کامه د ننګرهارولسوالي ده چې پکې د کامې ټوله دره شامله ده. د علامه حبيبي وېنا ده چې په افغانستان کې د کا توری د اوبو لپاره کاريدو اوهم هغه وه چې د سيندونو شا و خوا کلي دا توری لری، لکه کامديش، کاپيسا، کابل او دغسې نور.
کامه د کونړ سيند سره اباده دره ده نو ښايي هم دغه کا د دې د نوم برخه شوه. د دې سيند نه درې ويالې راوتلي دي چې يوه د غره خوا ته، دوېمه منځ کې او درېمه پخپله د کونړ سيند ته څېرمه ده. د دې ويالو له کبله ښايي چې په افغانستان کې د اوبو د وېش “سربند” سسټم د لرغونو وختونو نه پکې رواج و چې اوس هم ځينو کليو کې کېږي. کله چې د سربند نغاره يې وډنګوله نو د زمکې په حساب به خلک ولاړل او د ويالو سر به يې بند کړو چې د اوبو مخه واړوي.
د کامې زمکې ډېرې ښيرازې او زيات وخت ګنی او وريژې پکې کرل کېږي. به يو کال کې درې او کله څلور ځلې هم زمکه کرل کېږي او حاصل ترې اخلي. د ګنو د زيات والي له کبله پکې ګاڼۍ ډېرې ګرځي او د دې ځای ګوړه د خپل خوږوالي له کبله مشهوره ده.
کامې يو وخت ډېر شنه ځنګلونه لرل او له دې سيمې تيرېدونکو باچاهانو به پکې ښکار کوو. د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د جنګونو له کبله دلته ډېرې ونې ووهل شوې خو اوس بېرته پکې هلې ځاې کېږي چې نيالګي کينوي.
کامه د ننګرهار مرکز جلال اباد د خيبردرې او د افغانستان نورو ښارونو سره نښلوي او د پښتونخوا د شبقدر سره نږدې دی. د کامې بازار نه وړاندې د کلا اخوند په نوم يوه پخوانی کلی دی. باچا خان (د خداي خدمت ګار د غورځنګ مشرعبد الغفار خان) دې سيمې ته پخپل سفر کې به د کلا اخوند په جومات کې ايساريدو. دلته به د هغه تود هرکلی کيدو او د ليرې ځايونو نه خلک د ده تقرير اوريدو ته کامې ته ورتلل.
هم دغسې سيد جمال الدين افغاني د کامې د شير گړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي لومړۍ زدکړې تر سره کړې وې.
د کامې مرکز سنګر سراې کلي دی چې يو لوی سرپټ بازار پکې جوړ و. د دی په هټيو کې به هر ډول توکي خرڅيدل خو اوس بازار وران شوی دی.
د يويشتمې ميلادي پېړۍ له بېل راهيسې په کامه کې څو نوي سړکونه جوړ شوي دي. دلته د ولسوالۍ يو روغتون او د ملګرو ملتو په ملاتړ څو ښوونځي هم کار کوي. کامه اوس د کرکټ د لوبو ميدان لري چې يوځايي تجار په خپل لګښت جوړ کړی دی.
د کامې زيات اوسېدونکي يې پښتانه او د مومند قام نه دي چې د غره او د کوزې مومندانو په نوم يادېږي. په ۲۰۱۲ م کې دلته يو لک ۸۰ زره خلک اوسيدل.
معلومات د کامې اوسيدونکې ډاکټر قسيم ابراهيمي او د انټرنيټ له پاڼو اخيستل شوي دي.
د خپريدو نيټه
۱۵ جون ۲۰۱۵ م
صفيه حليم