په ۱۹۸۰ م کې د چا انګريز په کور کې ډوډۍ خوړل راته يو غم و. د تور مرچ نه علاوه بل څه به يې نه لرل چې د ډوډۍ خوند يې پرې زيات کړې وای. سره له دی چې په اطالوي خواړو کې اوږه، ريحان(بېزل) او دغسې نور خوشبوي لرونکي بوټي د خوند زياتولو لپاره کاريدل خو اروپاي ډوډۍ دا توکي هم نه لرل. د څو ملګرو په پخلنځي کې د هغوی د ډوډۍ پخولو سېل مې وکړو چې د غوښې يوه ټوټه يا پوره چرګ په داش کې کيښوده، ورسره آلوګان به يې کيښودل، مټر، ګازرې او نوره سبزي به يې وويشوله.
د اوولسمې پېړۍ په نيمايي کې، اروپايي تجارانو د هند په جنوب کې تامل خلکو نه د “کړي” نوم واوريدو چې د لاوڼ (بوړيا کتغ) لپاره کاروي. هره اوبړينه مساله داره سبزي ترکاري دال يا غوښه، کړي نوميدله. دوی به څو مسالې ورګډې کړې او هغه ته به يې کړي پوډ (د کړي پوډر) وئيل. انګريزانو د “ړ” غږ نشو تلفظ کولې نو دا يې په “ر” واړوو. له هغې وروسته هرخواړه چې مساله يې لرله، د “کري” په نوم ياديده او په دې کې هندي، پاکستاني، بنګالي، کشميري او د ايشيا هر خواړه کري شول.
د شلمې پېړۍ په سرکې د هند لوی وچې نه کډوالو د ځان سره، کورکمن، زيره، سورمرچ، وچه دڼيه او لاچي- لونګ انګلستان ته وړل چې خپلو خواړو ته به يې ورباندې خونده ورکاو. د هند هغه بوټې چې پاڼې يې خوشبوي لري او “کړي پته” نومېږي، د دغو مسالو يوه برخه وه.
بيا واړه واړه ريستورانونه هم دغو خلکو له خوا جوړ شول. د هندوانو په کتغ کې به سابه او نوره ترکاري او دال د سپينو وريژو يا چپاتي سره خرڅيدل او مسلمانانو به د چرګ يا د مهي غوښه د تناره د ګرمې ډوډۍ يا د پلاو سره ورکول. هم دغه ځايونو ته به يې “کري هاوس” وئيل.
د کړي تورې د ايشيا په ټولو ملکونو کې يو نا يو شکل کې د خواړو سره تړاو لري. په پښتو کې کړي، زيړې شوملې هم بلل کېږي.
اوس په نړۍ کې ۳۸۱ داسې توکي ( مسالې او بوټي) پېژندل شوي دي چې خواړو کې د خوند لپاره کارېږي. په دوی کې ۲۰۰ توکي په هندي خواړو کې خلک کاروي. خو دوی د هرې مسالې خپله اندازه او د يو بل سره د ګډون نه خبر وي. ځينې مسالې په دالو کې، ځينې په ترکاري او نور د مهي يا غوښې لپاره وي. په برطانيې کې اوس د هر انګريز په پخلنځي کې څو مسالې ارو مرو وي او زيات يې د دوی له نومونو اوس خبر شوي دي. د يويشتمې پېړۍ په پېل کې د برطانيې يوې سروې وښودله چې د دې ځاې د اوسيدونکو د خوښې خواړه “کري” دي.
د خپريدو نيټه
۱۶ ستمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
pe Brazilk ye Curry liki aw Cuhi ye talafuz kawee che ywa khushbudaara masaala da. Indian Curry hum werta wayee.