حماس

hamas
د اسلامي مقاومت غورځنګ، په عربي کې “حركة المقاومة إلاسلامية” مخفف حماس دی.
په ۱۹۸۷ م کې د اسرايل په ضد، د فلسطين په لومړي پاڅون (انتفاده) کې د مصر د اخوان المسلمون يوې وړې څانګې دا نوم خپل کړو چې ځينې مشران يې په کويټ، اردن او نورو ملکونو کې وو.
د فلسطين د خپلواکۍ لپاره پخوانی غورځنګ “الفتح” چې مشر يې ياسرعرفات و، تر ډيرې مودې د پوځي مبارزې نه وروستو، سياسي دريځ خپل کړو. هم د دوی په هلو ځلو په غزې او لوېديځو غاړو فلسطينيانو ته څه نا څه خپلواکي ورکړې شوې وه. خو حماس په نيابتي توګه د الفتح سره مخالفت لري.
حماس خپله کړنلاره په ۱۹۸۸ م کې جوړه کړه چې هدف يې فلسطين د اسرايل له واکه خلاصول او هلته يو اسلامي مملکت جوړول وو. په ۱۹۹۱ م کې په کويټ د عراق له حملې وروستو ځينې مشران يې اردن، سوريه او قطر ته لاړل. په هغه کال حماس خپله پوځي څانګه جوړه کړه چې د سوريې د يومبارز “عزالدين القسام” نوم يې ورته ورکړو.
داسې شواهد شته چې حماس د ۱۹۹۰ په لسيزه کې هغه فلسېطينان په لوی لاس ووژل چې د اسرايلو سره يې لاس کوو. د دوی يوه ويډيو ښايي چې خلک به يې وتښتول، تر هغې يې شکنجه کول چې ځان ملامت ومني او بيا به يې ووژل.
په ۱۹۹۲ م کې د اسرايل د سرحدي پوليس يو غړی ووژل شو نو د حماس او د اسلامي جهاد ۴۱۵ مشران يې له خپلې خاورې لبنان ته وشړل. په دې کار نړیوال غبرګون څرګند شو او ملګرو ملتو د اسرايل خلاف يوه پرېکړه ليک ومنلو.
په ۱۹۹۳ م کې د اوسلو د تړون تر مخې، فلسطيانو ته په اسرايل کې دننه خپلواکي ورکړل شوه چې د غزه او د لويديحې غاړې سيمه پخپله اداره کړي. په دې تړون کې د هر ډول تشدد د بندولو پرېکړه شوې وه چې حماس هم ورسره رضايت وښودلو. خو د دوی القسام ډلې به په اسرايل کې دننه ځانمرګي بريدونه کول. په ۱۹۹۴ م کې د الخليل په يو جومات کې ۳۰ لمونځ ګوزار د يو يهود بارخ ګولډ شټاين له خوا ووژل شول نو د “القسام” په بريدونو کې نور زور پېدا شو. د فلسطين مشر، ياسرعرفات په دې معامله کې حمله کوونکو ته څه سزا ورنکړه. ځينې وايي چې فلسطيني حکومت دا ځانمرګي بريدونه ودرولی شول خو ویې نکړل. د ۱۹۹۳ م نه تر ۲۰۰۶ م پورې دوی د ځانمرګي بريدونو سره سره په اسرايل د راکټ او د بمونو حملې هم کولې. د اسرايل، اروپایي اتحاديې، امريکې، اردن، مصر،جاپان او کاناډا حماس يو ترهګره ډله اعلان کړې ده. خو ډېرو نورو ملکونو لکه روس او ايران له خوا دوی د خپلواکۍ مبارزين دي.
حماس د الفتح سره نظرياتي اختلاف لري او څو وارې يې ورسره شخړې پيدا شوې دي. دوی د ۲۰۰۶ م په انتخاباتو کې اکثريت ووټ تر لاسه کړل او د فتح سياسي ګوند ته يې ماتې ورکړه. د ۲۰۰۷ م راهيسې حماس په غزې کې حکومت کوي.
په ۲۰۰۹ م کې د دې ګوند سياسي مشر خالد مشعل ويل چې د ۱۹۶۷ م د ملګرو ملتونو د قرارداد پر اساس چې کوم سرحدونه ټاکل شوي وو، هغه منلو ته تيار دي. خو شرط يې دا کېښودو چې د فلسطين مهاجر به ختيځ القدس (يروشلم) کې خپلو هغو زمکو ته بېرته لاړ شي چې اوس اسرايل نيولي دي. خو د حماس نايب موسا محمد ابو مرزوق وويل چې دوی اسرايل نه مني او بايد دا ليکه دې پاتې وي.
په مارچ ۲۰۰۷ م کې د حماس له خوا د ملي پخلاينې حکومت چې مشر يې وزير اعظم اسمعيل هنیه و، د اقتصادي رغونې هلې ځلې وکړې خو شخړه رامنځ ته شوه او په ۲۰۰۷ م کې يو وارې بيا په غزې کې جنګ پیل شو. له هغه راهيسې غزه د حماس په پوځي کنټرول کې ده. د دې حکومتي چارواکي په لوېديځه غاړه د خپلو عهدو نه ويستل شوي دي. مصر او اسرايل په غزې اقتصادي بنديز لګولې دی. د هغوی دليل دا دی چې د الفتح ځواکونه نور په دې سيمه کې لاس نه لري.
په ۲۰۰۸ م کې د مصر په منځګړتوب حماس په اسرايل راکټ ويشتل بند کړل. د څلورو مياشتو د امن نه وروستو اسرايل د حماس له خوا د يوې تښتونې پلان د شنډولو لپاره جنګ پېل کړو او ویې ويل چې هلته حماس ټونلونه کيندلي دي او د حماس اووه جنګيالي يې ووژل. په بدل کې حماس بيا راکټ وويشتل، هم هغه کال ډسمبر کې اسرايل په غزې حمله وکړه او جنوري کې يې پوځ وويستلو.
په ۲۰۰۹ م کې بيا جنګ وشو او اسرايل هم هغسې اقتصادي بنديز لګولی دی. په مۍ ۲۰۱۱ م کې فتح او حماس د يو بل سره روغه وکړه او د ۲۰۱۲ م د انتخاباتو نه وړاندې يې يو ګډ سرپرست حکومت جوړ کړو. محمود عباس ورته دا شرط کېښودو چې حماس به وسلوال جنګ نه کوي. خالد مشعل ورسره دا شرط ومنلو. خو په بل کال اوړي کې بيا جنګ پیل شو او له هغه راهيسې دا کار روان دی. د وروستي جنګ سبب د حماس له خوا د دريو اسرايلي ځوانانو تښتونه او وژنه وه.
حماس په رسمي توګه اوس په يو ملک کې هم خپل دفتر نه لري خو مشران يې فعاليت کوي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۳ اګست ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *