د نولسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د عکس اخيستو ټيکنالوجي د اروپا نه نورو ملکونو ته هم کډه وکړه.
په هند کې ۱۸۴۰ م کې انګريزانو د خپل پوځ او د مهمو ودانيو عکسونه واخيستل. د وروستي مغل واکمن بهادر شاه ظفر، نوابانو او د راجګانو عکسونه اوس د تاريخ برخه دي. خو د عکس کيمرې او نور کيمياوي مواد دومره ګران وو چې يواځې د برطانوي حکومت د ګوتو په شمېر کسانو تصوير اخيستی شو.
د ۱۸۸۰ م نه وروسته شتمنو کسانو هم کيمرې راوغوښتې او د عکسونو اخيستو سلسله يې پېل کړه. تر هغې د لامده پليټ پرځای د وچ پلاسټيکي فلم رواج و چې په ډبي کې بند راتلل. د پيښور په ښار کې آر- بي- هومز، ميله رام سنز او کې- سي- مهره سنز درې لویې سټوډيو ګانې د نولسمې ميلادي پېړۍ په پای کې جوړ شول.
امير حبيب الله خان چې افغانستان کې يې نوي ټيکنالوجي ته وده ورکړه پخپله د عکسونو شوق لرلو. هغه پخپلې ماڼۍ کې د افغانستان لومړی فوټو سټوډيو جوړه کړه. دلته تور اوسپين عکسونه به چاپېدل. د شاهي ټبر ځينو نوروغړو له يې هم کيمرې واخيستې. هغه د ماڼۍ په باغ کې د خپلې کيمرې نه اخيستل شویو عکسونو يو نندارتون جوړ کړو. دا عکسونه خلکو په پېسو اخيستل او وروسته د خرڅلاو پېسې يې د کابل يوې يتيم خانې ته ډالۍ کړې چې په ۱۹۱۱ م کې يې جوړ کړې و. د امير له خوا د فوټوانو مقابلې کيدې چې په سراج الاخبار کې به يې اعلانونه خپرېدل. د ده مشر ورور د عنايت الله هم عکاسي خوښېده او د خپل ټبر د غړو عکسونه يې اخيستل.
د هغه وخت په عکسونو کې د عنايت الله د ناروغه زوی خليل الله يو عکس هم شته چې په کټ پروت دی. په بل کې د امان الله لور امينه پخپلو جرابو وينځلو لګيا ده. امان الله خان په ۱۹۲۹ م کې د يو بغاوت نه وروستو ملک پرېښودو او اروپا ته لاړو. د امان الله خان پر ضد د ملا شور بازارد بغاوت يوه سرچينه د امان الله خان د ميرمنې هغه عکسونه وو چې په اروپا کې اخيستل شوي وو.
په ۱۹۳۰ م کې د عکسونو د پاکولو او چاپولو لومړۍ سټوديو د کابل په بازار کې جوړه شوه. خو د دې په چای خانو کې د بمبۍ د فلمونو تور او سپين عکسونه د ښکلا لپاره ځړول کېده.
د افغانستان د شاهي کورنۍ پخواني عکسونه په هند، سويس او اطاليې کې شته دې خو د ګوتو په شمېر خلکو ليدلي دي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه ۶ فروري ۲۰۱۶م
صفيه حليم
D’ Ameer Habibullah Khan d’ mermane d’ aks pa hawala, ‘che rikhtia razee no darogho malk rwan karai yee’