دانسان ارتقاء

Homo_habilis
په عامه ژبه کې مونږ انسان هغه چا ته وايو چې په دوو پښو ګرځيدی او خبرې کولی شي.
خو د لرغونو زمانو نه پاتې انساني هډوکو مطالعه ښايي چې پر زمکې، زمونږ نه علاوه نورو انسانانو هم ژوند کړی دی. تر اوسه د پنځو قسمو انسانانو په اړه د دوی د هډوکو نه معلومات تر لاسه شوي دي. په دوی کې نيانډرتال، ډېني سوانز، هوموهابيليز، هوموايريکټايس او “هوموسېپيانز” شامل دي چې دا وروستی يې د اوسني (هوښيار انسان) نوم دی.
په دې کې تر ټولو لومړي کشف شوي هډونه د هغو انسانانو وو چې په ساينس کې ورته “نيانډرتال” واي.
د اوسني اروپايانو په اړه قوي شواهد موجود دي چې دوی د وچ کالۍ د لاسه، د افريقایي خاورې نه يخو ملکونو ته کډه وکړه. کله چې دوی اروپا ته ورسېدل نو دلته لا پخوا راهيسې دوه ډول انسانو ژوند کاو چې يو يې “نيانډرتال” او بل “ډېني سوان” وو. ساينسدانان باور لري چې دا درې ډلې پخپلو کې وجنګېدې او يوه “هومو سيپيانز” ترې پاتې شوه ځکه دوی ښه ښکاريان وو. نور وايي چې درې واړه ډلو پخپلو کې ژوند پېل کړو، نسل يې ګډ شو او د انسان يو نوی نسل ترې جوړ شو. خو وروسته د افريقا په کينيا او تنزانيا کې د څلورم ډول انسان هډوکي هم وموندل شول چې د دوه نيم ميلينو کالو نه واخلې تر يونيم ميلينونه کاله پخوا هلته اوسېدل. د دوی د کپرۍ او نورو هډوکو مطالعې څرګنده کړه چې دماغ او قد قامت يې د انسان نه وړوکي خو لاسونه يې اوږده وو. د دوی هډوکو ته نږدې د تيږو توکي لکه چاقو او تبرهم وموندل شول نو دا امکان رد شو چې دوی شادوګي وو. دا ډول انسان ته د “هوموهابيليز” نوم ورکړی شو. وړاندې د داسې انسانانو دا ډول هډوکې نورو ځايونو کې هم پيدا شوي وو، چې “هوموايريکټايس” يا په دوو پښو ودريدونکی انسان به يې ورته ويل.
په ۲۰۰۷ م کې څيړنو وښودله چې “هوموهابيليز” او “هوموايريکټايس” په يو وخت کې ژوندي او يو بل سره يې وخت تېرکړی و.
بيا په سايبېريا کې موندل شوی د ډبرې د دور يو انساني سکيلېټ نويو څېړنو ته لاره پرانيسته. دې انسانانو د تېږو نه ډېر پرمخ تللي اوزار او کالي پتري جوړول او د کنګل زمانه ( آيس ايج) کې يې ژوند کوو. دې انسان ته د “ډينې سوانز” نوم ورکړل شو. د سکليټ له غاښ او د يوې ګوتې نه د ډي- اين- اې- نمونې واخيستل شوې چې ترينه څرګنده شوه، دوی يو وخت د هوموسيپيانز سره يو ځاې شول. اوس ۳۰ زره کاله پخواني انساني هډونو نويو څېړنو دا جوته کړه چې د درې واړوو تر منځ د جينوم فلو بېدا شو او دوی سره يو شول.
دا هډونه د يوې ځوانې جينۍ و او دوی ورته د انګرېزي ايکس ومن نوم ورکړو. د دې لومړيو راپورونو وښودله چې دا يو نوی قسم و.
دې موندنو وښودله چې پر زمکه لږ تر لږ درې ډوله انسانان اوسېدل.
په ۲۰۰۸ م کې د يوې وړې جينۍ ګوتې چې د ۵ نه تر ۷ کالو عمر يې لرلو د جنوبي سايبېريا د التایي غرونو په ډيني سوانز غار کې وموندل شول. د دې سره نږدې ډولي شيان او ګاڼې هم ايښې وې. د يو لوی کس څوغاښونه هم وموندل شول. د ډي- اين- اې ټيسټ وښودله چې ګوته او غاښ د دوو بېلا بېلو قسمه انسانانو نه پاتې وو. ” ډيني سوان” انسان هغه وخت ژوندي وو چې د نينډرتال او هوموسيپيانز به د زمکې غارونو کې اوسېدل، مهيان يې نيول، ښکار يې کوو او په ديوالونو يې انځورونه جوړول. دا نوي انسانان د نيانډرتال انسانانو خويندو ګروپ ښکاري.
يوه ډله ساينس پوهان باور لري چې شا و خوا ۳ او ۴ لکه کاله پخوا د انسانانو يوې ډلې افريقا نه کډه وکړه او دېر ژر په دوو برخو ووېشل شول. يوه ډله په نيانډرتال بدله شوه چې اروپا کې خپاره شول او بله ختيځ ته لاړه چې اوس يې مونږ د ډېني سوان په نوم پېژنو. شا و خوا ۷۰ زره کاله پخوا يوې بلې ډلې د افريقه نه کډه وکړه چې هغه دا اوسني انسانان وو او د نيانډر تال سره مخامخ شول.
اوس په نړۍ کې څومره خلک چې د افريقا نه نه دي راغلي دوی د نيانډر تال جين لري. د نويو انسانانو د جوپې نه يوه ډله د ډېني سوان انسانانو سره يو ځای شوه او د جين نښې يې د انډونيزيا او مالیزيا په خلکو کې موندل کېږي.
په دې څېړنو څو پوښتنې ځواب شوې خو د ډېني سوان انسانانو په اړه نورو معلوماتو ته اړتيا ده.
په ۲۰۰۴ م کې د اندونيزيا په يوې جزيرې کې د درې فټه لوړ انسان هډونه وموندل شول چې د “هوبيټ” نوم ورله ورکړې شو. خو ځينوساينسپوهانو د داسې انسان د شتو مفکوره رد کړه،په دې چي دا اوسنی انسان خوهډوکو يې وده نه وه کړې او ليشتې پاتې شوی و.
دا پوښتنه تر اوسه نه ده ځواب شوی چې نور څومره ډول انسانانو په دې زمکه ژوند وکړو او اوس ختم دي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۱۷ اپريل ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. Wrong Belief!

    ‘Laqad khalaqna al-insana fee ahsani taqweem. (Quran)

    Indeed, WE created man in (the) best mould/Stature.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *