لرغوني نومونه

bimaro
د وردگو پرلاره ” توپ دره” ده. په اړه يې عام باور دا دی چې دلته د انگریزانو د وخت يو” توپ” پروت و ځکه په دې نوم يادېږي. خو په حقيقت کې توپ يا سټوپا هغه گول جوړښت وي چې د بودا يو تبرک به پکې پروت و. په دی دره کی يو وخت بې شمېره بودایي ” سټوپې” جوړې وې.
هم دغه سيمه کې ” گنډه کول” هم و چې د افغانستان يو امير پخپلې خوښې، “گلدره” کړه ځکه فکر يې وکړو چې ” گنده” ښه نوم نه دی. خو په اصل کی “گنډه کول” د سانسکرت “کندکولا” دی چې خوشبویي يا د عطرو ښار ته وایي. هم دا د کند توری، کندهار او گندهارا، نومونه هم جوړوي.
په وردگو کی يو غر” الاکو” په نوم دی. يوکس چې لوړې زدکړې يې هم کړې وې، راته وويل چې دلته ” هلاکو خان راغلی و او ډېر خلک يې وژلي و. ” الاکو” هم د سانسکرت توری دی چې د غره تر ټولو لوړې څوکې ته وایي. ( رشيد)
تاسو په افغانستان کی هر ځای داسې نومونو سره مخ کېږئ چې خلک ورته په اوسنۍ ژبې مانا راباسي. بيا په اوسنۍ املا چې وليکي نو مانا يې بدله شي. په ننگرهار کی” نندره” کله مندره او کله مومند دره شي، بار اباد ته بحر اباد ،” بېسود کله بهسود اوکله بيهسودو په نوم ليکي. داسی ښکاري چې هډه به هم ډير ژر ” اډه ” شي.
ځينې اوسني نومونه د درېيمې ميلادي پېړۍ د هينايانه بودایي وختونو کې کارېدل. د باګرام سره نږدې “شتاويراکه” د هينايانه راهبانو نوم و چې وروسته شوترک شو او اوسني خلک يې شتر( اوښ) سره تړي. د غور د اهنګران توری د ” آره هنت” نه راوتلی دی چې د دروېش يا د نيک سړي لپاره کارېدونکی لقب و. “ارهنته نام” مانه هغه ځای چې سادوان يا دروېشان پکې اوسېدل.
په آهنګرانو کې اوس هم د بودایي دورې توکي موندل کېږي او د دې د کلا ديوالونه لا پاتې دي. هم دغسې سمنګان د “سرامانه ګرامه”، د طالب يا دين ته نوي ورغلي شاګرد د اوسېدو ځای ته وايي. هغه ټول پخواني نومونه د فارسي تر اغيز لاندې راغلل او هم هغسې ورله نوې مانا هم جوړه شوه.
تر ټولو په زړه پورې د کابل بيمارو غونډۍ ده چې په نولسمې ميلادي پېړۍ کې خلکو بي بي مهرو کړو. د دې سره تړلې د دوو مئينو کيسه د انګريز پر ضد د جنګ يو ښه افسانه وه. خو د دې نوم د وضاحت نه وړاندې په ختيځ ولايت ننګرهار کې به د بيمارو غونډۍ ته پام وکړو. که په کابل کې يوه بي بي مهرو وه نو په ننګرهار کې څه وو؟
په “بيمارو يا بيماران” غونډۍ د دويمې ميلادي پيړۍ، د بودایي تبرکاتو يوه جعبه وموندل شوه چې اوس په برټش ميوزيم کی ايښې ده. دا سيمه د تورغر په لمنه کی د درونټې په ميدان کی ده او يو وخت پکی بند بيماران هم جوړ و. اوس پوښتنه دا ده چې بيمارو يا بيماران څه مانا؟ ښایي سمدلاسه به ووایئ چې ” ناروغان” او نور به دا معلومات ورکړي چې يو وخت به يې بيماران هغې غونډۍ ته د درملنې لپاره وړل.
خو په سانسکرت کې “بيمارو” د دوو تورو “بهيم ” او”ارو” مرکب دی. بهيم د پينځو پانډوانو يو ورور و چې په هندي ميتالوجي کی يې افغانستان ته د تلو ذکرشوی دی. د اسمایي د غره يوه تيږه د دوی له خوا د راوړلو او د پنجشير سيند پر غاړه د اېښودو روايت هم شته.
په افغانستان کې اوس هم ډېر نومونه داسې دي چې که ژبپوهان يې لږ پلټنې وکړي نو اصل سرچېنه یې موندل کېدی شي.
مننه
د سانسکرت نومونو په مفهوم کې د اچلا شرما او د استاد رشيد له معلوماتو کار اخيستل شوی دی.
د خپريدو نيټه
۲ اکتوبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *