د ټيکسلا ارواح

small stupa in taxila
د سرکپ په جنوب کې د “کنال سټوپا” سره د شهزاده کنال یوه دردونکې کيسه تړلې ده. د هغې میرې مور په دروغو یوه حکمنامه د ده له پلار خوا نه ور واستوله، چه د کنال سترګې دې وباسې. نو کنال ورته ووئېل چې که دغه زما د پلار امر وې نو عمل دې پرې وکړې شې.
له دې وروستو چې کنال نابينا شو نو د هغه وخت د سترګو لوی طبيب “اشواګوش” د ده درملنه وکړه. کله چې هغه د هغه نظر سم شو نو د يادونې او مننې لپاره يې په ټيکسلا کې د يوې سټوپا بن سټ کيښودل شو. خلک وايي چې په تورو شپو که دغه ویجاړو کنډوالو نه به ډاریدونکي اوازونه راتلل، او په ځينو شپو که به رڼاګانې هم لیدلې شوې. کله یو ځاې او کله بل ځې.
د “سرکپ” نوم ځکه مشهور شو چې يو باچا به دلته د هرهغه چا نه سرونه پريکول چې د ده سره ” چوپړ راند” په لوبه کې به يې ماتې وخوړه. دغه شان ډیرې کیسې او په زړه پورې خبرې به تاسو ته د ټيکسلا په کوڅو، اسټوپا، خانقاو په انګڼ او د ونو یخ سوري لاندې اوریدلې شئ. او دا خبرې د زړه په غوږو اوریدل پکار دې. ځکه چه دغه کیسې خله ترخله، په دغو غرونو، ونو، او خوشبوې لرونکو سيورو کې يو بل ته وئيل شوي دي.
ټيکسلا په ډیرو نومونو او حوالو پیژندلې شې. کوټلیه چانکیه خپل کتاب “ارت شاستر” د دې په واديو کې وليکلو. پانينې چه د ټیکسلا سره لنډ د سلوتره اوسېدونکې و، د دې ځاې په علمي ادارو کی د سانسکرت په لومړي ګرامر کار وکړو. او د دې خبرې امکان هم ډېر دی چې د مها بهارت رزميه داستان هم دلته وليکل شو.
څه موده وړاندې کله چې ما د ‘قرۃ العین حیدر’ په ناول “آگ کا دریا” کې دغه جمله ولوستله چې،
” ته څنګه فیلسوف ېې چه په الفاظ باور نه کوې. ګوتم ورته په قصد ځواب ورکړو. پانينې! ستا د تکشلا استاد وئیلې وو چې، خپل یا د پردو د فکرښکارندوی صرف په الفاظ کيدې شې. د هغوی د جوړښت مطالعه ډېره ضرور ده. بې له الفاظ ته د چا د فکر سوچا لارې ته څنګه رسیدی شې؟ غږ د الفاظ يوه سپېڅلې ځانګړتيا ده او د وېدونو ژبه برهما( د کاينات جوړونکي) يو شکل دی. ماده هم برهما ده.”
له دغه ناول، تکشلا سره مې يوه خپلوې جوړه شوه.
مونږ چه کله هم د ټیکسلا ویجاړ ښارونو او پوهنتون که یواځې ګرځو، نو زړه او فکر کې مو دا اثار ژوندي شي. استادان خپلو زده کوونکو ته د کائنات د رازونو پوهه ورکوي. ليرې د ګډانو رمې څرېږي، د ونې په يوه څانګه تورياڼۍ کوکو کوي، د اوبو یخې ويالې بهېږي، ځنګله کې هوسې، بې له ویرې ګرځې. بازارنو کې تګ راتګ کېږي، د یو کور په انګڼ کې په ښایسته سترګې په رانجو ښکلې کیږې. دا هغه د امن، کرل شويو زمکو او سحرانګيز ټیکسلا. خو اوس دغه ټولې نندارې او رنګونه زموږ په فکرونو کې پاتې دي. هم دغه د ژوند لاره ده، څوک څه کولې شي. راځئ چه د ټیکسلا په یو لنډ سفرورشو.
ټیکسلا چې مونږ ورته د تیږو ښار وایو، پخوا مرکزې اېشيا ته د تلو يوه شانداره لار وه. دلته کراري، ژوند او فلسفه شنه کيده. ځکه دغه ښار په داسې ځای کې جوړ و چې یرغل کوونکي به پرې ډیر نه ستړي کيدل او ډیر په اسانه به يې ونيولو.
کیدشې دا ځکه وه چې کوم ځای ژوند، د پوهې او د فلسفو د ګور سیورې لاندې تيرېږي نو هلته نه د وسلې جوړولو او نه د تورې د تيره کولو ته فکر وي او نه وخت.
سلمان رشید لیکي، ” موهنجوداړو او هړپه، چې د نن نه شپږ زره کاله پخوا يې د عراق ښارونو “اور” او “نینوا” ته، ډیرڅه ښودلې وو، که هغه پر ځای هم پريږدو او یواځې د ټیکسلا راواخلو، نو د هغې په اړه د اسکندر تاریخ لیکوونکو نه ډیر څه معلومات تر لاسه کېږي. په دوی کې ځينې هغه وو چې د اسکندر سره راغلي وو، دوی ډیر څه لیکلي دي، او وروستو بيا ليکوالو د دوی له ليکنو سرچينې اخستي دي.
په دوی کې لومړی خو د اسکندر جنرل نیارکس، و چې د هغه د ليکنو څو برخې مونږ ته را رسیدلې دي. د دې نه علاوه یونانې سفیر میګاستهینیز، چې د اسکندر نه ۲۵ کاله وروستو، د چندر ګپت په دربار کی د سفیر په توګه راغلې و، دغلته ۱۵ کاله ايسار و. په دغه وخت کې هغه دا ټوله سيمه ښه ولیدله او چه کله خپل وطن تا لاړو، نو د “انډيکا” په نوم یو کتاب یې ولیکلو، چې د ټیکسلا په اړه يوه خزانه ده.”
د ټیکسلا د نوم په اړه مونږ ډیرې خبرې د لوستلو لپاره تر لاس کولې شو. وايي چه د ټيکسلا زوړ نوم ټکسا شیلا دې. ټکسا سانسکرت کې تورمار ته وايي. د دغه مارعبادت کيدو، که څه هم دا د اريا خلکو دود نه و. د مارعبادت کوونکې قامونه د ټیکسلا خوا وشا موجود وو. داسې اټکل کېږي چې ټیکسلا به هم دغه د مارانو کلې و، چې آريه ورباندې قبضه وکړه. بلکه د اریايانو له خوا چې کوم ښارونه اباد شول، ټیکسلا په هغو کې ترټولو لوی مرکز و. او د یو کاروبارې مرکز جوړولو لپاره په ټيکسلا کې مهم سبب موجود و.
“په پاکستان کې د تهذیب ارتقا” لیکوال، سبط حسن ليکې: ” دوه نیم او درې زره کاله وړاندې دغه ځاې درې مهم تجارتې لارې يو ځای کيدې. یوه لاره د یورپ نه راتله، چې د موريه (سلطنت) دورې نه تر نن پورې د بنګال نه تر پیښور د لوی لارې په توګه کارېږي. دویمه لار د لوېديځ اېشيا نه باختر، او پشکلاوتې (چارسده) نه، په اباسين تيرېږي، او په ټیکسلا ختمېږي. او دریمه لار، سرې نګر، باره مولا او هرې پور باندې تيرېږي، او ټیکسلا ته ورسېږي، او نورو لارو سره يو ځاې شې.”
څنګه چې انسان خوش بخته او بدبخته وي، هم دغه شان زمکې، درې هم خپل نصیب او بدنصیبې لري. دغه لارې د ټیکسلا لپاره لکه د اوبه خوړ ويالې شوې، او ټیکسلا ورسره ښه شوه. د هخامنشې ټبر “داریوش” ( ۵۲۲-۴۸۶ م) په لومړي ځل ګندهارا ونيوله او بیا د اباسين ټوله سيمه پخپلې ولقې کې شامله کړه. د روم نه وروسته دا دویم لوې سلطنت و، چې په اوو نيم ميلين کلومیټر کې خپورو. د تاریخ پاڼې وايي چې د هغه سلطنت درېمه برخه باج د هندوش (پنجاب او سنده) نه يې اخيستو چې سپته سندهو به يې ورته وئيل. په دې توګه هندوش د هخامنشي سلطنت يوه تر ټولو شته منه صوبه وه. د اباسين دغه سيمې تر ۲۰۰ کالو پورې پارس ته باج ورکوو.
ټیکسلا ته په هم دغه زمانه کې فروغ ملاو شو. سبط حسن ليکې، ” د سلطنت تر ټولو نامتو ولایت د مرکز له کبله، ټیکسلا په دريو تمدنونو، هندوستانې، ایرانې، او یونانې سره د غني کيدو موقع په لاس ورغله.” ډاکټر بدها پرشاد ليکې، “دا هغه زمانه وه، چې د ټیکسلا نوم په ټول شمالې هند کی خپور شوې و. ان د مګدهه (بهار) نه به زده کوونکي د يو اوږدې فاصلې نه د دې ځای مدرسو کې د تعليم لپاره ورتلل.
د کاشې د راجه زوی “جوتې پال” په ټیکسلا کې د حربیات علم زده کړو او بیا د راجه سپه سالار وټاکل شو. په دغه ځاې د مګدهه راجه “بهيم بسار” او د ګوتم بودهه نامتو طبیب “جیوکا” د ټیکسلا د ويدانو نه حکمت زده کړو او چې بېرته لاړو نو د مګدهه راجا دربارې طبيب وټاکل شو. د کوشل روڼ اند راجه “پراسینه جیت” د دغه ځای په علمي اداروکې زدکړه وکړه.”
هخامنشې واکمنو ارامې د خپل سلطنت سرکارې ژبه کړی وه. نو هغه دلته هم رواج شوه. په دغه زمانه کې ټاپه لرونکو سکو رواج هم پېل شو. پانينې دغه سکو ته “قرش پان” نوم ليکلې دی. قرش د زړې پهلوې ژبې تورې دې چې یو خاص وزن ښکاره کوي. هم دغه شان ټاپه لرونکې سکې لومړې نند راجاګانو او ورپسې بیا موريه راجګانو په ټول وطن کې جاري کړې. د دې سکوتر ټولوغټ ټکسال (ضراب خانه) په ټیکسلا کې وو.
که اسکندر اعظم يرغل نه لږ وړاندې، مونږ په شا وګورو نو زياته ښه ده، ځکه چې په تاریخ کې د چا د پېدا کيدلو، مړه کيدلو، حکومت جوړولو او ختمېدلو، نيټې پخپلو کې داسې نښتي دي، چې د تصورمیدان په خاورو کې پټ شي. د تاريخ د ځينو مستند کتابونونه پرته، هرچا د خپلې مطالعې او د مشاهدې پر بنسټ ليکلي دي. په هرحال سفر لوې دې او مونږ ګړندې هم یو.
زه تاسو ته یوه خبره کوم، چه د ویدونو زمانه چې په دوو ویشل شوې ده ( یو رګوید دوره ۱۵۰۰-نه تر۱۰۰۰ ق م او وید دوره ( ۱۰۰۰-۶۰۰ ق م) سپته سندهو دیش کې د اووه اتو غټو دولتونو نښې تر لاسه کېږي. په دوی کې يوه د اباسين او د جهلم تر منځ ګندهارا و.
اریايانو چې وروسته کوم ښارونه جوړکړل، په هغو کې تر ټولو لوی مرکزټیکسلا و. سبط حسن ليکې، مها بهارت سره د اباسين د وادۍ آريايي تمدن دوره ختمه شوه، چې د رګوید نه پېل شوې وه. خو دا ضرور وه، چې کوم نوې فاتحان راغلل، نو کوم رسمونه رواجونه چې اریايانو جوړ کړي وو، هغه نورو وران نه کړې شول، او په تيره بيا د اريايانو مذهبې ژبه سانسکرت، او د دوې د پراکرتي (ليکدود) چې خروشتې او شورسینې ته کوم مقام حاصل دې. وروسته دغه پراکرتې زموږ د ژبې بن سټ شو.
دا هم هغه زمانه وه، چه کله مګدهه د جنوبې هند یو تهذیب یافته سلطنت و. مهاویر( ۵۹۹ نه تر- ۵۲۷
ق م) کې جین مت، او سدهارته په ( ۵۶۳-۴۸۳ ) کې د بودهه دين بن سټ کيښودو.

وړاندې د پارس د حاکمانو لنډ ذکر شوې و چې په ۳۲۷ قبل مسیح کې هخامنشې سلطنت په وړو وړو ریاستونو کې وویشل شو. هم په دغه زمانه کې سکندراعظم په زوره دلته حکومت جوړکړو. د ټیکسلا راجه امبهې اسکندر ته سر ټيټ کړو، خو چې کوم پنډت وو، هغوی د اطاعت پلويان نه وو.
د دوېم ق م پیړې تاریخ لیکونکې آريان ليکې: ” د جهلم اواباسين په منځ کې ټیکسلا یوغټ ښار دې.” سلمان رشید ليکې: د څلورم ق م پیړی په ټیکسلا کې درې مذهبه وو. ‘بودايي’، هندو’ او ‘زرتشت’. دلته دېر امن و او د کاروبار لپاره به هيڅ ډول قراردار( کانټريکټ) نه کيدو، يواځې د ژبې قول به بس و، د هغې درناوی هر چا کاوو.
د چندر ګپت موريه ( ۳۲۲ نه تر ۲۲۹۸ ق م) په اړه دلته ډېرې کيسې دي. د ځينو په اوريدو مثبت او ځينو نه منفي نتيجې اخيستل کيدې شي. خو هر څه چې وي، هغه يو هوښيار او د لوړې ارادې خاوند باچا و. نند ټبر چې د مګدهه حاکمان وو، چيرې هم هغه په ارامه نه پريښودو.
هم دغه کار هغوی د کوتليه چانکيه سره هم وکړوچې يو برهمن و. هغه پخپلو پرانستو څڼو قسم خوړلې و چې تر څو د مګدهه سلطنت ويجاړ نکړي، خپل ويښته به نه تړي.
چندر ګپت د مګدهه نه زرګونو ميله ليرې په ټيکسلا کې زدکړې تر سره کړې. دغلته ناست کوټلیه چې د سیاست او اقتصادو لوی استاد و د چندر ګپت سلاکار شو، او د لږ عسکر سره هم د کوټلیه د مشورو په نتیجې کې مګدهه پاچاې دړې وړې کړه.
ډاکټر معین الدین ‘قدیم مشرق’ کې ليکې: ‘موریا ټبر ټول برهمنې رسمونه ختم کړل. دوی د برهمن بر لاسي توب نه منلو. دوی د هندو مذهب دوديزه، ټولنيز، مذہبې او سیاسې فکر مخالف او طبقاتي نظام يې نه منلو.
تاسو که د ۲۵۶ ق م نقشه وګورئ نو د “پاټلې پتر”نه ترافغانستان، د افغانستان نه تر ټیکسلا، د ټیکسلا نه تر بلوچستان، حیدرآباد سنده پورې موریه سلطنت خپورښکارې. چندرګپت وروسته “جېن” مذهب قبول کړواو د ملک واګې یې خپل زوی بندوسار( ۲۹۸- ۲۷۳ ق م) ته ورکړې. هغه ۲۵ کاله حکومت وکړو. بیا د ده زوې د اشوک( ۲۷۳-۲۳۲ ق م) وار راغلو. د کالنګه په جنګ کې د لکونو انسانانو وینې د اشوک په لمنه اوس هم ښکارې. خو هم دغه جنګ سره دی بدل هم شو او خپل لوی سلطنت کې يې بودايي دين رواج کړو. اشوک د ټيکسلا نامتو راهب “دهرما راجیکه” د نوې اباد شوي يوناني ښاريو ته د تبلیغ لپاره ورواستاو.
بوداي دين د اباسين د واديو نه افغانستان او مرکزي ایشیا ته وردننه شو، د چین په لار جاپان او کوریا ته ورسیدو. ورو ورو د راهبانو لپاره وهارا خانقاه) او سټوپا جوړیدل شروع شول. او دغه ځایونه د علم او عبادت مرکزونه شول چې لوی پکې ټیکسلا وه. د ټیکسلا هغه عبادت ځايونه چې د اتلانو د مذهبي سندرو او د مناجاتو انګازې پکې کيدې، هغه د بوداي دين په مکتبونو واوختل.

د اشوک نه وروسته، په موریا سلطنت زوال راغلو، نو د باختر یونانې نژاد باچاهانو د اباسين درې ونیولې، خو بیا هم دغلته پاتې شول. د یونانیانو د واک لمر په لومړي ميلادي پیړې کې د تل لپاره پریوتلو. ساکايانو پخپل وروستې یرغل کې یونانیانو ته ماتې ورکړه او ګندهارا یې ونیوله. ورو ورو د دوی پاچاهي ( ۲۵ م نه تر ۹۰ م ) د پنجاب او سنده نه تر متهرا پورې وغځيده. دوی بودايي دين ته سر ټيټ کړو خو نورو ادعيانو سره يې هم د زغم او نرمښت نه کار اخيستو. ساکايانو په ټیکسلا ۱۰۰ کاله حکومت وکړو تر څو د پارتې يرغلګر پرې وروختل او د ساکايانوواک یې همیش له ختم کړو.
سبط حسن لیکې: “پارتې په خټه ایرانيان او ډیر متمدن خلک وو. د ګندهارا د هنر پېل هم د دوې په زمانه کې وشو.” پارتيانو دغلته ۵۳ کاله حکومت وکړو او ورپسې کشان خلکوسر راپورته کړو او ۲۰۰ کاله دا سيمه يې په لاس کې وه. ګندهارا د دوی د سلطنت مرکز و، نو ځکه يې دېر پرمختګ وکړو. د ګندهارا هنر د هغه وخت د ادب او تمدن يوه بيلګه ده. ګندهارا د آرین، یونانې، ساکا، پارتهې او کشان تمدن ګډوله ده. د دې مرکز ټیکسلا و، خو جرړې يې پیښور، مردان، سوات، افغانستان، ان چې مرکزي ایشیا ته هم خپرې شوې وې.
د پېل له کمال، ښکلا، غم ښادي، د ماتيدو او جوړيدو د خوند احساسولو نه وروسته، مونږهغه ځای ته ورسیدو، چې کمال پکې سر ته رسې او زوال پکې غورځي. د ماهیت دا اصول دی چې د هر يو کمال په خيټه کې د زوال تخم پروت وي. بس د هغې د لويدل د وخت، حالات او واقعات سره تړلې وې.
دغلته هم هغه وخت راغلو. په ۴۶۰ م کې ظالم، وحشي او بې رحمه “هن” ( يفتليان)، خپل وحشت سره دغه ښارونه او کلي وران کړل. سټوپو او وهارونو ته یې اور ورته کړو او زرګونو خلک پکې مړه شول. او د ګندهارا هنر هغه برم داسې ورک شو، چې بیرته پکې د ژوند ساه چا نشوه پوکلې.
نامتو چیناي سیلاني خوان زانګ د هن واکمنۍ په وروستيو، ۶۲۹ کې دغلته راغلې و. د سوات په ذکر کې هغه ليکې: ” یو وخت کې دلته ۱۸ زره راهبان اوسیدل. خو اوس ويهارا او اسټوپا ویجاړ پراته دې. اوس دغلته د هندوانو ۱۰ مندرونه جوړ دي.” د ټیکسلا حال هم څه دغه شان بیان شوې دی.
سبط حسن ليکې: “حقیقت دا دې چې ۵ ، ۶ ، ۷ پیړۍ د دغه تهذیب تکه توره زمانه وه. په دغو دريو پیړيو کې د علم او هنر هيڅ انکشاف نه دې شوې.” د لسمې پیړې ابو ریحان البیرونې( ۹۸۳ م نه تر ۱۰۴۸ م) د “کتاب الهند” ليکوال د ټيکسلا ښار هم وليدو چې ویجاړ شوې و. دا د یو کمال اود هغې د زوال بيلګه وه او دغه شان کمال ډیرو لږو ځایونو په نصیب وي. دا ځای د تمدن د ځلمیتوب یادګارې زمانه وه.
اردو ليکنه- ابوبکر شيخ
پښتو ژباړه- عبد الله
د خپريدو نېټه- ۲۵ مې ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *