پېښور د تاريخ په اوږدو کې د يرغلګرو په لاره پروت و نو ځکه په هر دور کې ښايي ددې چاپېره به يو حفاظتي دېوال او پکې دروازې ضرور وې. هغه ۱۶ دروازې چې اوس يې نومونه پاتې دي، ځينې په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د سيکانو له خوا جوړې شوې. د دوی جوړ ديوال د خامو خښتو و خو کله چې انګريزان راغلل نو هغوی پکې پخې خښتې ولګولې.
کابلۍ دروازه:
د ښار زړو دروازو نه به تجارتي قافلې ختيځ او لويديځ ته تلې راتلې. په دې کې تر ټولو زړه دروازه ښايي کابلي دروازه د ښار په لوېديځ کې جوړه وه. دا د کيسه خانۍ بازار مخ ته وه خو د انګريز کمېشنر ايډورډ په وخت کې دا په رسمي توګه “ايډورډ ګيټ” وبلل شوه. خو د پېښور خلک اوس هم ورته پخوا په شان کابلۍ وايي.
باجوړۍ دروازه:
د دې دروازې دننه د باجوړ نه راتلونکو قافلو لپاره سرايونه جوړ وو. دلته يوه بله دروازه هم وه نو خلکو به ورته دوه دروازې ویل. انګريزانو چې باجوړي دروازه ړنکه کړه نو هلته يې کورونه جوړ کړل. بيا يې دا د کمېشنر ميکيسن په نوم ميکيسن ګنج ونومولو. خو خلک يې اوس هم دوه دروازې بلي.
لاهوري دروازه:
د ښارپه ختيځ کې لاهوري دروازې سره هم د قافلو لپاره سرايونه وو. زړې نښې ښايي چې دلته د زردشت د وختونو يو اورتون هم و.
کوهاټي دروازه:
د ښار په جنوب کې کوهاټ ته تلونکې دروازه وه.
اشنغرۍ دروازه:
د ښار په شمال کې جوړ د دې دروازې مخه اشنغر ته وه.
آسمایي دروازه:
بالا حصار کلا ته مخامخ د زرګرانو بازار په سر کې دروازه وه. د هندوانو “آشا” او آشمایي مانا د اميدونو مور او دروازې دننه يو مندر اوس هم په دې نوم شته. دې ته خلک اندرشهر هم وايي ځکه يو وخت د ښار مرکز هم دغه و.
کچہری دروازه:
د سيکانو په وخت کې دا ټنګسالي نومېده چې ضراب خانې يا د پېسو جوړولو ځای ته وايي. دا چوک يادګار ته د تلو په لوی سړک جوړه وه او د انګريزانو په وخت کې دلته محکمه (کچرۍ) جوړه شوه نو ځکه د ټنګسالي نه يې نوم کچہری ته بدل شو.
ډبگرۍ دروازہ :
ډب د څرمنې هغه لوی منګو ته وايي چې تيل(روغن) به يې پکې ساتل. د ډب جوړونکي به ډبګر يا ډبګران وو او دغه سيمه کې يې هټۍ وې نو ځکه دا دروازه د ډبګرو په نوم مشهوره شوه.
سرکي دروازه:
دا د ډبګرۍ ته مخامخ جوړه شوه او د دواړو ترمنځ يو سړک تېرېدو نو ځکه خلکو ورته سړکي دروازه وېيل.
سراسيا دروازه:
آسيا په فارسي کې ژرندې ته وايي او يو وخت دی سيمه کې د اوړو د مېده کولو لویې ژرندې وې. ورسره يو سرای هم و نو خلکو به دا ځای سرای اسيا بللو چې وروسته سر اسيا شو. د اوړو له کبله خلکو به د رزق يا بارزقان او د طبيبانو دروازه هم بلله چې ښايي دلته به ډاکټران کيناستل.
رېتي دروازه
يو وخت د باړې سيند ښار منځ کې بهېدو چې د دې پرغاړه د لوهار ( آهنګرانو) بازار و. د سيند د اوبو شګه (رېت) به يې دلته ترينه ويستل چې دا ځای ريتي نومېدو. خو د دې نوم بل دليل ریتي يا سوھان دی چې پخ ورباندې اوسپنه سولوي.
گنج دروازہ:
گنج په فارسي کې خزانې ته وایي. د لرغوني پېښور دا برخه ګورګټهرۍ نومېده چې زيات اوسيدونکي يې شتمن هندوان وو. ښايي سرکاري خزانه به هم دلته ساتل کيده ځکه ګنج شو. دلته يوه منډيي لګېده او اوس هم ځينې خلک ورته د چوک ګنج منډیي نوم اخلي.
يکه توت دروازه
په ظاهره خو ښکاري چې دلته د يو توت ونه وه نو ځکه يې يکه توت بولي. خو يوه بله توضيح يې دا ده چې توت په ترکي کې لوی يا بزرګ ته وايي. د دې دروازې دننه د حضرت جې بابا زيارت دی نو ممکن د هغې له کبله ورته دغه نوم ورکړې شو.
چاه سرد دروازه:
دلته د ښار هغه کوهی دی چې د يخو اوبو لپاره مشهور و. د ښار خلک يې ټهنډه کهوي بلي.
رامداس دروازه:
لکه چې د نوم نه ښکاري، دا دروازه يو شتمن هندو جوړه کړې وه او تر اوسه د هغه په نوم مشهوره ده. په دې دروازه د پېښور والي ناصر خان د پارس باچا نادر شاه افشار ته د ښار کنجي په سپارلو ورته تسليم شوی و.
رامپوره دروازه
د اشنغرۍ او د رېتي ترمنځ سيکانو په وخت کې يوه نوې دروازه جوړه کړې شوه چې يواځې هندوان پرې تېرېدل. د دې سره نږدي د رامپور محلت و نو هندوانو به ورته رامپور دروازه او مسلمانانو نوې دروازه ويل.
سرچينې
۱.ثقافت سرحد-تاريخ کې آينې مين.قاري جاويد اقبال.لوک ورثه، اسلام اباد. ۲۰۰۲ م- د ۶۴ نه تر ۶۸ مخ
۲.تاريخ پشاور.منشي ګوپال داس.۱۸۷۴ م – ۱۴۲ مخ-
د خپريدو نيټه- ۱ مارچ ۲۰۱۶ م
صفيه حليم