راني ګټ

Ranigat
د صوابۍ ښار نه ۲۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې د نوګرام کلي سره نږدې د راني ګټ غونډۍ ده. د ځايي خلکو کيسه ده چې په هغې غونډۍ يوه راڼۍ اوسېده او هرماښام به د شاوخوا سيمې د نندارې لپاره په هغه ګټ کيناسته چې د غر په جنوبي څنډې ولاړه (لکه) ده. د زمکې نه ۶۰۰ ميټر لوړه دا غونډۍ په بونير ضلع کې شامله ده او د بره تلو لپاره اوس ورته د ۵۰۰ نه زياتې پوڼۍ ورختلي دي.
د ۱۹ ميلادي پېړۍ په پای کې نامتو لرغونپوه اليګزانډر کننګهم په لومړي ځل دا کنډوالې وليدې چې تراوسه د دې سيمې ترټولو لوی عبادت ځای ګڼل کېږي. ورپسې کلونو کې د نړۍ ډېر لرغونپوهان دلته ورغلل او ليکنې يې پرې وکړې. په ۱۹۶۰ م کې د جاپان د کيوټو پوهنتون يوې ډلې د حکومت سره په ګډه دلته کيندنې او پلټنې پېل کړې چې په دريو مرحلو کې شا و خوا ۲۰ کاله روانې وې.
د راني ګټ ودانۍ په ۳۰۰ ميټر ختيځ لوېديځ او ۹۰۰ ميټر شمال جنوب کې جوړې او په څلورو برخو ويشل شوي دي چې د لومړيو دريو نه چاپېره د تيږو يو اووه ميټر لوړ دېوال راتاو دی. جنوبي برخه د غونډۍ په ټيټه سطحه ده. ختيځه برخه چې ۴۰ او ۴۵ ميټر کې ده، تر ټولو لوی او سمې ودانۍ پکې په سترګو کېږي. دلته يوه لويه سټوپا او چاپېره ترې د نذر ۵۰ وړې سټوپې په لوړپلېټ فارم جوړې دي. منځنۍ سټوپا وړه وه خو وروسته ورباندې کار وشو او په پلټنو کې د دې د بهرني دېوال نه یې اته سکې وموندلې. دا د لومړي کشان باچاهانو ( ۱ او ۲ م پېړۍ) د وخت نه پکې د نذر لپاره ايښودل شوی وې او داسې ښايي چې هم هغه وخت د دې د پراخولو لپاره ورباندې دویم دېوال وخېژول شو.
په لوېديځه برخه کې څو پوڼۍ يو لوی تالار ته ختلي دي چې ښايي هلته به خلک د عبادت لپاره راټولېدل. دلته تر ټولو زړه سټوپا او څلورو خواو ته وړې سټوپې دي. ورسره ځينې زيارتونه او د دهليز نه بهر يوه د تيږې کوټڼۍ ده. يوې وړې سټوپې نه د تبرکاتو جعبه وموندل شوه.

SAMSUNG CAMERA PICTURES

SAMSUNG CAMERA PICTURES


د لوی سټوپا نه ۸۰ ميټر جنوب لوېديځ کې په دريو پوړو يوه کلا ده چې ښايي د خانقاه نه وروستو جوړه شوه. دلته هم لویې وړې سټوپې او زيارتونه دي. د پوڼيو سره ځينې حجرې دي چې بره پوړ ته يې لاره ده. تر ټولو ښکته يو ټونل او پوڼۍ دي چې ورسره کوټڼۍ جوړه ده. د ودانيو په جنوب کې لویې تيږې دي چې پکې طبعي غارونه جوړ دي او داسې اندازه ده چې دلته د خانقاه خادمان اوسېدل.
په راني ګټ کې د تيږې او د ګچو جوړښتونه، سکې، په خروشتي ليکلې پاڼې او لوی شمېر د خاورو کودړي وموندل شول. د دې نه علاوه د مجسمو او په ودانيو د ښکلا لپاره جوړ شوي انځورونو ماتې ټوټې هرې خوا ته پرتې وې. تر ټولومهم د ۱۰۰ نه ليکل شوي دړې وې چې زيات يې د ۲ او ۳ ميلادي پېړۍ (کشان) وختونوکې وليکل شول. د تيلو ډيوې هم پکې ډيرې وې. دلته تر ټولو زړه موندل شوې سکه د ساکایي پارتي باچا ازيس ( ۱ ق م پېړۍ) له وخته وه. په وروستيو کې د يفتليانو ( ۴ او ۵ م پېږيو) د وخت سکې وې.
د راني ګټ په څېر ځای دې سيمه کې نشته او د قديمه اثارو شعبې لخوا ژغورل شوی ځای دی. خو د اوسپنې هغه لوحه چې ورباندې د دې ځای تاريخ ليکل شوی و، هغه هم چا غلا کړې ده.
سرچېنه
۱. د خيبر پښتونخوا حکومت د لرغونو اثارو د څانګې پاڼه
۲. سترګو ليدلې- مې ۲۰۱۵ م
تصويرونه د عبدالله نه په مننې
د خپريدو نيټه
۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *