د پښتنو سيمې او يفتليان

hephtlite coin
هغه غرونه چې پېښور د بونېر نه جلا کوي، د لومړيو انسانانو د ژوند نښې لري. د مردان نه ۵۰ کلوميټر شمال ختيځ کې د “کشمير سمڅه” يو له هغو ځايونو نه دی چې پکې د اسلام نه د وړاند ې باچاهانونښې وموندل شوې. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د بريطانوي هند يو څېړونکې اليګزانډرکننګهم په کشمير سمڅې کې د برهمني نقاشۍ نه اندزه ولګوله چې دا د عبادت ځاې و. خو دا غار د زمکې نه لوړ او لاره يې خطرناکه ده نو زياتې کيندنې پکې ونشوې. ورپسې کلونو کې د باران نه وروستو چې زمکه نرمه شوه نو ځوانان به د زړو توکو په لټون بره وختل. د شلمې پېړۍ په پاې کې د پېښور پوهنتون د لرغون پوهنې شعبې دلته د پلټنو لپاره سروې وکړه.
د کشمير سمڅه يو غار نه دی بلکه په غره کې دننه څو غارونه دي چې د يوې اندازې تر مخه تر کشمير رسيدلي دي. په دې سمڅه کې د ۴۰۰ ميلادي نه تر ۹۰۰ م لرغوني توکي وموندل شول چې زيات يې سکې او د يفتليانو د وختونو وې چې تر اوومې پېړۍ پورې يې دا سيمه په لاس کې وه.
يفتليان يا هن هغه قبايل وو چې په سانسکرت کې يې هوناـ بلل. دوی د امو شا و خوا لکه د کوچيانو اوسيدل او کوشان سلطنت يې ويجاړ کړو. په څلورمې ميلادي پېړۍ کې دوی د پارس د ساساني واکمنو سره هم وجنګيدل او د دوي پراخه سيمه يې ونيوله.
د دوي د لومړيو حملو نه وروسته، په ۴۷۵ م کې کيداريان پرې برلاسي شول چې پخپله هم باختري کوچيان وو.
هغه يفتليان چې دوېم ځلې يې په هند حمله وکړه، “الخون هونا” په نوم ياديدل ځکه چې د دوي په لومړيو سکو په باختري کې دا نوم ليکلي دی. د الخون له خوا په ګندهارا لومړۍ حملې د پينځمې ميلادي پېړۍ په وروستيو او شپږمې پېړۍ په سر کې وشوې. ښايي د هغو لومړيو حملو مشر خينګله (ښينګل) نومې سردار وي.
د ده د باچاهۍ موده د ۴۳۰ م يا ۴۴۰ م نه تر ۴۹۰ م پورې ټاکل شوی ده. دا نوم وروستو د يو شمير نورو باچاهانو لقب شو او ان تر دې چې د کابل د اسلامي دورې په لومړيو کې هم د خينګل د سلطنت په نوم ياد شوی دی. د خينګله په نوم انځور يا نقش سره چې څومره سکې جوړې کړې شوې هغه د يو باچا نه بلکه د څو باچاهانو سکې دي.
يفتليانو د يونان او ساساني باچاهانو په شان په سکې خپل مخ نقش کوو. خو د يفتليانو سرونه(کپرۍ) بره راوتلې او بې ډوله ښکاري. ښايي دوي به د ماشوم سر په يو قالب کې تړلو او په دې سبب به يې سرونه اوږده راوتل.
د يفتلي باچاهانو په سرونو يوه ساده کړۍ ( پټۍ چې ممکن د سرو زرو وه) تاو ده. کله په هغې کړۍ کې نوې سپوږمۍ (هلال په شکل) ښکاري او کله ساده د اوسپنې خولۍ يې په سر ده. د يفتليانو سکې په لرغوني نړۍ کې ځکه مشهورې دي چې د باچا څېره ورباندې ډېره خونخوارنقش شوی ده او هدف يې دا و چې خلک ترې و ويرېږي. که څه هم د سکو انځور ډېر په مهارت نه دی جوړ شوی خو د باچا پر مخ د قهر تاثر څرګند ښکاري. نو ښايي چې يفتليانو د خلکو په زړه کې د ويرې اچولو سياست سم ګڼلو او په خپلې سکې د قهر ښکاره کول ورته عيب نه ايسېدو. د څېرې له مخې د دې سکو د نېټې ټاکل ستونزمن کار دی ځکه چې د سيمو ضراب خانه (ټکسال) به مرکزي کنټرول کې نه وه او د هر ځاې سکې کېفيت او معيار د بل نه ډېر توپير لري.
د سکو نه ښکارې چې يفتليانو به بريتې لرلې خو ږيره به يې خرېله، درانه ګاڼې به يې په غاړه وې او په وروستو دورو کې يې پخپلو سکو د هندوانو سمبولونه جوړول. داسې ښکاري چې يفتليانو د هند ديني نښې او رسم و رواج او برهمني ژبه يې د خپل شاهي ليکدود په توګه خپل کړل.
د خينګله نه وروستو يو بل واکمن د تورامانه (تورمان) د ده ځاې ونيولو. د ده په وخت کې يفتليانو په ګندهارا، پنجاب او کشمير کې پښې ټينګې کړې او په ۵۱۰ م کې د هند په شمال لوېديځ کې ان ترمالوې پورې ورسيدل.
د ۱۲ ميلادي پېړۍ په نيمايي کې يو کشميري برهمن کلهڼه د هغې سيمې تاريخ وليکلو. دی وايي چې تورامانه کشمير ونيولو نو پخوانۍ سکې چې بالاهاټ نوميدل راټولې او په ضراب خانه کې يې پخپل نوم نقش کړې.
په ۵۱۵ م کې د تورامانا د مړينې نه وروستو د ده زوې مهر کله (مهرګله) باچا شو. د ده د سکو نه ښکاري چې د هندي اسطورې شيوا منونکې و.
د ده په باچاهۍ کې د يفتليانو پلازمينه په پنجاب کې ساکالا (سيالکوټ) ښار و. په هندي او چينايي سرچينو کې مهرکله د دې لپاره ياد شوی دی چې بودايان يې وژل او د هغه پوځ ۱۴۰۰ بوداي عبادت ځايونه تباه کړل چې زيات يې په مرکزي ګندهارا او کشمير کې و. د ده د واک نه ليرې پرتې سيمې هغه وخت مردان او سوات و چې ښايي د ده په لاس کې نه وې.
د چين هغه تاريخ چې ليانګ ليکلی دی ګندهارا د امو د ټولواک يفتليانو تر ولقې لاندې يوه صوبه يا ايالت و.
دا خبره تر اوسه څرګنده نه ده چې د کوشان او د کيداري وختونو ټاکل شوي د پښتونخوا حاکمان د يفتليانو لاس لاندې وو او که نا؟ ځينې لرغون پوهان باور لري چې دومره ډېرې د برونزو سکې ممکن د دې سيمې هغو نيمه خپلواکه واليانو يا “تګين” له خوا جاري شوي وي چې د يو لوی يفتلي باچا تر لاس لاندې وو. داسې اټکل هم ووشو چې د کشمير د څمڅې نه موندل شوي سکې د نيم ګرام نه واخلې تر يو نيم ګرام پورې وزن لري او کله چې د ګندهارا د نورو سکو سره مقايسه کړې شوې نو زيات يې د هغه وخت د لويو نقرۍ سکو وړه بڼه وه. په ځينو داسې نوې نقش يا انځورجوړ دی چې بل هيچرته يې بيلګه نه ده موندل شوې او ښکاري چې پخپله د کشمير سمڅې جاري شوې سکې وې او هم هلته په چلند کې وې.
نو که د دې سيمې واکمنو خپله سکه جوړولې شوه نو آيا دا ممکنه ده چې دوي د يو يفتلي باچا واک منلې وي ځکه سکه يواځې خپلواکه باچا له خوا به جاري کيده.
دا ټولې سکې د دوي د نقشونو له مخې په اوو ډوله وويشل شوې.
لومړې- د کشان سکې چې پرېړ وې او د هغه وخت نقشونه يې لرل. وروستو هم هغسې نورې بدل سکې بيا د يفتليانو له خوا جوړې شوې.
دوېم- د يونان د دراخمه ډول سکې چې کيداري واک يې په ګوته کاو، زيږه او پخوا چا نه وې ليدلې. په دې د کيداري باچاهانو مخ جوړ دی چې په سر يې خولۍ يا تاج دی. داسې سکې هم دي چې ږيره ور څېرې لري او برهمي ژبه پرې ليکلې ده.
درېم- الخان يا الخون سکې چې په ځينو يفتلي او يا شاهي نښه جوړه ده. داسې سکې د ګندهارا د لومړيو الخون باچاهانو خينګله او د هغه د ځاې ناستو په وخت جاري شوي و.
څلورم- نزاک يا نازک سکې چې د دريو سرونو نښه پرې جوړه ده.
پينځم- ترک شاهي د ټيټ قيمت سکې دي چې د لويو نقرۍ دراخمه په بڼه جوړ شوي دي او باختر يوناني يا برهمني ليکنه لري.
شپږم- د کابل، ګندهارا شاهي سکې چې ورباندې د “سمانتا” او “سباله پتي” د ښځو اسطورو انځورونه نقش دي.
اووم- د ميناندر او نورو باختري باچاهانو بدل دراخمه سکې چې له برونزو جوړ دي.
په ځينو سکو د غويي، لمر او د چکره (څرخ)، او په نورو د لړم يا د باچا مخ نقش دي. په څو سکو يوې خوا ته باچا په اس سپور ښکاري او بل مخ ته يې شپږ ليکې نقش دي.
خو دلته دومره لوې شمير سکې ولې راوړل شوي دي. د دې يو دليل ممکن دا وي چې په سمڅه کې يو لوی عبادت ځاې و او خلکو ورته سکې د نذر لپاره وړلې. خو د دې ځاې د خپلې جاري شوې سکې له کبله دا دليل کمزورې دی. د يفتليانو نورې سکې په زابل او کابل کې هم موندل شوي دي. د دې موندنو لړۍ اوس هم روانه ده او کله نا کله عام ولس يې د زمکې نه تر لاسه کړي.
د برونزو سکې مونږ د خلکو په نظر بيکاره او ناچله وې چې په مادي ارزښت يې بازار کې خرڅوي . خو په دې سکو کې زمونږ د تاريخ ځينې پټې دورې ښکاري او پکار ده چې پوهه کسانو ته يې وښايي.

سرچينې
۱. د کشمير د سمڅې خزانه. د وليد زياد مضمون.
۲. د کشمير سمڅه- جيسي رسل رونالډ. کوهن ډيجيټل کتابونه.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *