د بزکشۍ اسونه

buzkashi
د ۲۰۰۵ م په سپرلې کې د بي بي سي له خوا په شبرغان ولايت کې د ژورناليزم يو کورس لپاره ايسار وو. زمونږ کوربه راته بلنه راکړه چې د بزکشۍ اسونه وګورو.
د شبرغان په شمال کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ ۲۵ کلوميټرليرې وه. په يو جيپ کې د شنو ميدانونو نه تېر او د پوخ سړک نه وراخوا يوې کچه لارې ته تاو شو. له ليرې مو د اسونو رمې وليدې چې يوه ډېره ښکلې ننداره يې وړاندې کوله. ما غوښتل چې ژر اسونو ته ورنږدې شم او په سر ورته لاس راکاږم. خو په هغه ميدان کې اوربشي کرل شوي وو. مونږ چې پکې روان شو نو مياشي او مچان راوالوتل او د وړاندې تلو پرځای هم هلته ودرېدو.
د هر يو اس خپل نوم و چې د ساتونکو له خوا ورته د شناخت لپاره ورکړل شوي وو. يو پکې کوکا کولا نومېدو، بل چې رنګ يې لکه د غنمو او ډېرې ښکلې سترګې يې لرلې عاليشان و.
د بزکشۍ لوبه د ترکمن مغل خلکو له خوا پېل شوې وه چې د ۱۰ او ۱۵ ميلادي پېړيو تر منځ يې دود وموندلو. اوس دا د افغانستان ملي لوبه ده خو د دې نه علاوه د مرکزي ايشيا په نورو ملکونو لکه ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان کې هم کېږي.
پخوا دې لوبې کې به د وهلو ټکولو او د بلې غاړې د اس د ټپي کولو کارهم کېدو. چپ انداز هغه لوبغاړی وي چې اوزه (بيزه) د ميدان په منځ کې جوړې شوې دايرې ته وړي. د دې لوبي ځينې اصول څو کاله وړاندې وټاکل شول چې دا د متمدنې نړۍ لپاره د منلو شي.
د بزکشۍ اسونه ډېرلوی او درانه وي. د نورو اسونو په پرتله دوی د ځغاستې او د ناببره تاوېدو او د اسونو په منځ کې د خپل سواره د ويستلو لپاره روزل کېږي. په اصل کې د اسونو توان په اوربشو جوړېږي او هم دغه يې خواړه دي نو د شبرغان اسونه هم هلته ځای پر ځای خپل خواړه خوړل. نږدې ورته ساتونکو د اوبو يو پوره ټانکر ودرولی و چې اسونه تږي نشي.
د بز کشۍ د اسونو خاوندان زيات وخت شتمن خلک وي چې د دوی د تاوان لګښت پوره کولی شي. ګټونکې اس د هغه لپاره د وياړ نښه وي نو ځکه څو کسان د دوی په خدمت بوخت وي. د اس کورۍ (پښه) په ځانګړی توګه پاک ساتل کېږي، د دې لينګو ته مالش ورکوي او د پوټکي زخم ته ډېر پام کوي چې مايکروب نشي.
دا لوبه زيات وخت په سپرلي کې وي او اوړي کې اسونه په ميدانونو کې ارام کوي.

horse (2)
د خپريدو نيټه
۲۰ جولاي ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *