اميرشيرعلي خان لومړی افغان باچا و چې د جان برک يې په بکس کيمره، تصوير واخيستو.
جان برک د ۱۹ميلادي پېړۍ په نيمایي کې د اېرلېنډ په ويکلو سيمې کې زېږېدلی و. د ۱۸۶۷ م د هند د خپلواکۍ نه وړاندې د ده پلار د شاهي توپخانې سره په کار وګومارل شو او جان يې هم له ځانه سره پېښور ته بوتلو.
د پلار له مړينې وروسته د اېرلېنډ يو بل کس ويليم بيکر د ده سرپرست شو چې سټوډيو يې لرله. ۱۷کلن جان په ۱۶ جنورۍ ۱۸۶۱ م کې د مارګريټ رسل سره واده وکړو چې ګومان دی، د بيکرد ښځې فيني خور وه.
هغه وخت د عکس اخيستو ټکنالوژي نوې وه او د شېشې ۱۲ انچه اوږده او ۱۰ انچه پلنه يوه تخته به يې په لامده کيمياوي موادو لړله، هغه به د لرګي يو لوی صندوق کې اېښوده چې په تور څادر کې پټه وه. دا د هغه وخت د کيمرې فلم و او د هر يوعکس لپاره به يې نوې شېشه اخيستل کېده. د لرګي صندوق به بکس کيمره نومېده.
جان برک په دې طريقه د ۱۸۶۱ م کې د هند د سروې سرکاري ادارې لپاره په کشمير کې د تاريخي ودانيو عکسونه واخيستل. د ۱۸۷۱ م نه هغه د ويليم بېکر سره کار پېل کړو. بيکر په ۱۸۷۳ م کې د تقاعد نه وروستو هغه سټوډيو جان برک ته پرېښوده او په هغې د “جان برک فوټو ارټسټ” تخته ځوړنده شوه.
د جان برک اخيستل شوي عکسونه هغه وخت بې ساري وو. د کيمياوي موادو دا خاصيت و چې په چاپ شوي عکس کې شين بخن رنګونه به يې سپين او سوربخن به يې تور ښودل. د هند د عامو وګړو په پوست کې سور رنګ ډېر و نو هغوی به يې تک تور ښکاره کول. د اروپايانو په رنګ کې به دومره سوروالی نه و نو دوی به يې تک سپين ښودل. متعصبو اروپایي ژورناليسټانو به دا عکسونه د پروپاګنډ لپاره کارول چې هنديان هم لکه د افريقایي خلکو په شان دي.
برک د خپلوعکسونو د چاپ لپاره ډېره خواري کوله او د اصل شېشې نه به يې تصوير په څو مرحلو کې پاکوو چې د انساني څېرې او د چاپېره توکو اصل رنګ او کيفيت ښکاره کړي. ده به د هګۍ سپين او مالګه په کاغذ ومښل چې د رڼا د جذبولو توان به يې زيات شو او عکس به هوار او ملايم شو. د ده له خوا اخيستل شويو او چاپ شويو عکسونو کې، د څېرو رنګونه تور يا ډېر سپين نه ښکاري. دغه لوړ کيفيت هغه په هر عکس کې وساتلو.
برک د خپلو عکسونو لپاره ډېر مډالونه هم وګټل. ده د لندن د ګرافيک ورځپاڼې ته هم د هند او د نورو سيموعکسونه استول. د هغه وخت ځينو انځورګرانو د ده له عکسونو انځورونه جوړول او خپرول.
په ۱۸۷۸ م کې د برطانيې او د افغانستان تر منځ يو وارې بيا تاو راپورته شو. لوی شمير برطانوي پوځ د پښتونخوا غرونو ته روان او امير شيرعلي خان په بوخته کې راګير شو. جان برک په پېښور کې څو پوځيان ملګري وو او د دوی سره کابل ته د تلو جوګه شو. د ده حيثيت سرکاري نه و او هغه درانه سامانونه او د عکاسۍ مواد چې په څو خرو يې بار کړي وو، پخپل لګښت اخيستي وو.
که څه هم د برک نه وړاندې د افغانستان انځورونه (اينګريوينګ) د برطانيې ورځپاڼو خپاره کړي وو خو دا لومړی ځل و چې جان ورته د کيمرې عکسونه واخيستل. د عکاسۍ سامان ډېر ګران او د شېشې تختې به په لويو بکسونو کې بندول. د عکسونو لګښت ډېر و او ښايي امير شير علي خان ورته د عکسونو لپاره ښې پېسې ورکړې وي.
په ۲۶ مې د ګندمک د تړون نه وروسته چې ده د امير يعقوب او د کاويناري عکس اخيستې و، هغه په ۱۲ جولاۍ د برطانيې په ټايمز ورځپانې کې خپور شو. دا ښايي چې د افغانستان نه يو عکس به په دوو مياشتو کې لندن ته رسېدو.
هغه وخت هم عکس او انځور د يو بل تر څنګ روان وو. برک څو مياشتې په کابل کې و او۱۸۷۹ م کې د شير پور د چاوڼۍ يو عکس واخيستو. په بله ورځ افغانانو دلته حمله وکړه او د برطانيې سفارت کې يې خلک ووژل. خو د دې جنګ نه وروستو هغه يو عکس هم وانخستو چې ښايي يا خو اجازه يې نه لرله او يا د عکسونو مواد ورسره خلاص شوي وو.
په ۱۸۸۰ م کې هغه د خپلو عکسونو په کيټيلاګ کې هم د دې جنګ هيڅ ذکر نه دی کړی. د ده جنګي عکسونو کې يا خو توپې په قطار ښکاري او يا پوځي بينډ، اسونه او يا د چاوڼۍ عمومي ننداره وي. د دې جنګ نه ۲۰ کاله وروستو هغه څو البمونه تيار کړل چې په لاس جوړې حاشيې لري. د يو البم بيه ۲۳۰ روپۍ وه چې هغه وخت د يو پوځي افسر د نيمې مياشتې معاش برابر و. دا څو کتاب خانو، د ډګرمنۍ د کچ افسرانو، وايسرای او يا نوابانو اخيستې شوه. د دې يوه دانه ملکې وېکټوريا ته ډالۍ کړل شوه. اوس په نړۍ کې د جان برک لس دولس البمونه پاتې دي خو څرګنده نه ده چې ده ټولټال څومره جوړ کړي وو.
برک په برطانيې کې هم عکسونه اخيستل او خرڅول خو ده زياته پېسه د هند د راجګانو او نوابانو په عکسونو ګټله. د بهوپال د نوابې شاهجهان بيګم عکس هم جان برک اخيستی و.
کله چې دی د کابل نه بېرته پېښور ته لاړو نو ښځه يې مړه شوه. د ده دويمه ميرمنه د يوې لوړې کورنۍ نه وه او هم هغه وه چې ده په مري کې ژوند پېل کړو او يوه سټوډيو يې هلته جوړه کړه. په ۱۸۸۵ م کې ده خپل کاروبار نور هم پراخه کړو او درېيمه سټوډيو يې په لاهور کې پرانسته.
خود نورو عکسونو اخستونکي جان برک خپل يو عکس هم نه نشته. د اميريعقوب خان د عکسونو اخيستو پر وخت يو انځور ګر هغه ټولې مرحلې په لاس کښلې او پکې د جان برک شا ښکاري. په دې کې يو لوړ دنګ کس لکه د فلم يو ډايريکټر پخپل کار بوخت دی. په يو کې د شېشې يوه تخته پخپل لاس کيماوي مواد مښي او بل کې یو چاته د کرسيو د سمولو اشاره کوي.
جان برک د ۵۶ کالو په عمر کې (۱۹۰۰) کې مړ شو او کاروبار يې زوی ته پاتې شو. خو داسې ښايي چې د پلار په شان عکسونو سره يې علاقه نه وه. تر ۱۹۰۳ م هغه ټولې سټوډيوګانې بندې شوې او د جان برک د لاس اخيستل شوي، د ډېرو نايابه عکسونو پليټونه (تختې) ضايع شول.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۲۶ اپريل ۲۰۱۵ م
صفيه حليم