دا عکس په ۱۹۵۷ م کې د الجزاير په يو زندان کې اخيستل شوی دی چې نامتو مبارز محمد العربي بن مهيدي پکې ښکاري. د ده په پښو کې زولنې دي او فرانسوي جنرال په سترګو کې يې سترګې ښخې کړي او ورته ځېر دی.
بن مهيدي د خپلواکۍ د جنګ په شپږو مشرانو کې يو و چې په ۱۹۲۳ م کې د الکواهي په کلي کې وزېږېدو. دی په شپږو وروڼو خويندو کې ترټولو کشراو يو فرانسوي ښوونځی کې يو کال سبق ويلو نه وروستو بټنا ته يې ورواستاو. د ده ټبر “بيسکاره” ته کډه وکړه چې العربي هملته خپل د سکول تعليم خلاص کړو.
په ۱۹۳۹ م کې هغه د الجزاير د مسلمانانو په سکاوټ کې شامل شو او په لنډه موده کې د يوې ډلګۍ سربراه شو. د دویم نړیوال جنګ پر وخت دی د الجزاير د خلکو ګوند غړی شو او يوه مهمه دنده يې ور وسپارل شوه. په ۱۹۴۵ م کې د “ستيف” په سيمه کې فرانسوي پوځ بې شمېره بې ګناه خلک ووژل خو دا خبره يې پټه ساتلې وه.
العربي د يو پاڅون د لارې ګوريلایي او چریکي جنګ ته لاس واچوو او د مۍ په مياشت کې ونيول شو.
په ۱۵ مارچ ۱۹۴۶ م کې د الجزاير فرانسوي حکومت بنديانو ته عمومي بخښنه اعلان کړه او العربي هم د بند نه خوشې شو. خو د “ستيف” د پاڅون نه وروسته د خلکو په ګوند بنديز لګيدلی و. العربي او د ده ملګرو د جمهوريت او د خپلواکۍ لپاره يو غورځنګ پېل کړو چې د فرانسويانو په نظر يو غير قانوني کار و.
په ۱۹۵۰ م کې حکومت د مهيدي په غياب کې هغه محکمه کړو او د لسو کالو د بند سزا يې ورته اعلان کړو. د مبارزينو د ډلې نوروغړو او مهيدي د غورځنګ د مشر حاجي مثالي د تګلارې سره مخالفت پېدا کړو او په ۱۹۵۴ م کې يې د اتحاد اوعمل انقلابي تحريک په نوم يوه بېله ډله جوړه کړه.
د هغه کال په مۍ او جون کې دوی فيصله وکړه چې الجزاير به په پنځو برخو وويشي او هر يو مشربه پخپله سيمه کې د ازادۍ مبارزه کوي. بن مهيدي د پنځم زون “اوران” مشر و. په ۱۰ اکتوبرالعربي او پنځو نورومشرانو د ملي مبارزې جبهه او ملي ځواک په رسمي توګه تصويب کړو.
بيا د “باب العيد” سيمې په يو کورکې په ۱ نومبر ۱۹۵۴ م کې دوی د فرانسويانو پر ضد د وسله وال جنګ اعلان وکړو. هم دغه د الجزاير د ازادۍ د جنګ پیل و. په هغه ورځ د کاتوليک مسحيانو د “ټوسينټ روژ”ميله وه او فرانسويانو هم دغه نوم ورله ورکړو نوم ورکړو.
د جنګ نورمشران، ديدوش مراد، رباه بيتاط، کريم بن القاسم، محمد بودياف، مصطفی بن بولېد وو. درې نورغړي حسين عيت احمد، احمد بن بالله او محمد خضر په مصر کې وو. دا ټول “د نومبر اتلان” مشهورشول.
مهيدي په “اوران” کې د سختو مشکلاتو سره مخ شو چې يو خو هلته زلزله راغلې وه او بله د کومو وسلو لوظ چې ورسره د بهر نه شوی و، هغه ورته نه و رسيدلي. فرانسويانو د مبارزې غړي په لوی شمېر نيول سرونه به یې پرېکول. په ۱۹۵۶ م کې مبارزينو اعلان وکړو چې هر وخت د دوی د غورځنګ يو غړی غرغره شو نو دوی په چاوڼيو حملې کوي او په بدل کې به سل پوځيان وژني.
په ۱۹۵۶ م د سپتمبر په مياشت کې د سومام په قبايلي دره کې د مبارزينو يوه پټه غونډه وشوه چې ۲۰ ورځې روانه وه. فرانسويان خبر نه وو چې د دوی لوی شمېر مخالفين په يو ځای راټول وو. غونډې د دريو کسانو يوه کميټه جوړه کړه چې يو يې مهيدي، بل اباني رمضان او درېیم کريم بن القاسم وو. درې واړو ته د الجزاير د خپلواکۍ مبارزه وړاندې وړلو دنده وسپارل شوه. په ۱۹۵۶ م کې العربي د اوران سيمه عبد الحافظ بوزوف ته وسپارله او پخپله پلازمينې الجزيرې کې يې جنګ پېل کړو.
يو کال وروسته په ۲۳ فروري ۱۹۵۷ م کې د پوځ د پېراشوټ کنډک يوې ډلې د جنګ يو مخکښ بن خضه په لټون د فرانسويانو د يوې سيمې په اپارټمنټ د شپې چپاو وکړو خو هلته مهيدي يې ونيولو. د فرانسويانولپاره دا يو لوی بری و او په بله ورځ ورځپاڼو کې د هغه یو داسې عکس خپور شو چې په لاس يې ولچک او په پښو کې يې زولنې وي خو د مهيدي په څېره يوه اغيزناکه موسکا وه. د مبارزينو لپاره دا يو ګوزار و او نورغړي يې له الجزاير نورو ملکونو ته ووتل چې زياتو يې په تونس کې پناه واخيسته.
د فرانسی يو جنرال مارسيل پخپله د مهيدي نه پوښتنې ګرويږنې پېل کړې او د هغه شکنجه کېدو اجازه يې نه ورکوله. په دوو اوونيو کې هم هغه ترينه څه معلومات تر لاسه نکړل او مهيدي حوصله يې ماته نکړې شوه. د مارسيل زړه ورته نرم شو او د ده درناوی يې کاو خو د حکومتي چارواکو ورته نور صبر نشو کولی. د مهيدي نه د پوښتنو کار يې يو ” ميجرپال اوسي رېساس” ته وسپارلو او هغه سمدلاسه دی د الجزيره نه بل ځای ته ورواستاو. د العربي د وهلو ټکولو او شکنجه کول پېل شول خو هغه بيا هم ورته سر ټيټ نکړو. دی يې د الجزيره نه اتلس کلوميټر جنوب کې يو فارم ته يوړو او هم هلته يې ووژلو.
په ۶ مارچ ۱۹۵۷ م د فرانسوي پوځ د مطبوعاتي څانګې اعلان وکړ چې مهيدي ځان پخپله وژلی و. د دوی په بيان کې ویل شوي وو چې العربي خپل کميس نه ريتاړي وشلول، د هغې نه يې پړی جوړ کړو او ځان يې پخپله زندۍ کړو.
خو څومره چې د مهيدي د مرګ خبره خپرېده، ورسره د فرانسويانو دروغ هم په ډاګه کېدل. د يو جنرل د پوښتنې په ځواب کې وويل چې العربي په مړژواندي حالت کې د الجزيره ميلوټ روغتون ته يوړل شو چې هلته دوو فرانسوي ډاکټرانو د معاينې نه وروستو اعلان وکړوچې هغه مړ و. جنرال ژاک ماسوو وويل چې کله هغه روغتون ته وړل کېدو نو ساه پکې وه. د ده وينا دا وه چې العربي د شپې په يو برقي تار ځان له شاټ ورکړی و او روغتون ته د وړلو پر وخت هم ژوندی و.
د الجزاير يو وکيل علي بومنجيل وويل چې العربي ځان پخپله نه و وژلی او بايد پلټنې وشي. د زياتو خلکو غوښتنه دا وه چې العربي په وهلو ټکولو وژل شوی و. په ۱۹ مارچ ۱۹۶۲ م کې الجزاير د فرانسې نه خپلواکي واخيسته.
څلوېښت کاله وروسته، په ۲۰۰۰ م کې جنرال اوساريسيز دا خبره ومنله چې مهيدي د پوځ له خوا چارماري شوی و. ميجرراجرټرينکوا وويل، “تاسو ټول فکر کوئ چئ مونږ هغه په وهلو ټکولو ووژلو خو مونږ داسې نه دي کړي، مونږ هغه ته د ويشتلو نه وړاندې پوره پوځي درناوی(ګارډ اف آنر) ورکړو”. هغه ويل چې ما نه غوښتل ورباندې ډزې وکړم ځکه ما دغسې سړی پخوا چرې نه و ليدلی.
” ما د ده په شان سړی د فرانسې د صدر په توګه غوښتو.” اوس د ده هغه تاريخي عکس د الجزاير د شهيدانو په ميوزيم کې ايښې دی او په پلازمينې کې يو سړک د ده په نوم يادېږي.
د معلوماتو لپاره د الجزاير د ميوزيم او د انټرنيټ نه معلومات يو ځای شوي دي.
د خپريدو نيټه
۱۱ جون ۲۰۱۵ م
صفيه حليم