ما ته به مور يوه آنه هره ورځ راکوله چې په نيمه چوټۍ کې پرې څه وخورم. هغه وخت به د سکول نه بهر بې شمېره هټۍ وال ولاړ وو. د دوی چغې به د ماشومانو په شور کې ورکې شوې.
“ماما، د يوې پېسې چڼې، بابا ګنډېرۍ، کاکا يو پلېټ چهولې (مالګين نخود) ماقوتي، سوابيرې، سرې بيرې، لوکاټ، پتاسې، موم پلي او په شګو کې پخ شوي وږي چې په سرو مرچکو کې لړلې نارنج به يې ورباندې ومښلو.”
يو کاکا به پکې ټلۍ غږوله چې ټنګ ټنګ غږ به يې کوو نو ماشومانو به “ټنګ ټنګ واله” بللو. ده سره به “امچور” خرڅيدل. دا ټکيدلې وچه انار دانه وه چې لکه د يو وړوکي غر د ده لرګينې چابړۍ په منځ کې ايښې و. يوه د خاورو تيلو ډيوه او ورسره به د سيګرټو د تشو ډبليو پرې شوي ټوټې پرتې وې. يوه پېسه به دې ورکړه نو ده به د امچور لږه برخه رابېله کړه، د اوسپنې په يوې څمڅۍ کې به يې کيښوده او د ډيوې نه يوه لمبه يې ورنږدې کړه. د “شغ” د غږ سره به هغه امچور وسوځيدو، رنګ به يې بدل شو او په کاغذ به يې راته راکړو. تراوسه پوه نه يم چې په انار دانه کې څه ورګډ و خو مونږ به په خوند خوند خوړلو.
ماقوتي هغه فرني وه چې د خاورې په وړو وړو ډولګيو(لوټکو) کې به يې خرڅوله. د تک سپين فرني د پاسه به يې ژيړ يا سور رنګ يوه نښه کړې وه، د ټيم د يوې قاشوغې سره به مو هم هلته دا ډولګۍ تشه کړه. په تل کې د پلاسټکو وړوکې مارغه يا ګل ترينه تر لاسه کړو چې يوه خزانه به راته ښکاريده.
تر ټولو زيات خرڅيدونکې شی د ګوړې “ريوړۍ” وې چې د هر ماشوم خوښيدل. د ګوړې وړې وړې چکۍ په کونځلو کې لړلې وې او کرپ کرپ به يې کوو. ورسره به مو وريت کړې چڼې واخيستې او جيبونه به مو ډک وو.
د سکول هغه مخه او خوشبوي مې تر اوسه يادېږي. د ريوړۍ خوشبوي. . . . اوس مې هم څوک په غوږ کې کرپ کرپ کوي.
د خپريدو نيټه
۸ جون ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
Der kha. Allah de dera khushala ka. Za de shpaitha (60) kala wrostho bothlam che kala ba mung tha yawa paisa milaweda. Awo hagha ba mung tha der seez khkaraida. Kha khwarai wrazai wai