پشکارا ساني

Pushkarasani
په لرغوني ګندهارا کې ۶۴ ژبې ويل کېدې. د عيسوي پېړۍ نه سل کاله پخوا د پاکستان شمال او د افغانستان ختيځو سيمو کې د دغو ژبو نه يوه اوس لرغونپوهانو “پشکارا ساني” نومولې ده. دا ژبه تر یوولسمې عيسوي پېړۍ هم د پښتنو په سيمه کې ويل کېده چې د ګچ او د تيږو په دړو يې نمونې موندل شوي دي.
د اباسين پر غاړه تاريخي هنډ کې يو ځای د جوړېدو پر مهال يوه تيږه رابرسيره شوه، بله په دير، يوه له بونير، څو ټوټې له سوات او يوه وړه ټوټه د پيښور د سيټهيانو له کوره هم وموندل شوه. ځينې دړې د خلکو په کورونو کې پيدا شوې خو څوک پرې نه پوهيدل او ضايع شوې.
د پيښور پوهنتون د لرغون پوهنې د شعبې مشر ډاکټر محمد نسيم وايي چې موندل شوي دړې د يو نوي ژبې سيسټم په ګوته کوي چې “پشکارا ساني” نوميده. د دې ليکدود هغه وخت له مروجو ژبو نه بيخي بېل دی. ځکه خو څوک يې لوستلی نشي او د ژبپوهانو لپاره يو چيلنج دی چې د دې کيلي پېدا کړي. ډاکټر نسيم وايي چې تر اوسه مونږ دغه ليکدود د “کوهي” (غرنۍ) خط په نوم پېژندلو. خو د څو کالو مطالعې او د نويو نمونو د موندلو سره څرګنده شوه چې دا يوه بېله ژبه ده.
لکه د خروشتي دا ژبه هم د ښې نه ګس لاس ته ليکل کېده. اوس رابرسيره شوي دړې نورو لرغونو ژبو لکه برهمي او خروشتي ته ورته دي. خو پشکاراساني ليکدود په مکمل ډول نوې او د دې د لوستلو لپاره نورو څېړنو ته اړتيا ده. د دې نه علاوه د ګندهارا تمدن د بېلا بېلو سيمو نه چې کوم لاس ليکونه تر اوسه رابرسيره شوي دي، کله چې د پشکاراساني ليکدود سره يې پرتله کړو نو هماغسې وو. بلکه د دې د ليکدود څېړنو څرګنده کړه چې مسودې د هم هغو سيمو نه وو چې دا ژبه پکې ويل کيده. پشکاراساني ليکنې د تورې تيږې (شسټ) ګرينايټ، مرمر او په نورو ځایونو کې تيږو کنده شوي دي. يوه دړه چې نيمه ورکه ده، ۹ ليکې او ۷۸ نښې ( توري) لري. دا په ۴۵ مختلفو بڼو ترتيب شوي دي او چاپېره ترې د ګلونو او مارغانو حاشيه ده. د مرمرو يو بله دړه چې په “هنډ” کې رابرسيره شوه، ورباندې ۴ ليکې دي او ۱۳۸ نښې دي. دا نښې په ۹۰ ګروپونو کې ترتيب شوي دي. ښاغلې نسيم وايي چې داسې ليکدود د لومړۍ نه تر ۸ م پېړۍ مروج و. لومړني څېړنې ښايي چې دا ليکنې مذهبي دي چې د پخوانو وختونو او ژوند په اړه ناياب معلومات راکولې شي.
د ورځپاڼو خبر
صفيه حليم
د خپريدو نېټه- ۱۳ مې ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *