د پښتنو په ټولنه کې نرښځی، ښځونک، ښځوکی او د هيجړا لقب د کرکې او ښکنځلو په توګه کارېږي. خو د انسان په تاريخ کې ډېرو نورو ټولنو کې هم د داسې کسانو نه کرکه او ويره کېده چې د ښځې او سړي دواړو خصوصيات يې لرل. روم او يونان کې داسې خلک به يې سيند ته واچول، په اسیايي ملکونو کې به دوی د نورو خدمت کوو او ترکيې کې په داسې خلکو د حرم ساتنه کېده چې تر اوسه هند کې د ادب نه ورته د “خواجه سرا” نوم اخيستل کېږي. د عربي “مخنث” په لاطيني کې “هرميفروډايټس” دی. په لرغوني يوناني داستانونو کې د “هرميز” او د “ايفروډايټس” زوی د ښځې او نر دواړو جنسي خصوصيات لرل. له هغې دا نوم اروپایي ژبو ته هم کډه وکړه.
د داسې انسانانو فزيکي جوړښت د مور په خيټه کې تعين شي. د هر انسان وجود د ايکس او وای کروموزوم په تناسب جوړېږي چې د نر يا د ښځې تعين کوي. د مخنث کسانو وجود کې د ايکس او د وای تناسب بې ډوله شي چې بيا ماشوم د تناسلي الې سره رحم هم لري.
دا ولې کېږي؟
يو وضاحت يې داسې دی چې په رحم کې هګۍ د يو سپرم پر ځای د دوو سپرمونو نه نطفه جوړه کړي چې هر يو يې ايکس او وای کروموزم لري. يو بل وضاحت يې دا دی چې د نطفې د ودې پر وخت د يو جنس ځينې غړي ناتوانه پاتې شي او بل يې توانمن شي.
دا يوه طبي پېښه او د مور يا د پلار پکې هيڅ رول نه وي. پوه کسان خپل مخنث ماشوم ته داسې ماحول جوړ کړي چې هغه د جينۍ يا د هلک په شان لوی شي. د طبي ساينس د پرمختګ سره د مخنث په فزيکي جوړښت هم تجربې شوي دي او د اپريشن (جراحي) د لارې ورته ډاکټران د هلک يا جينۍ په توګه د عادي ژوند چانس برابر کړي.
په هند کې د عقيدې له پلوه، داسې ماشومان ځانګړي ګڼلی شي او خلک هڅه کوي چې هغوی خوشاله وساتي. د مخنث يوه ځانګړتيا دا وي چې هغوی د ښځو او سړو دواړه جامې اغوندي. د دوی خبرې تګ او د لاسونو خوځښت ته خلک خاندي نو ځکه دوی زيات وخت د سندرغاړو او نڅاګرو سره مله شي او نورو خلکو نه ځان ليرې ساتي. د ټولنې له خوا د رټلو له ويرې مخنث په ډلو کې يو ځای ژوند کوي. په دوديزه توګه هند کې به داسې ډلو د ميلو او ودونو ښاديو کې د سندرو او ګډاګانو د لارې ځان ته نفقه پيدا کوله. هم هغه روايت تر اوسه جاري دی چې دوی د خپلې دلې يو ګورو(مشر) لري او هغه ته پتمن وي. د پښتنو ټولنه په ودونو کې د “ډمې کوچۍ” يا “لښتۍ” ګډا ته په بده سترګه نه ګوري خو پخپله دا کسان هم هغسې ترټلي وي لکه چې د موسيقۍ هنرمندان. دا چې ولې مخنث د ګډا او د سندرو لوري ته ځي نو دا هغه دوديز چلند دی چې په بل ځای کې خلک د دوی نه د نورو کارونو توقع نه لري. ځينې مخنث په ماشومتوب کې د مور پلار او يا د نورو خپلوانو د زور زياتي سره مخ شي ځکه د دوی چلند له نورو توپير لرې. کله کله جنسي کاروباريان د خپلو ګټو لپاره داسې ماشومان وتښتوي.
د ډېرو ملکونو په قانون کې مخنث د درېیم جنس په توګه منل شوي دي او دوی ته د تعليم او نور ښاري حقوق ورکړل شوي دي. په پاکستان کې ۲۰۰۹میلادي کې د مخنث د قانون منظور شو.
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۱۴ اپريل ۲۰۱۶ م
هند کی اوس هم چی اورګاډي کی سفر کوی نو لارو کی راخیژي او پیسی درنه اخلی او ورکوی به یی یو لس شل حتمی به یی ورکوی
کور دې ودان حليم صاحب! ډېر په زړه پورې، عجيبه، نوي او خوندور مطالب پر ليکه کوئ. الله تعالی مو پر ګوتو برکت کېږده.