حساب

soach
د ژوند هره يوه ورځ په حساب دی.
په ورځ کې هر کار په حساب، خوب په حساب- ډوډۍ په حساب، کار روزګار په حساب، خبرې په حساب، غم او خوشالي په حساب او خلک په حساب.
خو د سوچونو حساب نشته. دا هر وخت او هر ځای زمونږ په دماغو کې ګرځي راګرځي. کله ډېر د سوچ کوشش وکی خو نه شې کولې.
کله ناببره ډېر سوچونه ستا د دماغو واګې ونيسي او لکه د کاواکه اس يې ځغلوي. د اوړي د غرمې نه دې د سمندر يخې هوا ته وباسي. يا د ژمې د باران نه دې د سپرلي غېږ ته ورټېله کړي.
د ځينو خلکو سوچ يوه نه ختميدونکې انديښنه وي چې ځان ترې نشي خلاصولې. خو نورو ته يوه هيله او آرزو ورکوي.
په سوچونو د هيچا اختيار نشته نو ځکه خو يې حساب نشته-
۵ جون ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

4 Comments

Add a Comment
  1. منم.. خو د مور مینې او د خپلې مور دغټ غټ لاسونو باندې پخ شوې پراټو هم حساب نشته

  2. Deliberate and Intentional WRONG thinking is very much Accountable & Answerable!

  3. ډیره ښایسته لیکنه مو کړې .زه ددې زیاتره کیسې لولم ډیرې خوندورې او په زړه پورې لیکنې دي.

  4. sial zaib ( babo khan )

    ډېر په زړۀ تارېخي معلومات دي او ډېرې خوندؤرې کېسي دي په ژوند او په قلم مو برکت شه خور جانې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *