د اسلام نه وړاندې په هرات کې زردشتي دين نه علاوه د نورو عقيدو خلکو هم خپل عبادت ځايونه لرل. هغه ځای، چې اوس پرې جامع جومات جوړ دی، يو وخت دوه اورتون لرل. دا دواړه په زلزلو او اور کې ويجاړ شوي وو. په ۱۲۰۰ ميلادي ( ۵۹۷ ه) کې په دې زمکې د يو جامع جومات بنسټ کيښودل شو خو د اووه سوو کالو جنګونو اوزلزلو کې د جوړولو نښې يې ورکې شوې. په ۱۹۶۴ م کې د دې د ترميم په وخت يوه تيږه وموندل شوه او په هغې ليکلې و. ” سلطان ارض الله حافظ بلاد الله معين خليفة الله غياث الدين معزالاسلام والمسلمين”. هغه وخت جوته شوه چې د هرات جومات د جوړولو چارې د غوري باچا غياث الدين په حکومت کی پېل شو، د ده ورور معيز الدين پرې کار جاري وساتلو او بيا د غياث الدين زوی محمود غوري په وخت کې مکمل شو.
دا څرګنده نه ده چې اصل جومات څومره لوی و خو د وخت په اوږدو کې هر واکمن دغه جومات پراخوو او نوې ودانۍ پکې ورزياتېدې. په ديارلسمې ميلادي پېړۍ کې د چنګيزي حملو په وخت جومات ته سخت زيان ورسېدو. په ۱۲۴۵ م کې د کرت ټبر باچا شمس الدين د هرات ړنګې ودانۍ بيا سمې کړې. خو په جامع جومات ۱۳۰۶ م کې کار پیل شو. پنځوس کاله وروسته ۱۳۶۴ م کې يوې سختې زلزلې کې دا ښايسته جومات هم ړنګ شو.
شا و خوا ۳۰کاله وروسته تيموري واکمنو هرات خپله پلازمينه کړه نو دوی د ښار د زړه برخه په ځای پرېښوده او په شمال کې يې يو لوی ميدان د نوي جومات لپاره غوره کړو. هغه اوس هم د مصلی په نوم يادېږي. خو هغه وخت د جامع جومات لپاره يوه نوې نقشه جوړه شوه چې شپاړس جريبه زمکه يې ورته وټاکله. چاپېره ترې د باغونو لپاره يې زمکه شنه کړه. د دې د جوړښت څارنه د شاه رخ ميرزا يو امير جلال الدين فيروز شاه کوله. هغه د سيمې نامتو هنرمندان ورته په کار وګومارل چې پنځه کاله پرې لګيا وو. د جومات لوی انګړ چاپېره دالانونو کې راتاو شو او٣٦٠ ګنبدې پرې جوړې شوې. د دې په لوی دالان (ايوان) کې د غوري وختونو نقاشي هم هغسې وساتل شوه او ورسره يې نوې خښتي په هغه ډيزاين ورزياتې کړې. د جومات د لويې دروازې په جنوب کې د غوريانو د وخت په کاشي خښتو کې ځينې نقش شوي آيتونه اوس هم په سترګو کېږي. د جومات جوړونکو هنر په دې کې و چې د زور او د نوي خښتو توپير نه ليدل کېدو.
په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې مغل واکمن شاه جهان په سيمه کې د ازبکو سره په جنګ و، نو هغه دا جومات يو وارې بيا نوی کړو. د پارس شاه اسمعيل صفوي هم د دې د ساتني لپاره پېسې ورکولې او په اتلسمې پېړۍ کې افغان باچاهانو خپله ونډه واخيسته. د شلمې پېړۍ په وروستي نيمايي کې جومات ته هيڅ پام ونشو او د ورانېدو له خطر سره مخ شو.
په ۲۱ پېړۍ کې د دې د رغولو کار بيا پېل شو خو اوس هم دغه ترميم ورته لوی خطر جوړ کړی دی. پخوانۍ کاشي خښتې به په خټو نښلول کېدې او هغه خټې کې طبعي(ارګينيک) مواد لکه هګۍ او د غنمو نشاسته ورګډوله.
اوسنيو انجينيرانو ورته سمنټ راوړي دي چې ممکن د دې کيمياوي مواد د کاشي خښتو رنګونه وران کړي. خو اوس د دې چاپېره زمکه بيا شنه ده او ښايي تر ډېرې مودې به پاتې شي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
جنوري اوله ۲۰۱۶ م
صفيه حليم