د برطانوي هند او افغانستان ترمنځ د دريو کالو دا شخړه په دوو پړاونو کې تر سره شوه. لومړۍ د نومبر ۱۸۷۸ م نه تر مې ۱۸۷۹ م او بيا د څو مياشتو د ارامي نه وروستو د ستمبر ۱۸۷۹ م نه تر ستمبر ۱۸۸۰ م روانه وه.
په دې کې ۱۹ لوی او واړه جنګونه وشول چې ۱۲ انګريزانو او ۴ افغانانو وګټلې. نورې وړې شخړې وې چې زيات تاوان يې ونکړو. په پای کې د افغانستان ختيځ او جنوب، پښتونخوا او بلوچستان د انګريزانو لاس ته ورغلل.
په ۱۸۶۳ م د امير دوست محمد خان د مړينې نه وروستو د ده د زامنو د واک لپاره جنګونه پېل کړل او د يو بل په پرزولو خپل ټول پوځي او اقتصادي توان چې وړاندې هم کمزوری و نور يې تاواني کړ. شير علي خان اميرشو نو په هند کې د برطانيې وايسراې ته يې خبر ورکړو. هلته نه تر شپږو مياشتو ورته هيڅ ځواب رانغلو چې يو ډول سپکاوی و. هغه وخت د لندن په پارليمان کې هم دا خبره ياده شوه. په کابل کې يو ځلې د شيرعلي ورور افضل خان او بيا اعظم خان پر تخت کيناستل چې انګريزانو رسمي ومنل. د شيرعلي لپاره ور ور افغانستان د روس او برطانيې تر منځ د سيالۍ ميدان شو. په ۲۲ جولاۍ ۱۸۷۸ م کې د روسانو يوه نابللې استاځې ډله کابل ته ورسېده. انګريزان خبر شول نو امير شيرعلي خان ته يې د احتجاج ليک ورواستاو او د هغه نه يې غوښتنه وکړه چې د برطانوۍ ډلې سره هم وويني. امير شيرعلي خان د خپل زوی عبد الله مړينه بانه کړه او هغوی ته يې هيڅ ځواب ورنکړو. کله چې دا ډله په ۲۱ سپتمبر خيبر درې ته ورسېده نو د افغان پوځ مشر ورته د وړاندې تلو اجازه ورنکړه. په دې سپکاوي برطانوي حکومت، امير ته تر نومبر وخت ورکړو چې بخښنه وغواړي او قناعت بخونکی وضاحت ورکړي. هغه په ۱۹ نومبر يو ليک ورواستاو چې انګريزوايسراې ته په ۳۰ نومبر ورسېدو او د بخښنې الفاظ پکې نه وه. تر هغې انګريز په ۲۱ نومبر د افغانستان سره جنګ اعلان کړی و او ۵۰۰۰ پوځي لښکر يې د خیبر درې له لارې جلال اباد او شاوخوا سیمو ته د جنرال براون په مشرۍ ورسېدل. ۳۲۰۰ عسکر د رابرتس په کوماندې د کرمې له لارې خوست او شاو خوا سیمو ته روان شول. درېیم لښکر چې شمېره يې دولس زره وه، د سټوراټ په مشرۍ د کویټې او کوږک نه د کندهار په لوري وخوځېدو.
د کورمې او د پيواړ کوتل د نيولو نه وروسته لومړۍ جنګ په علي مسجد کې وشو او د خیبر دره د افغانانو له لاسه ووتله. انګريز پوځ د خيبر د لارې جلال اباد او د کوټې د لارې کندهار ته وردننه شو. د امير شير علي خان سره د دفاع لپاره پوځ نه و او هغه په ۲۳ دسمبر کابل نه ووتلو چې د روسانو نه مرسته واخلي. د ده زوی او ځای ناستې، اميريعقوب د انګريزانو سره خبرو اترو لاره غوره کړه خو دوه مياشتې هم لا نه وې تېرې چې شيرعلي خان د بلخ سره نږدې مړ شو. کله چې انګريزانو د روغې لپاره يعقوب خان ته ليکونه ورواستول نو د ده مشاورينو نه غوښتل چې يعقوب خان د دوی سره وويني. تر دوو اوونيو سردارانو د استاځو د لارې د مذاکراتو هڅې کولې خو انګريزانو د امير نه پرته د بل چا سره د معاملو نه انکار وکړو.
په ۲۶ مۍ ۱۸۷۹ م کې د امير محمد يعقوب خان او په هند کې د انګريز حکومت استاځي سر پيغ لوي نپولين کاويناري تر منځ په ګندمک کې د روغې تړون وشو. مياشت وروسته کاويناري په کابل کې د بريطانوي سفير په توګه دنده پیل کړه.
په سپتمبر کې د هرات د پوځ ډلګۍ چې د څو مياشتو معاش ورته نه و ورکړل شول، کابل ته راورسېدل. څو ورځې دوی د اميريعقوب خان نه غوښتنه وکړه خو د هغه خزانه تشه وه. اخر د انګريز سفارت يې کلابند کړو، خو کاويناري يعقوب خان ته پيغام ورواستاو چې دا خلک دې ترېنه وشړي. اميرپه دې کې پاتې راغلو او عام خلک هم د پوځيانو سره يو ځای د انګريز سفارت ټول غړي ووژل شول.
افغان پوځ د ولس په مرسته په وړو وړو برخو کې د انګريزانو سره مقابله کوله. په “تخته پل” د خوست په “متون” د “کشک نخود” د “فتح اباد” د “چار اسياب” جګړې د انګريز په بري تمام شول. د “کامه ډکه” جنګ افغانانو وګټلو. په دسمبر ۱۸۷۹ م کې د کابل نه بهر څو جنګونه وشول چې يو وارې انګريزان په شا شول او افغان پوځ کابل بيرته ونيولو. د شاجوي، کاريزمير، تخت شا،ازرې، احمد خيلو او د چار اسياب دويمه نښته بې نتيجې پای ته ورسېدل. د کابل د اسمایي په لوړو جنک کې افغانان بريالي شول. رابرټس په شيرپور کې ځان ټينګ کړو او اخر کابل سقوط وکړو. په ۱۸۸۰ م کې جنرال ډونلډ سټوراټ د پوځ مشر شو.
په ۲۷ جولاۍ ۱۸۸۰ م کې، ستوارټ د خپل پوځ سره په ميوند کې د افغان لښکر سره مخامخ شو. دا جنګ افغانانو وګټلو او مورال يې لوړ شو نو په “ده خواجه” کې يې هم دښمن ته ماتې ورکړه. د افغانانو لويه کمزوري دا وه چې شمېره يې لږ او وسلې يې زړې وې. انګريزانو په دې جنګ کې لوی تاوان وموندلو خو دوی کندهار کې مورچې ونيولې او جنرال رابرټس يې مرستې ته ورغلو. هلته نه دوی په افغان ځواک حمله وکړه او هغوی يې مات کړل، سردار ايوب د هرات د لارې پارس ته لاړو.
په ۱۳ اکتوبر، انګريز پوځ د جنرال فريډريک رابرټس په مشرۍ د کابل په لارو کې د برياوو مارچ وکړو. د کابل لرغونی سرپوښ بازار وسوځول شو او بالاحصارځينې ودانۍ يې په توپو والوزولې. هغه کسان چې په دې پاڅون کې د لاس لرلو شک پرې کېدوغرغره شول. يعقوب خان د انګريز پوځ په کمپ کې پناه واخيسته او دره دون ته ورواستول شو.
په هند کې برطانوي وايسراې لارډ ليټن خپل حکومت ته وليکل، که هغوی په افغانستان کې يو داسې امير ټاکلو کې پاتې راغلل چې د دوی تر لاس لاندې وي نو دی به د هندو کش شمالي ليکې سره سره افغانستان په وړو برخو کې ووېشي. کندهار به د کابل نه بېل کړي او ممکن هرات پارس ته وسپاري.
د دوی د کار سړی د شيرعلي خان وراره او د افضل خان زوی، عبد الرحمان هغه وخت په روسي ترکستان کې ميشت و. هغه ته يې وړانديز وکړو چې د افغانستان د شمالي سيمو امير شي، خو ده وېشلې افغانستان نه غوښتو. د هغه شرط هم دا و چې د برطانيې سفارت به په کابل کې نه وي. دا ځلې يې انګريزانو ورسره ومنل او په ۱۸۸۱ م کې انګريز د کندهار او د کابل او نورو ځايونو نه ووتلو.
د دوېم افغان جنګ لپاره د انګريزانو اټکل ۵ ميليونه پونډه لګښت و خو په دې کې ۱۷ ميليونه پونډه ولګيدل چې يو لوی اقتصادي ګوزار و.
سرچينې
۱. اتلس کاله په خيبر کې- ۱۸۷۹ نه تر ۱۸۹۸- سر رابرټ واربرټن. (اول چاپ ۱۹۰۰ م جان مرې پريس) اکسفورډ يونيورسټي پريس ۱۹۷۰ م.۸۵-
۲. د پښتنو تاريخ قاضي عطا الله- يونيورسټي بک ايجنسي خيبر بازار پيښور۲۰۰۴ م – د ۸۴۰ نه تر ۸۸۰ مخ
۳. د هند د خارجه چارو وزير لارډ کرينبروک تقرير- دسمبر ۱۸۷۸ م. د انټرنيټ نه
د خپريدو نيټه
۴ اپريل ۲۰۱۵ م
صفيه حليم