په ۲۰۰۵ م اوړي کې د وردګو يوې درې نه تېرېدو چې ليرې د خاورو د رنګ په يوې غونډۍ کې د کلا نښې ښکاره شوې. د هغه ځای اوسيدونکي يو همکار راته وويل چې دا “چهل دختران” نومېږي.
د ځايي خلکو له خولې يوه کيسه يې وکړه چې يو وخت جنګ و. افغانستان په يوې پېړۍ کې هم بې له جنګه نه دی پاتې شوی. د سيمې خلکو د دښمن مقابله وکړه خو په ويره وو چې که ماتې يې وخوړه نو ځوانې جينکۍ به يې بې پته شي. د دې لپاره ټولې يې هغې کلا ته ورواستولې چې له زمکې ډېره لوړه وه. وايي چې کله دښمن بريالی شو نو هغو جينکو چې شمېره يې څلويښت وه، د کلا نه ځانونه ښکته وغورځول. د دې کيسې يوه بله بڼه داسې ده چې څلويښت جينکۍ د جنګ پر وخت غر ته وختلې او تر وروستي دمه يې جنګ کوو او اخر ووژل شوې نو وروسته پرې خلکو زيارت جوړ کړو.
خو د افغانستان په نورو ښارونو کې هم د چهل دختران په نوم ځايونه شته چې تر اوسه ورباندې چا سمې پلټنې نه دي کړي. د کابل نه شل کلوميټر په فاصله او د چهاراسياب درې کلوميټر جنوب لوېديځ کې د چهل دختران کلی دی. د هرات د انترکلا په جنوب کې يو غر او هم په دې ښار کې د شاه شهيد نه درې کلوميټر ليرې سيمه چهل دختران نومېږي.
د کندهار د شوراوک د ولسوالۍ يو زيارت ته خلک چهل دختران وايي. همدغسې په اروزګان کې د جنګ پر وخت جينکۍ ششیرغر ته وختلې او ځانونه یې لاندې راګوزار کړل. ځينې وايي چې دا پېښه د امير عبد الرحمان پر وخت شوې وه. له دې کبله د ششیر د غره نوم، چهل دختران شو.
د افغانستان په شمال کې هم څو ځايونه شته چې په کندوز کې د پيچومې د ډکې تپې کلا د چهل دختران په نوم شهرت لري. په غور بند کې هم يوه سيمه چهل دختران نومېږي.
په ميمنه کې د دره بلده د بلچراغ نه اته کلوميټر جنوب کې د چهل دختران په نوم کلی شته.
د دغې لیکنې د موادو په ژباړې او راټولولو کې د جعفر هاند د مرستې نه مننه
د خپريدو نيټه
۲۴ اګست ۲۰۱۵ م
صفيه حليم