د هند له وېش وروسته د پاکستان د هواي شرکت لومړۍ پايلټ(پيلوټ) ښځه شکريه خانم (کاکړ) د کوټې اوسيدونکې وه. دا په کراچي کې اوسيده او هلته د ملکي طيارو د الوتنې په کلب کې يې ځان شامل کړې و. دې به په وړو الوتکو زده کوله او په هم هغې کلب کې د پايلټانو په امتحان کې کاميابه شوه. هغې لومړۍ جواز( سي پي ايل يا کمرشل پايلټ لايسنس) په ۱۲ جولاي ۱۹۵۹ م کې تر لاسه کړو.
بيا هم هغې کلب په طيارو کې به يې مسافر يوې او بلې خوا اوړل.
وروستو دا د روزونکي په توګه کار کاو او نور پيلوټان يې روزل.
خو شکريه خانم ته د الوتنې لپاره زياته موقع ورنکړې شوه او څه موده په زمکې يې د الوتنو لپاره کار کوو. شکريه خانم د پاکستان د ملکي پروازونو لومړۍ پيلوټه وه خو د هغې د ژوند په اړه لږ خلک خبر دي. د شلمې پيړۍ تر پای د پاکستان په هواي ليکې کې دوه ښځو الوتکې چلولې چې عايشه رابعه او مليحه سمي نوميدې. مليحه سمي يوه فوکر الوتکه د کراچي نه ګوادر ته د پنجګور او تربت د لارې يوړه. په ۲۵ جنوري ۲۰۰۶ م کې د اسلام اباد نه د لاهور د لارې ملتان ته د الوتکې ټوله عمله ښځې وې. عايشه رابعه د دې پايلټ او سعديه عزيز د دې مرستيال پايلټ وه.
د خپريدو نيټه- ۵ مارچ ۲۰۱۶ م
صفيه حليم
صفیه حلیم بي بي سلامونه مې په ډېر درنښت ومنه ؛
هیله ده چې روغه وې.
ستاسې هره لیکنه لکه دفاکولتې لکچر داسې ده، ډېر څه ترې زده کېدای شي. مننه له دې چې داسې روانې لیکنې کوې او دا چوپړ به هیڅکله هم پښتانه هېر نه کا. زما لپاره ډېر د ویاړ ځای دی چې د خپل فن اړوند ډېر مالومات ستاسې له پاڼې نه ترلاسه کوم او مالومات مې زیاتېږي.
یوه پوښتنه لرم هغه داچې زه ډېر څه په ذهن کې لرم خو لیکلو ته مې یې ملا ماته ده او نه یې شم لیکلای، زه فکر کوم که یې ولیکم خلک به را پورې وخاندي او داسې څوک به پیدا نشې چې هغه څه چې لیکم ، څوک دې یې ولولي . زه پوهېږم چې تاسې ډېر بوخت یاستۍ خو که دلیکلو د پیل په هکله لږ مالومات راکړې چې څرنګه یې پیل کړم او کوم څیزونه په نظر کې ونیسم.
مننه
هر څه چې دې به زړه وي، وې ليکه-تر څو نور د ليکلو لپاره درسره هيڅ پاتې نشي- يوه يا دوه ورځې ورته مه ګوره- بيا يې راواخله او هغه برخه چې پخپله درته په زړه پورې ښکاره شي، سر ته يې کړه- دا کار په کمپيوټر کې اسانه وي- هره ليکنه څه نا څه نيمګړتياوې لري خو له دې ويره نه ده پکار- مهمه خبره دا ده چې هر څه په صداقت او په خوښي وليکې-
بريالی ووسې