د ۲۰۱۵ م د مې په مياشت کې ټيکسلا ليدو ته ورغلم. د دغه ځای ميوزيم مې ۳۰ کاله پخوا ليدلې و چې پکې د ګندهارا تمدن د هرې دورې توکي اېښي وو. يوه ځانګړې وړه کوټه د سکو او د زيوراتو لپاره وه چې پخوا هر چا ليدلې شوه خو اوس بنده وه. د ميوزيم يو کارکوونکي نه مو خواست وکړو او هغه دا راته پرانسته. په ليدو مې زړه بد شو ځکه د سکو المارۍ هغسې نه وې ډکې لکه چې پخوا مو ليدل. د دې کوټې يوه ځانګړتيا دا وه چې يوې المارۍ کې هغه د سرو زرو ګاڼې په سپينې ساړۍ کې يوې مجسمې ته اغوستل شوي وو چې ټول د ټيکسلا د يو معبد نه رابرسيره شوي وو. اوس هلته يوه بدرنګه پلاسټيکې ګوډۍ نه يې دوه ميټر شين څادر تاو کړې او د پېتلو کالي يې ورته اغوستي وو. دلته د عکس اخيستو اجازه نه وه خو يو کس ته مو څو روپۍ په لاس کيښودې نو غلې شو.
د پخوانيو سټوپو ليدو نه وروسته يو ځای دمې ته کيناستو نو زمونږ لار ښود راته يوه سکه وښودله. د مخې سره مې وپيژندله چې د کنشکا سکه وه. د هغه نه مې پوښتنه وکړه نو راته يې ووېيل چې په دې کنډوالو کې چې کوم خلک واښه کوي يا اوزې څروي نو يوه نيمه سکه پېدا کړي. نورې پوښتنې مې ترې وکړې چې ولې يې موندل شوې سکې ميوزيم ته ورنکړل نو وې ويل چې دا خو د هغه حق واو د خداې پاک په زمکه يې موندلي وو. تر دولسمه د سبق نه وروسته هغه د خپل پلار په ملازمت ناست و. مالا دا سوچونه کول چې سرکاري ملازمت څنګه لکه د نوابۍ يا باچاهۍ موروثي کيدې شي چې يو بل ځوان راپېدا شو. هغه سره نورې سکې وې چې د دې سيمې د دوو زرو کالو تاريخ يې راته په يوې يوې سکې کې راکوو. د يونان باختري، کوشاني، يفتلي،ساساني او د هندو شاهي دورې سکې وې. معلومات يې دقيق وو خو له دې خبر نه و چې کومه دوره څه وخت وه. يوه نقريي سکه يې بيا بيا راته وړاندې کوله چې يوناني ليکنه پرې کنده شوې وه. ما ټولې سکې وليدلې چې د هر يو بيه د زرو روپو نه واخلې تر لسو زرو پورې يې وئيله. زړه مې و چې ټولې ترې واخلم خو په دغسې سودا ګانو کې درې ستونزې وي
يوه دا چې معلومه نه وي هغه سکې اصل وې او که نا چا پخپل کور کې جوړې کړې وې. په سوات کې ځينې خلک د يونان بدل سکې په دومره مهارت جوړوي چې يواځې ماهر لرغون پوهه يې شناخت کولې شي.
دويمه دا چې کله نا کله د ميوزيم کار کوونکي پخپله د الماريو نه اصل سکې غلا کړي او په سېلانيانو يا په هغو خلکو يې خرڅوي چې بهر ملکونو ته يې وړي.
څو کاله وړاندې د اسلام اباد په هواي ډګر د يو سړي له سامان دوه زره لرغوني توکي ونيول شول چې چين کاشغر ته روان و. په دې کې ۱۶ د سرو زرو نايابه سکې وې چې د لرغونو توکو ماهرانو يې تصديق وکړو. په دوی کې د کشان، هندو شاهي، ساساني، اسلامي او د مغلو د دورې توکي شامل وو. هغه سړي سره د سکو شميره دوه زره وه- ورسره ۱۱۰ د غشو اوسپنې سرونه، اوزار، د مسو زنګولې، مهرونه،ګوتې او د قيمتي تيږو جوړ شئيان وو.
د سرو زرو سکې دېرې لږ موندل کېږي او يو کس وايي چې څو کاله د مخ هغوی په ټيکسلا کې ۲۰۰ د مسو سکې وموندلې چې يوه پکې د سرو زرو وه.
په کشان سکو کې يواځې د وسودېوا باچا په سکه ( ۲۵۰ م) د هغه څېره او بل اړخ ته د شيوا اسطوره جوړه ده. د هغه سړي سره ۵۵۰ نقريي سکې د هندو يوناني او ۴۵۰ د کشان دورې وې.
د دې نه وړاندې کسټم په ۰۱۳ م کي د کوشان دورې ۲۰ نايابه د سرو زرو سکې د يو مسافر نه ونيولې چې تهاي لينډ ته روان و. هم هغه کال تهايلينډ ته تلونکي يو بل مسافر نه يې د ګندهارا ۲۰ د سرو زرو سکې وموندلې.
زما لپاره دا يوه ستونزه وه چې که سکې مې د هغوی نه واخستې نو مانا دا چې هغوی به لا په ډاډه زړه ممکن نورې سکې راوباسي. که نه يې اخلم نو ممکن بل چا لاس ته ورشي او هغه يې د ملک نه بهر وباسي. اخر مې د کنشکا يوه سکه په دې نيت واخيسته چې دا به د پېښور پوهنتون د ميوزيم ته ډالۍ کړم. که اصل و نو ژغورلې به مې وي او که بدل و نو هم پرواه نشته ځکه يوهنر مند پرې خپله ډوډۍ ګټلې وي. خو څوک چې ځان له دوډۍ نشي پېدا کولې هغه نورانسانان دې نړۍ ته د راوړونه وړاندې سوچ کوي؟
د خپريدو نيټه
۸ ستمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم