د می مياشت يو ښايسته سهار مونږ شهباز ګړې ته روان شو چې هلته د اشوکا تاريخي تيږه وګورو. اوريدلي مو وو چې په هغه تيږه انساني حقوق په لمړي ځل وليکل شول.
شهباز ګړه د صوابۍ ضلع يو مشهور کلي “اسمېلا” نه وړاندې د يو غر په ډډه پروت دی. هغه هم د شهباز ګړې غر نومېږي. يوې وړې غونډۍ ته ورسېدو نو د تاريخي تيږې نښه مو وليده. په هغه وړې لارې روان شو چې د سکول څو هلکان مو وليدل چې ښايي د سکول نه پټ شوي وو ځکه يونيفارم کې وو. دا کار به مونږ هم کوو. د هغو نه مو پوښتنه وکړه او بره لارې ته يې اشاره وکړه. د موټر د ودرلو ځای و نو هلته مو پارک کړو. يو دوه کسان نږدې په يو شلېدلي کټ کې پراته وو او چې مونږ بره لور ته روان شو نو راپسې يې غږ وکړو چې، ” ای حاجي صېب، ټيکټ واخله.” سړي سر لس روپۍ ټيکټ و، هغه مو واخستو او بره روان شو.
غر ته د ختلو لپاره ښايسته پوڼۍ جوړې وې او چاپېره ترې شينکی او چمنونه ښکاريدل. زيات وخت تاريخي ځايونو ته د ورتلو لاره ډېره خرابه وي خو دا ځای پاک صفا و. لوی غټې ونې او بوټي وو او سيمټي پوڼۍ د غره هغه لوی تيږې پورې ورغلې وې.
زمونږ ملګرې نذير چې وچ کړس او په بدن سپک دی، ډېر ژر هلته ورسيدو. ټولو پخپلو کيمرو او موبايل فون تصويرونه اخيستل ځکه چاپېره منظر ډېر ښکلې ښکاريدو. بره د اوسپنې د يو څپر لاندې د اګۍ په شکل ګټ (کاڼې) پروت و چې يوې خوا ته يې درې پوڼۍ د دېوال د پاسه دننه ورتلو ته جوړې وې. خو دا تيږه د هغه ۴ فټه لوړ دېوال نه بهر مو ليدې شوه.
په ګټ لکه چې دوړې پرتې وې او څه مو نه ليدل. نذير لکه د سويې د دېوال نه ورټوپ کړل او تيږې ته ور واوختو. په لاس کې نيولې د اوبو بوتل يې په هغه ګټ واړوو او ژر ژر يې په لاس هغه ګټ ووينځلو نو ناڅاپه په هغې ليکل شوې توري را ښکاره شول. ما سوچ کوو چې نذير ښه ګلکار کيدې شو.
ملګري ټول خوشاله وو او يو چې د اشوکا تاريخ يې لوستې و، راته معلومات راکړل. دا ليکنه د اشوکا باچا ( ۳۰۴ ق م نه تر ۴۳۲ ق م ) په امر شوې وه. د موريا خاندان دې باچا يو وخت په ټول هند حکومت کوو چې د پښتونخوا سيمه هم پکې شامله وه. د کالينګا په جنګ کې هغه د يو لکو نه زيات خلک ووژل او يو نيم لک نور بې کوره شول. په دې کار هغه دومره پښيمانه شو چې توبه ګار شو او بودهه مذهب يې خپل کړو.
د دې دين لاره د امن او د سلامتي لاره وه او پکې ځناورو ته هم څوک تکليف نشي ورکولې.
هغه حکم وکړو چې د ملک په ښارونو او هغو ځايونو چې خلک پکې راټولېږي، دا نصيحتونه په لويو ستنو او يا تيږو دې وليکل شي. مقصد يې نورو خلکو ته دا پوهه ورکول وو چې چا ته آزار مه ورکوئ. اوس د هغو تيږو او ستنو نه ۳۳ پاتې دي چې تاريخي اهميت يې ډېر دی.
د هغه ګټ نه بره نورې پوڼۍ ورغلې وې چې بل لوی ګټ پروت و. په هغه هم ليکنه شوی وه. دا دې تيږو د پاسه ليکنې د اشوکا د حکومت په لسم کال کې ووشوې او په پښتونخوا کې تر ټولو پخوانۍ ليکل شوې نښه ده.
د اشوکا فرمان دا و چې د مور پلار ادب وکړئ، ځناورو ته ازار مه ورکوئ اوخپله محاسبه وکړئ.
په هغو تيږو د خروشتي رسم الخط ژبه اوس څوک نشي لوستلې خو اوس زمانې پښتنو اشوکاګانو ورباندې په مارکر او قلم خپل ارشادات ليکلي وو. بازاري شعرونه او جملې چې د اوسني نسل د زهن اشتهار و.
مونږ د شهباز ګړې د غر نه ښکته روان شو او ما د اشوکا د يو نصيحت په باره کې سوچ کوو. د مور او پلار خيال وساتئ او ادب يې وکړئ، هم دغه نصيحت اسلام هم کړی دی.
خو اوسني ځوانان چې پېسې ګټل يې ايمان ګرځيدلې دی، څومره په دې نصيحت عمل کا؟
ليکوال – عبدالله
د خپريدو نيټه
۵ جون ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
Dear Safia, Thank you very much for providing valuable information about my area. Shahbaz Garhi is the last big town on this rout to Swabi and is in Distrct Mardan. It is 12 Kilometers from Mardan City. My native village is some 3-4 Kilometers from Shabaz Garhi towards Mardan. When we were children we used to hear that on ‘these big stones it has been written in a strange language that whoso ever read this language, the stone will slip from its place and the treasure buried beneath it will be his property’. And we always wished to read that language and get the treasure. And now when I am old enough I wish that I should have accompanied you in this trip.
Ashoka after killing 1000s of people, started preaching wisdom 🙂