دا تيږه قيمتي نه ده خو د خپل نيلا رنګ لپاره شهرت لري. لرغونو انسانانو د رنګينو تيږو په ميده کولو سره، نسواري او شنه رنګونه جوړول خو په ډېرو تمدنونو کې نيلا رنګ چا نه پيژندلو.
دا چې انسان دا تيږه څنګه او کله وموندله، څرګنده نه ده خو داسې نښې نښانې شته چې ښايي په ۸۰۰۰ ق م کې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د بدخشان له غرونو لاجورد راويستل کيده.
داسې اټکل کېږي چې ممکن په لومړي سر کې لاجورد چونې په تيږې کې د کوکچې سيند نه وويستل شو. په ۲۰۰۰ ق م کې د شور توغه د لاجوردو ماين سره نږدې د هغو انسانانو د ژوند نښې پيدا شوې چې اوس د “هړپه تمدن” په نوم يادېږي.
په لرغونې ميسو پوټيميا(عراق) کې د سوميريانو، اکاديانو، اسيريا او د بابل خلکو د لاجورد تيږې نه مهرونه جوړول. هم دغسې د مهر ګړ د ډبرې د زمانې په توکو کې د لاجورد نښې وموندل شوې.
شا و خوا دوه نيم زره کاله پخوا د افغانستان لاجوربه يې مصر ته اوړل چې نښې يې په اهرامونو کې موندل کېږي. وايي چې ميده شوي لاجورد به فرعون باچاهانو د خپلوسترګو د رنګولو لپاره کاروو. هلته په شاهي مقبرو کې د لاجوردو جوړ زينتي توکي هم وموندل شول. د لاجورد اميلونه، ګاڼې او ان تر دې چې د يو فرعون، “توت انخامون” په نامتو ماسک (نقاب) کې هم لاجورد لګيدلي دي.
په نولسمې ميلادي پېړۍ کې انګريزانو د افغانستان د لاجوردو نه خبر شول خو وخت يې پيدا نکړو چې په لوی لاس يې ويستلې وای. په ۱۹۳۰م کې افغان حکومت يوې امريکاي کمپنۍ ته له دې ځايه د ډبرو د راويستلو تېکه ورکړه خو هغوی د اخيستو نه انکار وکړو. د ۱۹۶۰ په لسيزه کې د روس نه شا و خوا ۲۵۰ جيولوجسټان هلته ورغلل او په لسو کالو کې يې د دې ځای د هر منرال او تيږې په اړه سروې ګانې وکړې او نقشې يې جوړې کړې. په دې کلونو کې د امريکه او نورو اروپاي هيوادونو نه هم ماهران هلته لاړل خو د لاجوردو سره يې ډېره علاقه څرګنده نه کړه.
د افغانستان په شمال کې د لاجوردو ۶ ماينونه دي چې ترټولو پخوانی او لوی بدخشان کې دی. په ۲۰۱۰ م کې د امريکه له خوا چې کومه جيولوجيکي سروې وشوه، په هغې کې نه يواځې د دې خاورې قيمتي ډبرې بلکه نورو منرالونو په اړه هم معلومات راټول شول.
لاجورد د افغانستان نه علاوه د سايبريا د بيکال جهيل سره، انګولا، ارجنټاين، چلي، برما، پاکستان، کينېډا، اطاليې او د امريکه په کيليفورنيا کې هم موندل کېږي.
د ويبپاڼو نه
صفيه حليم
د خپريدو نېټه- ۵ مې ۲۰۱۶ م