پوړۍ
په ځان مې باور نه کېږي او اوس هم سوچ کوم چې څنګه په دې عمر کې په غر وختلم.
د صوابۍ د راني ګټ په اړه مې ډېر څه اوريدلي وو خو په هغه ګرمه ورځ د صوابۍ نه ۲۰ کلوميټر شمال لويديځ کې نوګرام کلي ته ورسېدو. د لارې په سر يو کټ کې په نشو روږدو ناستو څو تنو راته هغه غر په نښه کړو نو ډېر لوړ راته ښکاره نشو. موټر بره په يو ښه هوار خو پيچومې سړک روان و او زه خوشاله وم چې مخکښې به هم راته اسانه وي. يو ځای د موټر ودرولو لپاره ميدان و خو نه د دې تاريخي ځای په اړه څه ليکلي و او نه څوک د لار ښوونې لپاره هلته موجود وو. مونږ يو څه اوبه وڅښلې او نيمې ډکې بوتلې مو ځانه سره واخيستې.
د راني ګټ هغه مشهوره تيږه مو نه ليده خو زمونږ د ډلې کسانو ورته ورو ورو بره تګ پېل کړو. دا د غر پلنې او لوړې پوړۍ د جاپان په مرسته جوړې شوی وې او هر ځای ورسره د اوسپنې لاسکې هم و.
مونږ په خبرو او ټوکو ټکالو بره ختلو او هر ځای چې دا برې خوا ته تاو شوې نو هيله به مو پېدا شوه چې منزل ته ورسېدو خو، هلته به نورو تيږو راته سپيره خوله وازه نيولې وه.
اوس ټکنده غرمه وه او لمر زمونږ په سر ولاړ و، چې د سيوري امکان هم نه و. يو ځای په مشکله د يو لوی ګړنګ سيوري ته کيناستو او خبرې مو کولې چې نور وړاندې لاړ شو او که نه؟ په مونږ کې يو کس هم پخوا دلته نه و راغلی. زما معلومات هم دومره وو چې بره په غر بودايي دورې عبادت ځای و، اخر ملګرو وهڅولم چې اوس مو ډيره لاره وهلې ده نو وړاندې ځو.
هغه ځوانان چې په منډه بره وختل، په سترګو مو نه ليدل او داسې ښکارېده چې ساه مو په لنډيدو شوه او ژر ژر د دمې لپاره په پوڼيو کيناستو. د خولې اوچولو لپاره يو کاغذي رومال اوچ پاتې نشو او جامې مو د نورې خولې د جذبولو نه عاجز شول. يو ساعت مزل نه ورسته اخر د راني ګټ غر ته وختلو. يو ملګرې مو د تيږې په يو بنچ غځيدلی او بل ورله تسلي ورکوله چې ښکته تګ به اسانه وي.
د غر په څوکه يو پراخ ميدان کې د سټوپا او ورسره د راهبانو حجرې او د دوی د عبادت ځايونه جوړ دي. په دې سيمه کې د بودايي دورې دا تر ټولو لوی خانقاه وه. د غر هر برخه کې څه نا څه جوړښت و او د اوبو انتظام هم پکې جوړ و. دا ځای شاوخوا دوه نيم زره کاله پخوا اباد و چې د ګندهارا تمدن نښه ده.
د دې ځای يوه مهمه نښه هغه لکه (ولاړه) تيږه ده چې ښايي يو وخت دوی به يې عبادت کاو. خو تيږه د دې ۶۰۰ ميټر لوړ غر په څنډه او د خانقاه نه په ډېره فاصله وه. يو ملګري راته د راڼۍ کيسه وکړه چې په غونډۍ يوه محل کې اوسېده او هر ماښام به د شاوخوا سيمې د نندارې لپاره په دې ګټ کيناسته. خو دا هغه افسانه ده چې حقيقت نه لري.
دلته ډېره موده د قديمه اثارو غلا کېده او ځايي خلکو به ترېنه تيږې او مجسمې ويستلې. د ۱۹۸۰ م راهيسې دا د يونيسکو تر څارنې لاندې د جاپاني قدیمه اثارو په نامه د ماهرانو په مطالعې کې وه. اوس د پاتې سټوپو او د ودانيو چاپېره د اوسپنې ازغن تار لګول شوی دی او يو ساتندوی يې شپه ورځ ساتنه کوي.
مونږ د دې عبادت ځايونو د سېل سره سره د اثار قديمه حکومتي چارواکو ته حيرانه وو چې نه څه معلوماتي تخته وه او نه يې ښکته څوک د رهنمايي لپاره کينولي وو. د بيرته سفر په وخت مو هر کس ته وويل چې هغه غرنۍ پوړۍ دې وشمېري. د هر چا شمير کې يو يا دوه کمې زياتی و خو په اخره کې ټولو ومنل چې دا به ۵۶۴ پوړۍ وي. که دا شميره په يوې تختې ليکل شوی وای لکه چې په نورو ملکونو کې وي چې د کمزورې زړه خلک دې ورته نه ځي، نو ممکن ما به ورته زړه نه ښه کوو. کله کله د یو څه په اړه نه پوهېدل هم ښه وي. په ملګرو کې يو کس چارواکو ته زمونږ شکايت ورسوو نو هغه ورته وويل، د اوسپنې بورډونه چې د دې ځای معلومات پرې ليکل شوي وي، چرسيان نشيان وړي او د اوسپنې په تول يې خرڅوي.
د خپريدو نيټه
۱۲ دسمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
ډیر ښکلی معلوماتو دی مننه ستاسو څخه چی داسی ښکلی او تاریخی معلومات مو راټول کړی دی