بقلم خود

page  (2)
په فيسبوک مې د تاند يوه تبصره وليده چې راته حيرانوونکې وه. د تېرو دريو کالو نه زياته موده کېږي چې پخپلې ويبپاڼې ليکنې خپروم. يوه برخه د “همکارانو ونډه ” ده چې پکې د هغوی نوم او تصوير سره يې ليکنې ځای شوي وي. زما د هرې څېړنې د سرچينو نومونه د مضمون په پای کې ليکلي وي او کومه چې د ويبپاڼو معلومات لري هلته بيا ورسره ليکم چې د دې سرچينه څه ده.
زما د ويبپاڼې مواد د هغو ژورناليسټانو لپاره وي چې هره ورځ راديو، ټيلويژن، ورځپاڼو، مجلو او يا د اليکټرونک ميډيا د لارې خلک خبروي. د يوې پېښې “بيک ګراونډ” زر موندل څومره زاره چاودی کار وي. اوس چې د انټرنيټ اسانتياوې شته نو دا يو څه اسانه شوي دي. خو ځينو ته دومره اسانه ده چې د لوستلو تکليف هم کوي، “پريکول او تپل”(کټ اينډ پېسټ) وکړي او کار ترې واخلي. هغه چې يو څه مهذب دي، د ويبپاڼې يا زما نوم ياد کړي، نور هغه هم نه کوي. دا راته دومره عجيبه نه ښکاري، ځکه د اخلاقو معيار اوس بدل دی. څېړنې او ليکنې زما شوق دی او کتابتون راته د عبادت ځای ښکاري.
“تاند پښتو” زما د مضمون “پېښور څنګه له افغانستان بېل شو” ( ۶ دسمبر ۲۰۱۳ م ) سږ کال خپور کړو او په اخر کې يې يوه جمله وليکله، چې” دغه ليکنه په ټولنيزه رسنۍ فيسبوک کې خپره شوې ده – مونږ يې اصلي سرچينه پيدا نکړه، خو دا چې معلومات يې موثق دي، مونږ خپره کړه”
د تاند با استعداده او تعليم يافته ژورناليسټان که دغه سرليک، ګوګل سرچ کې وليکي نو زما ويبپاڼې ته يې بيايي. پوښتنه دا ده چې آيا دوی ګوګل نه پېژني، که پښتو ټايپ نشي کولي؟ بله دا چې څنګه خبر شول چې د مضمون معلومات “موثق” دي؟ د دوی هغه نابغه استاد يا څېړونکې څوک دی چې دا ليکنه ورته مستند ښکاري؟
د کاپي رايټ او د ژورناليزم د اصولو په اړه نه يواځې کتابونه ليکل شوي دي بلکه ويبپاڼې ترې هم ډکې دي. دغسې تيروتنې ممکن نور ژورناليسټان هم وکړي او پکار ده چې ځان اصلاح کړي. پخوا وختونو کې به ليکوال د هر يو متن په پای کې، “بقلم خود” او بيا به يې ورباندې نوم ليکلو. دا مضمون مې پرون بيا خپور کړو او که څه هم د بقلم خود زمانه پاتې نه ده نو په پای کې مې خپل نوم وليکلو. هيله ده چې د نظر خاوندانو ته ښکاره شي.
صفيه حليم
۸ مارچ ۲۰۱۶ م

1 Comment

Add a Comment
  1. دی ته وایی ادبی غلا ، خوکله چه رسوا سي نو دخحالته به سترګی په مځکه ښخي کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *