څټ

Screenshot_2015-09-21-21-19-06-1
د کلي په هرکور کې ټول چرګان کورني (وطني) وو. د بې وزلو کره به هم يوه چرګه د هګيو لپاره ساتل کېده. خو په ښار کې يواځې هغو خلکو چرګان ساتل چې په درېیم پوړ به يې پراخ چت لرلو.
چرګ به هغه وخت حلالېدو چې يا به يې بانګونه ډېر شول او يا به چرګې کړوکې شوې. د ميلمنو لپاره به يې چرګوړي وو چې غوښه به يې نرمه او هډوکی به يې د چيچلو وو. ژمې کې به کله نا کله څوک ناروغه شول نو هغه له به يې د چرګوړي ښوروا ( يخني) پخوله او نورهډوکي به په حساب د کور په غړو ويشلې. هلکانو به پتون خوړو، پلار له به يې د سينې غوښه ورکوله، بوډاګانو ته به يې وزرې چې غوښه يې نرمه وه، جينکو له به اينه، زړه او شاټينګه وه او د مور په نصيب به تل چجکی او د څټ هډوکی و.
ما به داسې سوچ کوو چې د چرګ په اندامونو د هر چا نوم ليکلی وي. يو ځل مې د کلي د يوې ښځې خبره واورېده چې ټولې مياندې د چرګ څټ چيچي.
ډېر کلونه تېر شول او هر وختې چې يوې ښځې به د چرګ څټ يا چجه کې واخيستو نو زما به ورته پام شو. پوښتنې مې پېل کړې او ډېرو راته وويل دا هډوکي ترسکون او خونده ور وي.
بيا د خپل مسلکي کارونو په وخت مې هم کله نا کله ښځو نه دا پوښتنه وکړه چې د چرګ کومه برخه يې خوښه ده؟ او که د څټ هډوکی به يې ياد کړو نو ورغبرګه به مې کړه چې ولې؟ دوی سره به ځواب نه و. ما سوچ کاو چې پښتانه ډېر ظالم خلک وي چې ښځه د چرګ غوښه پکې نشي خوړی. دا د کلونو هغه محروميت دی چې ښځه خپل ځان د ښې غوښې خوړلو وړ نه ګڼي.
اوس چې فارمي چرګان هر ځای د زرګونو په حساب موندل کېږي او په ښار کې سپين شوي او تيار چرګان په کورونو کې هره ورځ پخېږي، د دې غوښې قدر هم کم شوی دی. وريت شوي چرګان هر واده کې وي خو اوس د څټ هډوکي او چجه کي په دستر خوان نه ږدي.
د خپريدو نيټه
۲ فروري ۲۰۱۶ م
صفيه حليم

10 Comments

Add a Comment
  1. ديره فه زره فوري وه
    له لوستلو مي سم خوند واخيست. الله دي خوشحاله لره. د نورو ليكنو فه هيله

  2. thanks you are very proud for me thanks

  3. خور د هېواد په لرو پرتو سیمو کې اوس هم همدا حال دی او ښځو ته پاتې شوني ډوډۍ پاتې کیږي او همداسې نور شیان

  4. ډیره خوندوره کیسه وه د نورو کیسو په هیله دی

  5. Der kha. Da yo haqiqath de che zamoong pa seema ke os hum zanano sara der ziathe kegee. Pa wada khadai ke awal nareena dodai okhree awo bia zanana. Pa kalo ke nore hum badh hal dai. Ka charai narino tha dwa ya drai disha wee no zanano la sirf yo dish wee. Kho hagwee da nar bacho hum zan sara shopperai rawrlee wee awo sanga che majma kekhoode shee no bia hagha thasha wee

  6. salam , zama che awlay zoi , Saad peda sho za Pakistan Larm ,, hm pa kor k sa program o , no zama mor zama wife ta oway che da cherag satt khora no da Mashoom ( Saad) satt ba mazboot v, ma warta der okhandal ao mor ta me oway che da kom doctor darta waily di. no Hagah v da zamong masharano mong ta waily.

  7. سید عبدالحکیم حکمت

    آغلې حليم صاحب! خوشحاله اوسئ خو د انځور په انتخاب کې اشتباه شوي ياست، د ليکنې عنوان (څټ) دی خو انځور د (چرګ) مو ورسره يو ځای کړی دی، او بيا د چرګ تر عنوان لاندې په هغه بله ليکنه کې مو د (څټ) انځور ورکړی دی. هيله ده اشتباه رفع کړل شي

    1. مننه وروره-

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *