تخت بهۍ

Takht-i-Bhai
پېښور نه ۸۰ کلوميټر ختيځ کې سوات ته تلونکی سړک په ښې لاس يوه وړه لاره بره غرنډيو ته ورغلې ده. د يوې د پاسه دوه چينې وې چې اوبه يې ښکته رابهيدې نو دغه ځای د ” بهۍ” او بيا د تخت بهۍ په نوم مشهور شو.
خو دا شهرت يواځې د اوبو له کبله نه و، بلکه د تخت بهۍ د بازار نه دوه کیلوميټر ختيځ کې له زمکې ۵۰۰ فټه لوړه غونډۍ د بودایي کنډوالو لپاره شهرت لري. د دې په شمال کې د مالاکنډ دره او د هندوکش غرونه ښکاري او يوه چينه اوس هم شته.
په دویمې ق م پېړۍ کې د بودایي دين خپرونکو دغه ځای د يو خانقاه لپاره غوره کړو او ۱۶۲ جريب زمکې کې په جوړولو لاس پورې شو. دا ټوله سيمه هغه وخت د بلخ يوناني باچا ديميتريوس په لاس کې وه چې د بودایي او يوناني مذهبونو منونکی و.
د يو لوی ميدان په منځ کې لويه ستوپه او چاپېره ترې وړې نورې ستوپې، پخلنځی او د خواړو کوټه، د مراقبې حجرې، د خانقاه او ستوپو تر منځ د تګ راتګ لارې او لوی تالار په سر کې جوړ شول. بيا د غونډۍ ښکته پوړ کې کوټې او پوښلي لارې جوړې شوې. واکمنو او شتمنو خلکو به د نذر په توګه د لويې ستوپې چاپېره وړې سټوپې چې پکې د بودا مجسمه وه، جوړولې. په تخت بهۍ کې هم دغسې بې شمېره ستوپې او مجسمې وې. تخت بهۍ يواځې د راهبانو لپاره نه و بلکه په سوونو کوټې د ليرې ځايونو د د زيارت کوونکو لپاره هم جوړې شوې.
ښايي د دويم او څلورم ميلادي پېړيو په کوشانې دوره کې تخت بهۍ د ګندهارا يو لوی بودايي مرکز شو. په پنځمې ميلادي پېړۍ کې دا خانقاه د مرکزي اسيا نه ورغلو يفتليانو له خوا ويجاړه شوه او دلته ايښي قيمتي تبرکات يې چور کړل.
په شپږمې او اوومې ميلادي پېړيو کې چينایي راهبان لکه سونګ يون او خوان زانګ چې د بلخ نه واخلې تر بهار د بودایي عبادت ځايونو په اړه ليکنې کړي دي، تخت بهۍ په باره کې يو ټکی هم نه دی لیکلی، ښايي چې هغه وخت دلته د ليدو ورته څه نه وو او يا په دې لاره نه دي تېر شوي.
دغه غونډۍ ته په ۱۸۳۶ م کې د مهاراجا رنجيت سنګ يو فرانسوي جنرال کورټ پېښه وکړه. بيا تر ۱۸۷۰ م انګريزانو پکې پلټنې وکړې او ځينې بودایي اثار يې ترې يوړل. تر ټولو لويه ذخيره د هغو نقشونو وه چې ورباندې د بودا ژوند کيسه انځور شوې وه. په ۱۹۱۰ او ۱۱ م کې د پيښور ميوزيم مشرهارګريو دلته د روژتي بودا هغه نامتو مجسمه برسېره کړه چې اوس په لاهور ميوزيم کې ايښې ده. له هغه راهيسې دلته نه د تږې او د ګچو بې شمېره مجسمې او نور توکي موندل شوي چې پېښور او مردان په ميوزيمونو کې پراته دي خو لوی شمير يې غلا او يا بې دريغه کنستون کې ضايع شول. د دې ځای د اهيمت او زړښت له کبله د يونيسکو له خوا ژغورل شوي اعلان شوې ده.
په ۲۰۰۴ او ۵ م کلونو کې د لرغونپوهنې شعبې د غونډۍ په لويديځ او جنوب لويديځ کې د ودانيو نوی بلاک وموندلو چې د ګندهارا د هنر ځنيې ښکلې ټوټې پکې رابرسيره شوې. د تخت بهۍ په غونډۍ يو وړوکی ميوزيم کې څو مجسمې او تبرکات د نندارې لپاره ايښودل شوي دي.
د ويببپاڼو نه
د خپريدو نيټه- ۱۷ مارچ ۲۰۱۶ م

صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *