عمرا خان

Umara Khan
عمرا خان په ۱۸۶۰ م کې وزېږېدو. پښتانه “عمر” ته “اوماره” غږ کوي، نو ښايي، د عمرا خان په نوم مشهور شو. لومړنۍ زدکړې يې په کور کې د حاجي عبد الجليل نه وکړې او د ده د قران استاد حافظ عبد المنان و. د ده پلار امان الله خان د جنډول خان و او د هغه له مړينې وروسته د ده مشر زوی محمد زمان، دوه نور وروڼه، حسن او افضل خان سره لاسونه يو کړل او عمرا خان يې د خپل کشر ورو محمد شاه خان سره له جنډول وشړلو.
د دې بې انصافۍ د بدل اخستو لپاره عمرا خان يوه ورځ کلا ته ورننوتو او خپل ورور محمد زمان يې ووژلو. مور يې خبره شوه چې يو زوی يې دا بل ووژلو و نو قران په لاس بهر راوتله او زوی يې له نوکرانو خلاص کړو.
په ۱۸۸۰ م کې عمرا خان د يو پير سيد احمد سره حج ته لاړو. هغه وخت د هند ديني عالمانو د شرعي نظام راوستلو لپاره يوغورځنګ پېل کړی و، چې دوه مشران مولانا محمود الحسن او مولانا رشيد احمد ګنګوهي په مکه کې وو. عمرا خان د دې دواړو نه ډېراغيزمن شو او د هغوی په مشوره، بيرته راتلو سره هغه په جنډول کې د عالمانو يوه شورا جوړه کړه، شرعي نظام او د عشر سيسټم يې جوړ کړو.
ده د جنډول دوه سيمې ميدان او بروال چې په ۱۸۱۶ م کې د دير نواب قاسم خان پرې خيټه اچولې وه، د هغه ځای د خانانو سره په روغه ځان سره کړل. بيا د شموزو سيمه يې ونيوله چې د دير نواب د سوات والي، عبد الحنان (سيدو بابا) ته ورکړې وه. که څه هم دی د عمرا خان ملګری و خو د شموزو لپاره د دير مشر سره يې لاسونه يو کړل او په عمرا خان يې حمله وکړه، ماتې يې وخوړه او د خپلو مخه ورو کسانو سره د بندي په توګه جنډول ته يې يوړو. وروسته د سوات يوې ډلې په خواست عمرا خان خپل ملګرې خوشې کړو. هغه د خپلو وروڼو نه علاوه د سيمې خانانو سره هم څو جنګونه وکړل او زيات خلک ورته تسليم شول.
باړو د جنډول مرکز اعلان شو او عمرا خان د سيمې د انتظام لپاره تحصيلونه او پکې تحصيلدار وټاکل. انګريزانو د جنډول رياست په رسمي توګه ومنلو. په ۱۸۹۰ م کې عمرا خان فيصله وکړه چې ټول دير ونيسي او د دې لپاره يې خپل ځواک په دوو برخو وويشلو او چې د يو مشري هغه پخپله کوله او څلور زره لښکر پکې و. د دويمې برخې مشري د هغه ورور محمد شاه خان کوله چې درې زره کسان ورسره وو. د دير شريف خان د دوی مقاومت وکړو خو ټينګ نشول او د محمد شاه خان پوځ بره دير ته ورسېدو او عمرا خان، د دير نوې مشر وټاکلو.
په ۱۸۹۱ م کې د افغانستان د اسمار والي شاه طهماس خان په مرموزو حالاتو کې ووژل شو او شک کېدو چې چې د ده زوی عبد القدير دا کار کړي وي. د طهماس ورور غلام خان د جنډول نه مرسته وغوښته. عمرا خان عبد القدير ته ليک ورواستاو چې واک دې خپل تره ته وسپاري. خو په ځواب کې عبد القدير ورته ګواښ وکړو. په دې ګواښ عمرا خان خپل ۵۰۰ جنګيالي د غلام خان په مشرۍ، اسمار ته ورواستول. هغوی د اسمارو نه علاوه، مرواړه، ساو او تر بريکوټ سيمه ونيوله او غلام خان د سيمې حاکم شو.
اميرعبد الرحمن دا په افغانستان تيری ګڼلو او د غلام حيدر په مشرۍ سرکاري پوځ يې اسمار ته ورواستاو. هغوی نه يواځې دا سيمه د غلام خان نه واخيسته بلکه جنډول ته هم وردننه شول او څو کلي يې ترې ونيول. عمرا خان د مومندو او سالارزو په مرسته د افغان پوځ سره وجنګېدو او خپلې سيمې يې بېرته ونیولې. امير انګريز ته خپله خواشيني څرګنده کړه او لارډ ريفون عمرا خان ته د خبرداري ليک ورواستاو چې “د تيري نه دې لاس واخلي.” د اسمارجنګ له کبله انګريزانو د افغانستان او هند تر منځ د سرحدونو د ټاکلو فيصله وکړه او يو کميشن يې جوړ کړو چې “مورتمر ډيورنډ” يې مشر و. ځينې خلک اوس هم باور لري چې که عمرا خان په اسمار حمله نه وای کړې ممکن د ډيورنډ ليکه به نه وای.
د عمرا خان مخ په زياتېدونکي ځواک د دير ناوګۍ او اتمان خيلو خانانو لپاره د منلو نه و او امير عبد الرحمان په شان دوی هم د انګريز سره لاسونه يو کړل. يو مکراني ملا چې عمرا خان د خپلې سيمې نه شړلی و، څه موده په افغانستان کې د تېرولو وروسته، بېرته راغلو او د عمرا خان پر ضد يې د کفر فتوی ورکړه. ده به هر ځای ليکونه ورواستل او خلک يې د جهاد نه منع کول.
په ۱۸۹۲ م کې د چترال مهتار امان الملک خپل زوی اميرالملک ( د عمرا خان خسر) جلاو طن کړو چې د ده پر ضد د يو بغاوت پلان يې جوړوه. امير الملک جنډول ته راغلو او عمرا خان نه يې د خپل پلار خلاف مرسته وغوښته. دی ورسره مل شو، پوځ يې ورکړو چې نصرت، ارندو او بريکوټ درې يې ونيولې. دوی هلته دوه کلاګانې او د چترال په سيند يو پل جوړ کړو نو مهتار هم انګريزانو ته د عمرا خان شکايت ليک ورواستوه. په ګلګت کې د انګريز استاځي عمرا خان ته ګواښ وکړو چې د چترال نه دې لاس واخلي.
په ۱۸۹۴ م کې عمرا خان د چترال نه بره غرونو کې کافرستان ته لښکر ورولېږلو او خپلو پوځيانو ته امر وکړو چې يا خو به کافرستان نيسي او يا به ژوندي نه راځي. خو دوی هم هغه سيمه نشوه نيولې او اخر دی پخپله د څلورو زرو پوځيانو سره په سخت ژمي کې چترال ته لاړو. په سختو واورو کې د لوارې درې نه تير شو، د کامديش خلکو ته يې د اسلام دعوت ورکړو او د هغه ځای خلک يې مسلمانان کړل. د سخت مقاومت نه وروسته عمرا خان د بشګل ټوله دره ونيوله چې د کافر خلکو مرکز و. د هغوی د باور لپاره ده پخپله يوه کافره جينۍ په نکاح کړه او د خپل پوځ څو کسانو ته يې هم هلته ودونه وکړل. د پېښور نه انګريز کمشنر عمرا خان ته پيغامونه وراستول چې دا سيمه دې پرېږدي خو هغه ورته ځواب وليکلو چې دا د چترال برخه نه وه. او دا يې ديني فريضه وه چې خلک مسلمانان کړي. تر ۱۸۹۵ م د ژمي تر پایه عمرا خان د چترال لويه برخه چې دروش هم پکې شامل و، ونيوله.
د مارچ په میاشت کې د انګريز او د عمرا خان تر منځ په چترال کې جنګ ونښتو. په مالاکنډ، ماندره او چکدره، سدو او ګوسم کې سختې جګړې وشوې او دواړو غاړو ته ځانې تاوان رسېدو خو انګريز د خپل روزلي لښکر او توپو له کبله بر لاسي و. عمرا خان خپل ټول پوځ او جنګي وسله چترال ته وړې وه، دا هر څه يې خپل د تره زوی، عبد الماجد په مشري پرېښودل او پخپله جنډول ته ورسېدو ځکه انګريز د پوځ نورې دستې د پېښور نه روانې شوې وې.
انګریزانو جنډول ته ۱۰ زره پوځ، توپې او نوره درنه وسله ورواستوله. عمرا خان په مونډا کلا کې د جنګ وسايل نه لرل. ده عبد الماجد ته پيغام ورواستاو چې د څلور زره لښکر سره د دوی مرستې له ورشي. انګريزانو له وړاندې عبد الماجد سره د درې زره لښکرو روپو او د جنډول د خانۍ ژمنه کړې وه نو هغه خپل پوځ په چترال کې ايسار کړو. د ناوګۍ خان له وړاندې انګريز لښکر سره ولاړ و او عمرا خان اوس په تش کلا کې د يو څو سوو کسانو سره پاتې و. دغه وخت کې د جنډول عام ولس، هر څه چې يې موندل د يو وروستي جنګ لپاره د هغه چاپېره راټول شول. انګريزانو غوښتل چې عمرا خان کلا نه ووځي او ورته سلامي شي خو ده پيغام وروليږلو چې ” ما نه په زرګونو غازيان چاپېره ولاړدي چې بهر مې نه پرېږدي- ښه به دا وي چې تاسو هم خپل لښکر ليرې کړئ او زه به هم دوی يوې خوا ته کړم نو بيا به زه درسره بهر خبرې وکړم. خو انګريز دا نه منل او غوښتل يې چې يا يې ووژني، يا ژوندی يې ونيسي او يا يې هند نه وشړي. د ورځې جنډولي پوځ او انګريز تر منځ نښته وشوه خو ماښام خپلو کمپونو ته لاړل. عمرا خان د جنډول د سپين ږيرو او ديني سټو سره مشوره وکړه، د ماښام لمانځه نه وروسته د کلا نه بهر په يو ديوال ودرېدو او ټولو غازيانو ته يې خطاب وکړو. “که ما سره په مالاکنډ کې ۱۶۰۰ ميړني غازيان وای نو انګريز به چرې ديخوا نه وای راغلی. په دې ماتې، له ما خاني لاړه خو له خلکو ايمان تلی دی. ما ته انګريزانو نه، بلکه ملګرو او خپلوانو شکست راکړی دی. زه به افغانستان نه بل لښکر راوړم او تر وروستيو شېبو به د دښمن سره جنګېږم.” په دې الفاظ هغه د مکراني ملا يوه ليکنه ټولو ته ښکاره کړه چې پکې خلکو ته د جهاد نه کولو غږ شوی و. عمرا خان ټولو ته امر وکړو چې د کلا ټول سامان دې واخلي. د چترال په جنګ کې د ده پوځ دوه انګريز افسران برمته نيولي وو، هغه يې بې له څه شرطه ورخوشې کړل او بيا د خپلو ۴۰ پتمنو ملګرو سره له مونډا روان شو. يو روايت دی چې کله دی ميا کلي ته ورسېدو نو اس يې ودرو او مونډا کلا ته يې په وروستي ځل وکتل.
په بله ورځ د انګريز پوځ خوشې کلا ته ورننوتلو او د خپل برياليتوب خبر يې حکومت ته ورکړو. د هغوی باور نه کېدو چې عمرا خان به دومره په اسانه کلا پرېږدي.
عمرا خان جلال اباد ته ورسېدو او د هغه ځای والي، شاه محمد خان ورته هر کلی وکړو. د غرمې ډوډۍ په وخت عمرا خان پښيماني څرګنده کړه چې کاشکه افغانستان ته نه وی تللی او په مونډا کې يې جنګ کړی وای چې يا شهيد شوی او يا بيا د انګريز له خوا نيول شوی وای.
امیر عبدالرحمن هغه ته په “چارده” کې زمکه او کور، د “خان بهادر” خطاب او د کال ۲۴ زره معاش ژمنه وکړه. خو ورسره ۵۰ عسکرو به هر وخت د ده څارنه کوله چې لښکر جوړ نکړي.
د عمرا خان شپږ ميرمنې او لس زامن وو، د لوڼو شمېره يې نه ده څرګنده. د ده خور د امير عبد الرحمن يوه ميرمنه وه. د ده مشر زوی عبد المتين د دير د نواب سره څو جنګونه وکړل او د جنډول ځينې برخې يې بېرته ونیولې خو بيا يې وبايللې.
په ۱۹۰۱ م کې عمرا خان خپل استاد عبد المنان “چارده” ته راوبللو او هلته يې د “دارلحفظ” په نوم يوه ديني مدرسه جوړه کړه. په ۱۹۰۲ م کې هغه د دويم حج لپاره مکې ته لاړو. امير د خپل زوی نصر الله لپاره د عمرا خان لور غوښتې وه خو له واده وړاندې هغه پيغله مړه شوه. د سپتمبر په یولسمه نيټه ۱۹۰۴ م کې عمرا خان د ۴۴ کالو په عمر کې وفات شو. د ده په مړينې د افغانستان حکومت دوه ورځې ويراعلان کړو او په جنازه کې د افغانستان اميراو نورو سرکاري افسرانو ګډون وکړو.
اوس په کابل کې او د کونړ په مرکز اسد آباد کې يو ښوونځی(سکول) او يوه ليسه د عمرا خان په نامه شته.
سرچينې
۱.افغانستان او سرحد- يوه تاريخي جايزه. پروفيسر عبدالحی، د صوبه سرحد د تعليم د شعبې د کالجونو ډپټي ډايريکټر. حاجي فقير محمد اينډ سنز يونيورسټي ټاون پېښور چاپ، ۱۹۸۸ م د ۲۸۵ نه تر ۲۸۹ مخونو.
۲. پښتانه- اولف کيدو، اردو ژباړه سيد محبوب علی. پښتو اکيډمې پېښور. ۲۰۰۸ م ۵۶۶ مخ
۳.وحشي سرحد، د شمال لويديځ سرحد داستان.جولز ستوارټ، سټن خپرونې-ګلوسټر.۲۰۰۷ م – ۱۰۳ مخ
۴.د چترال محاصره او خلاصون-۱۸۹۵ م اپريل ( مضمون) ، په شمال لويديځ سرحدي سيمو کې د برطانيې جنګونه. ويبپاڼه.
۵.د غازي عمرا خان ژوند او لاس ته راوړنې- عبد الحميد ديروي-.
۶. ګمنام رياست- (دويمه برخه) سليمان شاهد. اويس- لاهور، ۲۰۱۰ م ۱۵ او ۱۶ مخونه
۷.د غازي عمرا خان ژوند او لاس ته راوړنې- عبد الحميد ديروي.
د خپريدو نيټه
۲۱ جنوري ۲۰۱۶ م
صفيه حليم

7 Comments

Add a Comment
  1. صفیی جاني سلامونه د عمراخان مضمون ډیرجالب و ، ځکه ده لویی شهکارۍ کړې دی ، ده دیورند هم ونه مانه او له عبدالرحمان خان سره یې هم اختلاف پردیورند و ، دده پرضد جی کومه توطیه وشوه ، په هغې کې د عبدالرحمان خان لاس هم و .
    عبدالرحمان خان په ۱۹۰۱ کی مړشوی دی .
    په درناوي
    رشید

  2. A very brilliant effort to bring such a hero infront of public. I am one of the grandson of Khan-e-azam Ghazi Umara Khan and i want to have a contact with you. Plz leave a contact on my email

    1. مننه او اړيکې به درسره وساتو- کور ودان

  3. Ka p pukhtu k wow no moong b hum waily wo

    1. مضمون په پښتو کې دی.

  4. A proud moment for me to hearing history of a legend hero,great leader and brave personality of our family ghazi UMARA KHAN MASTHKHEIL ,ALLAH de Ubakhi

  5. انتظار یوسفزے

    ده نوموړي صفيه حلیم لیکونه قایل ستایش دی او دا ځکه چی په خپلو لیکونو کښی یی ده حقایقو بیانولو کوشش ی کړے دے …
    ده بهاکو خان الف خان فتح خان او مقری خان په حواله ستاسو تفصيلي مضامينو ته به سترګی په لاره یم .. په موادو درکولو کښی تاسو سره مرسته کولے شم … مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *