په ماشومتوب کې به مو اوريدل چې فلاني ته څه د سرخاب وزره لګيدلې ده؟
سوچ به مو کوو چې دا به هم لکه د هما يو خيالي مارغه وي. خو سرخاب د زرکې د ټبر يو ښکلې مارغه دی. هسې خو د زرکې ۳۰ نه زيات قسمونه دي خو نر سرخاب يې تر ټولو ښايسته ګڼلې شي.
د ده اوږده لکۍ، خړ او سور رنګ خالداروزرې چې کله کله سور رنګ پکې ډېر وي، د سر بڼکې اومښوکه يې تور يا زيړوي. ماده سرخاب د يو عادي چرګې په شان ښکاري او د سپرلي او اوړي تر منځ وخت کې اګۍ ورکوي.
د سرخاب د وزرې حقيقت دا دی چې د هند مغل واکمنو په دربار کې لوړ رتبه امير يا راجه په پټکي کې د سرخاب سره وزره ټومبلې وه. دا مارغه هغه وخت هم ډېر ناياب او قيمتي و نو ځکه شته منو خلکو به اخستې شوه. داسې ښکاري چې يو وخت دا لکه د يو ميډل په شان باچا له خوا افتخار په توګه ورکړې کيده او دا محاوره يې وزيږوله.
خو د سرخاب د نر او د ماده مينه هم مشهوره ده. دوی د ورځې يو ځای وي او د شپې يو له بل جدا شي. بيا کريکې وهې او ناقراره د يو بل غږ پسې ګرځي. که يو مړ شي نو بل هم دانه نه خوري او له غمه مړ کېږي.
سرخاب د نړۍ ډېرو ملکونو کې موندل کېږي او په ښکار يې بنديز دی.
صفيه حليم
له ويبپاڼو
د خپريدو نيټه- ۱۰ جون ۲۰۱۶ م
Plz write a book on all such good items and published it on with the New of Pashto leak۔ مونزہ غواڑو چی تاسو د پختو تاریخ او ثقافت باندی کتاب ولیکئ پہ مونزہ بہ مو احسان ووی۔ شکریہ
کتاب خو به وليکل شي خو چاپونکي پېسې غواړي او لوستونکي يې مفت غواړي-