په فيسبوک کې مې ځان څه داخل کړو چې ځان ته مې غم واخيستو.
د نومونو يوه لړۍ وه چې پکې “زما ملګری شه يا زه دې ملګری يم” ليکلي وو. تر څو مې ځان پوهيولو، د لايک (خوښي) شمېره سلو ته ورسېده. د خپلې ويبپاڼې د هر مضمون شريکولو سره ناڅاپه لکه د پېريانو ۱۵۰ کسان يې لايک کړي، نه پوهېږم چې څنګه؟ زما په اند دومره وخت کې څوک د مضمون سرليک هم نشي لوستلی.
په نورو فيسبوکيانو مې پېښه وکړه چې دوی په څه اخته وو. يو چا د خپل پلار د مړي خبر ورکړې و، ديارلسو کسانو “لايک” کړی و. زه حيرانه شوم چې د دوی مړې خوښ و او که د هغه د مړينې خبر؟
يو ځوان ميلمستيا کې په دروند ميلمه ( رشوت خور سياسي مشر) لاس اچولی خاندي، د سلو نه زياتو خلکو لايک کړی و، ځکه دا هم د چاپلوسي يوه لاره وه. د پوليسو يو مشر چې د ميلیونونو ډالرو د رشوت په توراو په بدنامۍ له کاره شړل شوی و، ډيرې په بې شرمۍ د انساني حقوقو يو مضمون لوستلو ته خلک رابللي دي. مضمون په انګريزي ژبې کې د امريکا يو استاد ليکلې دی. شلو کسانو لايک کړی و او زه تر اوسه پوهه نه يم چې ستاينه د ليکوال ده او که د پوليسو د مشر؟
په کابل کې د بم د چودنې خبر ۳۰۰ کسانو لايک کړی و، ګوته په خله ورته ګورم. دا پېښه د خلکو خوښه وه او که نا په دې کې د مړو ژوبلو خبر د لايک وړ و؟ او که دا د ژورناليسټ ستاينه وه؟
عجيبه يې هغه ښځه خاوند دي چې په فيسبوک يې خپل يو شريک عکس پخپله لايک کړی و. د زړو سندرو شوقيانو لايک، پخوانيو عکسونو سره نوي تبصرې، لايک، د ټولنې اصلاح،لايک، سياسي خبرې او سياست دانانو پورې ملنډې هرڅه لايک وو.
خو فيسبوک د بې غورۍ نړۍ ده. يوه ورځ يو کس درته لايک ليکي او ستاينه دې کوي او په بله کې داسې ورک شي چې نه موندل کېږي.
د خپل دفتر يو مشر مې پکې پېدا کړو چې د لايک شميره يې سوونو ته رسيده. په تبصرو کې ښه چاپلوسي او خوشامندې وې. يوه ورځ يې خپل د دفتر شناختي کارټ تصوير پکې واچوو چې مانا، لاړم. څو ورځې وروسته مې پرې پېښه وکړه نو د ده په پوسټ د ګوتو په شمېر خلکو لايک کړي وو او يوه تبصره هم نه وه، د عبرت مقام و.
که څوک په دې غم اخته شي چې خلک زما پاڼه ولې نه “لايک” کوي، نو ژور خفګان ورته پېدا شي. ځينو په زوره خلک رابللي وي چې لايک کړئ او هغه ديني پېغامونه چې که لايک دې نه کړو، ګناهګاريږې. داسې تبصرې مې هم ولوستلې چې د سپکاوي په قانون کې ليکوال نيول کيدېشي خو کوربه ورته لايک ليکلي وو. ځينو خپل شعارونه په ډانګ پئيلي ليکلي چې د خوځای پکې نه وي. مانا يا يې لايک کړه او يا دې وژنم.
نور بيا داسې دي چې که تا د هغه پاڼه لايک کړه نو هغه به هم ستا پاڼه لايک کړي. د يوې ملګرې لور رانه خفه شوه چې زه د هغې پاڼه نه ګورم. ورته مې وويل چې هلته هم هغه زړې ټوکې او کارټون ګورم چې نورو خلکو سره يې شريک کړې وي. هدف مې دا و چې هغه د ځان نه څه وليکي، خو راته يې وويل، بس ته لايک کوه چې زما ملګري زيات ښکاره شي. عجيبه زمانه شوه چې د لايک شميرې د يو انسان د شهرت سبب ګرځيدلي دي. خو يوه خبره ده چې فيسبوک کې لوستونکي لږ او ليکونکي زيات دي.
د خپريدو نيټه
۱۶ جولاي ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
Der kha. Ma tha cha waiyle woo che Facebook join ka zaka che da yo ilmee mehfal dai. Kho thar nana maa pa dai kai sa ilm onalida. Har sarai khpala dangaee. Bazai khalaq kho pa kai domra spka khula khawazai che da lostalo na wee kho bia hum hagha bai-shmaira khalko like karai wee. Zama andaza da da che bazai khalaq kho pa post bandai tabsira okee (che hagha pa shmair ke kam wee) ao baqi khalak ye like kee che bainawa lar na shee. Kho da mazai khabara da da che bia hum za Facebook nasham prakhodai zaka che hamaish da yo kas neem pa thama yum che da haghwee post ba rashee.
Facebook, where time is wasted, and waist is increased 🙂