د اختر نه دوه يا درې ورځې وړاندې به د کلي ميرمنو د مينچو جوړولو تايبا وشوه. کورني شاله (هغه اوړه چې هر څه پکې وي) اوړه به يې پتيره او ټينګ واخږل.
د لرګي نه جوړ د څلورو پايو يو ميز په منځ کې به د اوسپنې چاڼ لګيدلې و. اخږل شوي اوړه به يې په هغه چاڼ کيښودل او پاسه به يې پرې يوه غټه د لرګي تخته کيښوده. تختې له به يې زور ورکړو نو د چاڼ نه به ښکته مينچې راوتلې. دغه ته به پايکو وئيل او کله کله به د تختې د پاسه يوه غټه ښځه به کيناسته.
د وخت په تيرېدو د غوښې نه د قيمه جوړولو د اوسپنې مشين راووتلو او د دې لاستې تاوول اسانه شول. د يو کټ بازو سره به يې پايکو کلک کړو او ورلاندې به يې د وچو اوړو خانک کيښودو. بيا به يې لږ اوړه پکې دننه کول او مينچې به يې ترې راويستلې. د دې مشين په سر کې دوه ګرارۍ وې چې په يو به يې نري او بل به غټې مينچې راويستلې.
په يو بل پاک کټ به يې پوزی غوړولې و او مينچې به يې په هغې هوارې کړې. ځينو ښځو به د نوي سوترۍ يا د پړي تناو جوړ کړو او دا تازه مينچې به يې پرې د اوچولو لپاره ويړې کړې.
مينچې به وچې شوې نو دا به يې په ټوکريو کې کيښودې. د نوي واده شوې لور يا خور ته به يې دغه مينچې د نورو سوغاتونو سره برخه استولې.
تازه مينچې به يې د اختر په سهار ايشيدلو اوبو کې پخې کړې. اوبه به يې وويستلې او تود شوي سوچا غوړې د ټکيدلې ګوړې سره به يې پکې ورګډ کړل.
اوس ښاري پښتانه دغسې مينچې د ماشومانو په فرمايش د بازار فيشني دکان نه اخلي او وايي ” ايټالين پاسټه” جوړوو. شته داسې کور چې اوس هم پکې د نيا د زمانې هغه ساده پايکو پرته وي؟
د پايکو د عکس لپاره نذير محمد خټک نه مننه
د خپريدو نيټه
۲۴ ستمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
Nia (Grand mother) lara awo war sara ‘Paiko’ hum. Os kar asan shawai dai
په اختر کې د لوند خوړ ګوړې امرسې هم ډیرې خوند کوې