کافر کوټ

BilotTemple
له ډېره اسمعيل خان ۵۵ کلوميټر شمال کې د اباسين پرغاړه د خيسورې غرونه دي. دلته دوه غونډۍ د پخوانیو ودانيو کنډوالې په کافر کوټ مشهور دي.
د ځایي خلکو وېنا ده چې دوو هندو راجه ګانو چې “ټل” او “بل” (ټيل او بيل) نومېده، دا کلاګانې جوړې کړې وې. يوه کلا د “بيلوټ” نومې ښاريې سره نږدي ده چې اوس د يو زيارت له کبله خلک ورته بيلوټ شريف وایي. د بلې کلا سره نږدې د “کونډا” كلی دی.
د خيسورې دا غونډۍ د اباسين سره جوخت لکه د يو ديوال ولاړې دي او تيږې يې په لاس تراشلي ښکاري. خو دا قدرتي جوړښت دی چې ځينې شپږ فټه لوړ او درې فټه پلن او ژور تيږې هم لري.
د نولسمې ميلادي پېړۍ په نيمایي کې کله چې انګريزانو دا سيمه ونيوله نو د سليمان غرونو د “اکره” يوناني کلا يې وليده. په ۱۸۶۸ – ۱۸۶۹ م کې د دې په جنوبي برخې کيندنې وشوې او څو هډوکي يې وموندل. بيا د دوی پام د اباسين پر غاړه غرونو ته شو چې باراني اوبه ترې سيند ته غورځېدې. “روړکي” نومې يو خوړ وچ شو نو يو انګريز ” انجينير پريسټلي” پکې ورښکته شو. هغه د ګچو څو مجسمې وموندلې چې سرونه يې، په قالب کې جوړ شوي وو. ورسره د مسو بې شميره سکې، د آج توکي او کودړې يې رابرسيره کړل. د نورو توکو په لټون يوه ډله پوځيان کافر کوټ ته ورغلل نو هلته يې د يو لوی کلا نښې وليدلې چې لوی پراخ ځای او ګومان کېدو چې چاوڼۍ وه.
په کافرکوټ کې دننه د هندوانو د يو مندر چتونه رژيدلي وو خو ديوالونه يې ولاړ وو. د مراقبې ځايونه او ګنبدې ډيرې ښکلې او مکمل جوړې وې. په ديوالونو د اسطورو نقشونه او کنده مجسمې په ښه حالت کې ښکارېدې.
دوه گول ديوالونه د تيږو او لويو پخو خښتو نه جوړ او ورباندې سپين پلستر شوې و. د پلستر زرې چې معاينه شوې نو د سرو زرو په اوبو ورباندې ليکنې شوې وې. د دې ګول ديوالونو بيخ په زمکې کې ۱۵ فټه دننه خښ و. ښاغلي پريسټلي د مجسمو د جوړښت نه اندازه ولگوله چې هغه د يوناني طرز و او د هند د مجسمو په شان نه وې. زيات يې په سانچو ( قالب) کې جوړ وو خو د سليټ، ډبرې او د خويې تورې تيږې مجسمې هم پکې وې.
د مندر په کنډوالو کې کودړې يا سکې نه وې چې ممکن پخوانو خلکو ترې وړي وو. د باراني اوبو سره له دې غرونو لرغوني توکي ان د مياوالي په ميدان کې هم وموندل شول.
د بنگال د انجينيرانو ډلې سره مله نامتو لرغونپوه اليګزانډر کننگم په دې سيمه کې پلټنې وکړې خو هغه ډېر وخت دلته پاتې نشو.
په ۱۹۱۵ م کې د لرغونپوهانو يوې ډلې کافرکوټ او دې ته څېرمه د “ماړي” يا “مانيوټ” په کنډوالو بيا څېړنې وکړې. د ډېره اسمعيل خان ضلع په ګزيټير کې ليکي چې دلته د هندوانو يو مهم تمدن تېر شوی دی او د کافر کوټ په اړه وایي. ” د نا تراشلو تيږو يو دفاعي دېوال جوړ دی. پکې څو وړې او لویې ودانۍ د هندوانو عبادت ځايونو ته ورته او په تيږه کې توږل شوي دي. دا تيږې لکه د ګبين زيړ رنګ او سوري لري او نږدې غونډيو کې نشته. ويل کېږي چې دا تيږې د خوشال ګړه نه د اباسين د اوبو سره رارغړي او خلک يې د سيند نه راباسي.”
د اکره شمال کې يو بل خوړ “لهورو” نوميږي. د سيمې کمشنرهربرټ ايډورډ ليکي، په دې غونډۍ د خاورو کودړې، تيږې او نور بيکاره شيان پراته و. د بنو د عامې زمکې نه دا ځای ۲۵۰ فټ لوړ او ۳۳ هکتاره زمکه لري. د دې په شمال کې د جوړښت نښې وې او په کېندنو کې د خښتو ديوال او محرابونه رابرسيره شول.
” کله چې ډبره کې سوری وشو نو لاندې يې خټه وه. هغه غونډۍ اوس ورو ورو په ختميدو ده ځکه ځای خلک راځي او د دې خاوره د سرې په توگه وړي.”
د کافر کوټ او چاپېره نور جوړښتونه د کورمې سيند نه په څو ميله کې پروت دې. دا هغه ځای دی چې د اباسين او د کورمې اوبه سره ګډې شي. داسې ځای د هندوانو لپاره ډېر سپيڅلی وي. نو دا حيرانونکې نه ده چې دلته يو لوی تمدن وزېږېدو چې يو وخت د يونان تر اغيز لاندې راغلو. د هند د ځواکمن باچا چندر ګپت موريا په اړه ويل کېږي چې هغه په مياوالي کې زېږېدلې او ماشومتوب يې دلته تير کړی و. دا تمدن څه وخت ختم شو، څرګنده نه ده خو د اسلام له خپرېدو وروسته هم پاتې و. داسې اټکل کېږي چې د ۱۰ ميلادي پېړۍ په سر کې ممکن د غزنوي حملو په وخت ترې خلکو کډه وکړه.
د کافر کوټ د توکو لويه زيرمه په برټش ميوزيم کې او نور د پاتې نړۍ په ميوزيمونو وويشل شوه.
kafir kot
سرچېنې
۱. دوه کاله په پنجاب کې. سر هنري منټګمري لارنس لومړۍ برخه . ۱۸۵۱ م. ۳۳۵ او ۳۴۱ مخونه.
۲. دهند لرغونې جغرافيه. جنرال اليګزانډر کننګهم. ۱۸۷۱ م. د ۸۴ نه تر ۸۷ مخونه.
۳. د پنجاب په سرحد يو کال. ۱۸۴۸ نه تر ۱۸۴۹. ميجر هربرټ . ډي. ايډورډز. رچرډ بينټلې، لندن. شلزاو کمپنۍ چاپ، ۱۳ پولينډ سټريټ ، لندن.
صفيه حليم
د خپريدو نېته- د مې لومړۍ ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *