د هرات سيند چې ولس ورته هريرود وايي، هندو کش د کوه بابا له سرچينې راووځي. دا اوبه لومړی د غور په درو کې بهېږي او د جام مينار سره روانې وي.
د هرات ښار په جنوب کې د زمکو د خړوبولو نه وروسته د سيند مخه شمال لويديځ ته شي او هلته د افغانستان او ايران تر منځ د يو سرحد کار ورکوي. بيا په شمال کې لږ وړاندې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پله جوړوي.
د دې سيند اوبه د ترکمنستان په قراقم دشتو کې ورکې شي چې هلته دا د تيجين يا تيزين سيند په نوم پېژندل کېږي. د ايران ترکمنستان د دوستۍ بند هم په دې سيند جوړ دی.
د ۱۱۰۰ کلوميټرو نه زيات اوږد دا سيند لرغوني يوناني ژبې کې “آريوس” او په لاطيني کې “تاريوس” نومېده. په لرغوني جغرافيه کې د دې اوبو پرغاړه د ميشتو قامونو ذکر شوی دی. د اريا د ښيرازې زمکې او د دې ځای د انګور د شرابو په اړه ليکلي دي.
په ريګويد کې هريرود د سارايو او په اويستا کې د هريوا په نوم ياد شوی دی، دغه نوم د اريايانو د شپږم قام لپاره هم کارېږي چې د دې سيند په غاړه اباد و. د “اريا” او “اريانه” توری له دې سيند راوتل چې په شاهنامې کې هم ياد شول.
په هرات کې يو ځای داسې هم دی چې د هريرود په څنډو کې د لومړي ميلادي پېړۍ د يو بودایي عبادت ځای کنډوالې رابرسيره شوې. دلته په کيندنو د راهبانو د مراقبې غارونه وو چې په لاس توږل شوي وو.
په ۲۰۰ م کې کله چې افغانستان وچکالۍ ځپلو نو هغه وخت هريرود تر يو کال وچ و. په چشت شريف کې د دې سيند د پاسه سلما بند جوړ شوی دی.
صفيه حليم
د خپريدو نېټه – ۱۷ مې ۲۰۱۶ م