چرګ به لا نه و حلال چې ماشومان به د هغې نندارې له راټول شول. نيم حلال شوی چرګ او ماشومان به په ټوپونو و او چې د چرګ ساه به ووتله نو دوی بيا پخپلو لوبو اخته شول.
جينکو ته به يې وويل چې د تود چرګ نه بڼکې وباسئ. مونږ په يوې دايرې کې پر زمکه کيناستو او شروع به مو د وزرونو نه وکړه. دا کلکې لویې بڼکې به لکه د سيخونو وې او يو يو به مو د چرګ نه په زوره شوکول. بيا به د پشم وار و چې د چر چر غر سره به ترې بېلېدل. تر هغې به د چرګ سر ورسره ځوړند و.
بيا به چا هغه شوکول شوي وزرې او څه خشاک يو ځای کړل او چرګ به پرې ” آولۍ” شو. دا هغه مرحله وه چې چرګ به يې له پښو ونيولو او د اور په غرغنډه به يې تاولو راتاولو چې په پوټکي کې پاتې د بڼو بيخ هم وسوځي. د چرګ سر به يې ښه وريت کړو. د غوښې بوی به راپورته شو او آولۍ کوونکي به کوشش کوو چې څرمنه توره نشي.
بيا به يوه ښځه د چرګ پرېکولو ته کيناسته. غټه چړه به يې ورته ونيوله، د چرګ سر به يې ليرې کړو او يو داسې هلک له يې ورکړو چې وړوکې کپرۍ ماته کړي او دننه يو ګوتې هومره ماغزه ترې وخورې. بيا به يې پښې پريکړې چې په ډېرانو به يې وغورځولې. وروسته مو واورېدل چې غريبانو به د پخولو لپاره وړل.
چرګ به يې د سينې لوري نه نيم کړو او د خيټې نه به يې کولمې او نور غړي راوويستل. دا به يې بېل کېښودل او بيا د چرګ هر اندام به يې د بندونو نه پرېکړو. د هر يو چرګ اته ټوټې کيدې چې دوه پتانه، دوه وزرې دوه برخې سينه يوه ملا(چجه کې) او يو څټ وو. هيچا به په دې اتو برخو کې کمی بيشې نشو کولی. شاتينګه (معده) د چرګوټي تر ټولو خوندوره برخه ګڼل کېده. خو د دې پاکول هم لوی زړه غوښتو. د کاڼي په شان کلکه شاټينګه به يې ډېر په احتياط په منځ داسې پريکړه چې دوه ټوټې نشي. بيا به دننه غلاظت ترې راوويستو او نرۍ سپينه پرده به يې ترې رابيله کړه.
د چرګوړي د پرېکولو نه وروسته به يې دا ډېر زيات وينځلو خو پوټکی يې ترې نه ليرې کوو. که پخه چرګه يا غټ چرګ و نو بيا به يې ترې پوټکی ليرې کړو او ميرمنو به ځان له بېل په تبخي وريتو. د چرګ او چرګې د پوټکي لاندې هغه سپينه پرده به يې د وينځلو پر وخت ليرې کوله او د ملا او څټ په هډوکي کې نښتې سره وينه به يې هم ليرې کړه.
د چرګ په پخولو کې به ميرمنو دا احتياط کوو چې ډېر يې پاخه نکړي ځکه بيا د دې غوښه کلکه شي. ځکه خو به کټوۍ يا کړ چي سره ناستي وې او لړل به يې ډېر وو.
اوس وخت کې فارمي چرګان د حلالولو سره ايشېدلو اوبو ته وغورځوي او بيا ټوله څرمنه د بڼکو سره ترې وباسي. سر او پښې سپو او پيشو ګانو ته ورکړي د خيټې نور غړي بېل خرڅېږي. د چرګ د پريکولو په چل څوک نه پوهېږي او لکه د غوښې هډوکو سره يې وړې ټوټې کړي. د چرګ پخونکي هم دا لکه د نورې غوښې پخوي او وريت شوي چرګان دومره کلک وي چې د غوښې په خوند څوک نه پوهېږي.
په لندن کې د غوښې خرڅونکي زيات پښتانه وي خو دوی مسلکي قصابان نه دي. يو ځل مې حلالې غوښي خرڅونکي ته د چرګ د پرېکولو وويل چې هډوکی مات نکړي. راته يې وويل، په کور کې يې پخپله پرېکړه.
د خپريدو نيټه
۷ نومبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
Der kha.Khukle naqsha de rakhkle da. Da d’ hagha wrazo khabara da che charg ba pa khas moqo pakhaida. Pa hagha wraz ba pa tole kor ke akhtar wo. Loye wara’ ba the hadooki (pa baaze aloqo wartha ‘pisanerai’ pa baaze ke warthe ‘basarai’ waiee) pa thama wo. Aksar ba da khas mailma la halalida.
Os choonke khushalee dera shwa, charg da ghwakhe na arzan de zaka daa os da aam khalqo khwarak dai no zaka hagha khwand ye nishtha