د بريطانيې (برټش لايبرېري) په نړۍ کې تر ټولو لوی او شتمن کتابتون دی چې د دې نه لوی کيټلاګ بل چرته نشته. دلته ۱۷۰ ميليونه کتابونه، په لاس ليکل شوي اسناد، مجلې، د غږ او ميوزيک ارشيف، ويډيوګانې، د ډرامو مسودې، د داروګانو فارمولې، نقشې، ټکټونه، انځورونه او خاکې ايښې دي. په لاس ليکل شويو اسنادو کې ترټولو پخوانۍ د ۲۰۰۰ ق م نه راپاتې ده.
په دی زېرمې کې په لاس ليکل شوي د نيمایي نه زيات په لاس ليکل شوي هغه اسناد دي چې “د هند دفتر” يا انډيا آفس نومېږي. د دې کتابتون لومړۍ زيرمه د ۱۸۵۷ م د هند د پاڅون په وخت د ډيلي د مغل واک د ختمېدو په وخت لال کلا- سرې کلا- نه راوړل شوه. په دې کې شا و خوا ۲۰۰۰ د عربي ژبې هغه لاسوندي دي چې د “ډيلي کلکشن” په نوم ياديږي.
دلته ۴۳۸ هغه اسناد دي چې “بيجاپور کلکشن” نومېږي او د دکن د سلطان عادل شاه محل کې پراته وو. ۹۴ اسناد د مېسور د ټيپو سلطان د کتابتون نه دي.
خو د مغلو د واک ختمېدو نه وړاندې د ختيځ هند شرکت غړو او د پوځ افسرانو د بنګال، بهار، لکهنئو او روهيلکهنډ نه د کتابونو راټولول پېل کړي وو.
ايسټ انډيا شرکت يواځې تجارت نه کوو بلکه هلته يو دفتر ورسره د هند تاريخ هم ليکلو. د دې کارکوونکو په ارزانه بيه د ځايي خلکو نه کتابونه هم اخيستل. د کتاب او ليکنو سره د دوی د شوق له کبله، نوابانو او راجا ګانو به ورته قيمتي کتابونه ډالۍ کړل. يو کس رابرټ اورمې په څو کلونو کې لوی شمير کتابونه او ليکونه راټول کړل نو شرکت ته يې خواست وکړو چې د دې ليکنو د ساتنې لپاره يو خوندي ځاې جوړ کړي.
په ۱۸۰۷ م کې يو انگريز رچرډ جانسن، ۱۴۱ ناياب ليکنې انګلستان ته يوړې. دا د اوده نواب شجاع الدوله نه يې اخستي وو چې په دې کې د حافظ رحمت خان روهيله کتابونه هم وو. په ۱۸۰۹ م کې د هند گورنر جنرال وارن هيسټنگز چې د پښتنو ټاټوبې روهيلکهنډ يې وران کړو، ۷۲ مخطوطې د لندن کتابتون ته ورکړې.
د لندن دا کتابتون په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د برټش ميوزيم د برخې په توګه جوړ شو. دا يوه لويه د مطالعې خونه “ريډنګ روم” وه. د هند نه راوړل شوي ډېر ناياب کتابونه به دلته د نندارې او مطالعې لپاره کېښودل شول. په ۱۹۷۳ م کې انډيا افس کتابتون د ميوزيم نه بېل کړې شو. په ۲۰۰۰ م کې د برطانيې ملکې د دې د اوسنۍ تعمير پرانستلو.
دا لايبرېري هرکال ۳ ميليونه نوي کتابونه، پخواني اسناد او نور مواد په پېسو اخلي چې د هغې لپاره د نهو کلوميټرو نه زيات اوږد د شيلف ځای پکار وي. د کتابتون ودانۍ د لندن په “کنګز کراس” کې ده خو نايابه کتابونه او مواد د لويديځ يارکشاير “بوسټن سپا” کې ساتل کېږي.
هرهغه کتاب چې په بريطانيې او ايرليند کې په قانوني توګه چاپ شوې وي او يا هغه کتاب چې په بريطانيې ته د خرڅ لپاره راوړل شوي وي، هغه دلته ساتل کېږي.
دلته د پښتو ۱۰۰ شا و خوا کتابونه هم شته خو کلونه وشول چې څوک يې نه ګوري.
صفيه حليم
سرچينه
د برطانيې کتابتون
د خپريدو نيته- يوولسم اپريل ۲۰۱۶ م