د زعفرانو په اړه په تاريخ کې دومره تبليغ شوی دی چې ښايي د دې نه ښه شی به بل نه وي. په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې مغل باچا جهانګير خبر شو چې که څوک ډېر زعفران وخوري نو هغه په خندا خندا مړ شي. د ده په امر يو زنداني ته يې پاو زعفران د خوړلو لپاره ورکړل خو په هغه هيڅ ونشول او دا خبره دروغ راوختله.
د زعفران د ګل ساينسي نوم “کروکس سټيوس” دی، کاسني رنګ لري او په منځ کې يې درې سوربخن زيړ رنګ پاڼې وي چې هم دغه زعفران وي. د دې پياز(جرړه) په بازار کې عام او ډېر ارزان خرڅېږي. خو د يو پياز د کرلو نه وروسته په درېيم کال د ګل په منځ کې د زعفران ويښته کېږي چې په ګوتو يې ترې را شوکوي. سل ګرامه زعفران اخيستو لپاره د ۱۵ زرو ګلونو ته اړتيا وي. په فرانسې کې هردرې کاله وروستو د دې ګل رخکۍ بيا اړوي او نوي پياز پکې کري. په هسپانيې کې څلورکاله وروستو او په کشمېر کې پينځلس کاله وروستو د نوي پياز د کرلو لپاره زمکه اړوي. د دې خواري او د کمښت له کبله د زعفرانو بيه لوړه وي. دا په خواړو کې د رنګ لپاره کارېږي او نور څه ګټه نه لري.
د زعفران ګل د لوېديځې اسیا نه نورې نړۍ ته کډه کړې ده. لرغوني چين ته به دا د کشمير نه وړل کېدو او هلته يې “د تبت وړوکی ګل” په نوم پېژندلو. نوروایي چې دا د مرکزي اسیا نه مغلو هند ته يوړو او ايرانيان دعوه کوي چې زعفران دوی نړۍ ته ور وپېژندلو. عربانو د دې ګل په ۹۶۰ م کې هسپانيې ته يوړو او هغه صليبي جنګيالي چې بېرته روم ته ورتلل دا له ځانه سره ایطاليې، فرانس او جرمني ته يوړو. يوه کيسه داسې ده چې په ۱۴ ميلادي پېړۍ کې يو مسيحي راهب زعفرانو پياز پخپلې امسا کې انګلستان ته يوړو. په ۱۴۲۰ م کې د انګلستان حکومت په زعفرانو ماليه اخيسته ځکه دا په قيمتي توکو کې شمېرل کېدو. خو د دې ملک تاريخپوهان وايي چې دا ګل پخوا راهيسې د دوی په خاوره ټوکېدو او په داروګانو کې يې کارو.
خو زعفران په طب کې هيڅ ځانګړتيا نه لري خو د دې خوند لکه د دارو وي او ډېر خلک يې په خواړو کې نه خوښوي. وريژو ته د ژيړ رنګ ورکولو لپاره نور توکي شته، لکه کورکمن يا د کوسوم ګل خو د زعفران رنګ ښکلی وي او له نورو ښه ښکاري. ترکان يې په ځينو کبابونو او يورپ کې د کيکونو او بسکټو په پخولو کې کاروي. په ايران کې سپينو وريژو د پاسه د دې زېړ رنګ، په هند کې زرده (خوږو وريژو) او د هسپانيې پايلا (وريژو او مهي خواړه) د زعفران نه بغيرهم پخېدې شي خو په دوديزه توګه دا يې مهم توکې دی.
يو وخت زعفران د نړۍ تر ټولو ګرانه مساله وه او د سرو زرو نه يې بيه لوړه وه. خو اوس داسې نه ده او په نړۍ کې د هسپانيې زعفران چې تر ټولو ښه ګڼلې شي، يو ګرام يې په لس ډالره کېږي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۲۹ اپريل ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
سلامونه صفيې خورې،ډېرپه زړهء پورې مالومات دي خو په دې سم ونه پوهېدم چې (زعفران په طب کې هيڅ ځانګړتيانه لري)آيا داپه دې ماناخونه ده چې له دې څخه په هيڅ درملوکې ګټه نه اخيستل کېږي اوکه دخوړودرنګ لپاره يې هم څوک وکاروي دانسان روغتياباندې کومه بده ياښه اغېزه نه کوي؟
دروڼاوي په هيله
دا يواځې د رنګ لپاره کاروي او انساني روغتيا ته څه تاوان نه کوي
مننه
آغلې صفيې خورې له تاسې هم مننه
خو بعضی خلک وایی زعفران د درملو به جوریدو کی استفاده کیگی.
صفیی خوری بعضی داکتران یی د افسردگی لباره توصیه کوی ستاسو د نظر به انتظار یم…
په دې اړه مونږ معلومات نه لرو- هغه خلکو چې په زعفرانو طبي څېړنې کړي، ممکن خبر وي خو لکه چې په مضمون کې ليکلي دي، د دې په اړه ډيرې خبرې افسانوي دي-
سلام:
په افغانستان کي په ” يونانی” طب کي. زعفران استعماليږي. د مفرح يعني خوشالونکو. داروګانو جوړيدلو زيات استعمال کيږي
Whether this usage as an antidepressant has any scientific basis I would not know.