وهلو لپاره تيار شو. هغه د مخامخ جنګ نه ډډه وکړه، ځکه په ميدان کې چا هیني بال ته ماتې نشوه ورکولې. سيپيو د افريقه په شمال او اسپانيې کې د هغه په پوځي چاوڼيو پټې حملې وکړې او هېني بال يې اړ کړو چې د روم له خاورې ووځي.
هغه بېرته خپل پلرني ټاټوبي، کرتاژ ته ولاړو او هلته يو دفاعي جنګ يې پېل کړو. په ۲۰۲ ق م کې دی زوړ شوی او پوځي توان يې نه لرلو نو د ترکيې ازمير ته يې پناه يوړه. هغه وخت د ختيځ مېډيټرانيا دا برخه د روم په واک کې نه وه.
هیني بال هلته پټ اوسېدو، ځکه د روم واکمن د ده د وژلو لپاره هرې خوا ته خلک خپاره کړي وو. دوی نه پوهېدل چې هیني بال څه شو خو د هغه له خوا په وېره وو چې بيا به ورباندې حمله وکړي. يو وخت ازميرد خپل ګاونډي له خوا وګواښېدو او باچا د هیني بال نه مشوره وغوښته چې خپل دښمن څنګه مات کړي. هیني بال ورته وويل چې د مخالف په بېړيو د توپو په وسيله ژوندي ماران ور وغورځوي. په دې توګه ازمير جنګ وګټلو. خو د روم جنرالانو ته د دې جنګ خبر ورسېدو نو پوه شول چې دا کار به ارو مرو د هېنيبال وي.
د هغه لټون پېل شو او په ۱۸۲ ق م کې د روم پوځ د هیني بال استوګنځی محاصره کړو چې د مرمره سمندر په ختيځ ساحل د ليبياسه نومې کلا وه. کله چې پوځيان کلا ته ورننوتل نو د هیني بال مړی يې وموندلو. د روم تاريخ وايي چې هغه پخپلې انګشترې یا ګوتمې کې زهر ساتلي وو او هغه يې وخوړل. د ځان وژلو نه وړاندې هغه يو ليک کې وليکل، ” روم د يوداسې سپين ږيري مرګ ته لېواله دی چې له ډېرې مودې يې ورته سر خوږی جوړکړی دی، راځئ چې د هغوی دا تلوسه ختمه کړو.”
خو د دې ليک نه دا نه ښکاري چې هیني بال په اخره کې ځان وژلو. اصلي خبره دا وه چې روم نه غوښتل چې هیني بال د يو اتل په څېر جنګ کې مړ شوی وای نو ځکه دا افسانه يې ورته جوړه کړه. ښايي هیني بال تر وروستيو شېبو جنګ کاو او هم هغه کې ووژل شو.
له ويبپاڼو
د خپريدو نيټه
د اپريل لمړۍ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *