په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د مصر په کنډوالو کې د نورو لرغونوتوکو سره يوه منظوم کيسه هم وموندل شوه چې ۴۰۰۰ کاله پخوا يو طبيب سينوحې ليکلې وه.
په ډبرې او نورو کې پپايرس (کاغذ) په انځوريز خط کښلې دا د سينوحې خپل يادښتونه وو چې تر پېړيو په مصر کې د ډرامې په شکل تمثيل کېده. تر ټولو زړه بېلګه يې يو ميټر اوږده تيږه ده چې د ليکوال له مړينې ۲۰۰ کاله وروسته ياني ۱۸۰۰ ق م کې کنده شوه او اوس د مصر په ميوزيم کې ايښې ده.
که څه هم د دې کيسې تاريخي شواهد شته او د هغه وخت د فرعون نومونه او مقبرې وسپړدل شول، خو ځينې يې يوه مشهوره اولسي افسانه ګڼي.
سينوحې خپله کيسه په ۲۰ ق م پېړۍ کې د مصر د ۱۲ سلطنت لومړي فرعون د مرګ نه پېل کوي. دی د شپې نوي فرعون په بدرګه ډلې کې دشتې ته ورځي، هلته په باچا د مرګي څپه راځي او آتون (اسطوره) راښکاره کېږي.
سينوحې خپل ځان په اړه ليکي چې يو طبيب د نيل له اوبو راويستلم چې د تهيبس په بې وزله سيمه کې اوسېدو. په ځوانۍ کې د پلار د ملګري په واسطه د شاهي مړو د مومياي کولو خونه کې د کپرۍ (سر) د پرانستوچل زده کوي.
دی د مشر شهزاده سره ليبيا ته وراستول کېږي. هلته يو قاصد د فرعون د قتل خبر راوړي چې دی په پټه اوري. له ويرې هلته نه تښتي، د سيناې دشتې نه تېرېږي او شپانه يې مړژواندي حالت نه ژغوري. سينوحې د سوريا د لارې لبنان او د دې نه وراخوا “رېتينو” ته ورځي. د هغه ځای باچا ورله خپله مشره لور واده کوي او کله چې ډېر مشهور شي نو د سوريا يو پهلوان ورته د مقابلې وايي. سينوحې هغه پهلوان په يو ګوزار وژني او شهرت يې لا زيات شي.
په زوړ عمر کې دی د خپل وطن ته د تلو ارمان کوي. د مصر باچا نه بخښنه غواړي، بيرته خپل وطن ته ځي او پاتې ژوند د شاهي ميلمه په توګه تېروي. د ده په درناوي يوه ښکلې مقبره ورته جوړېږي. د سينوحې د کيسې ځينې برخې په انجيل کې راغلو کيسو ته ورته دي. د ځينو پيغمبرانو، لکه د حضرت داود د کيسې شباهت هم لري.
سينوحې غوښتل چې د غريبو خلکو درملنه وکړي خو په جنګ او سياست کې راښکيل شو. د ده مفکوره دا ده چې اولس تل جاهل پاتې کيدل غواړي او که هر څومره زدکړه وکړي، بيا هم بېرته خپلې ناپوهۍ ته ګرځي. خو کله چې يو کس د اوبو نه بهر ووځي نو زيات وخت لوند نه شي پاتې کېدی او خپل ځان د دې يوه بېلګه ګڼي.
په ۱۹۴۹ م کې د فنلينډ يو ليکوال مايکه ولټاري د سينوحې د يادښتونو په بنسټ يو تاريخي ناول وکښلو چې “د ايجيپشن” (مصری) نومېږي. دا په ډېرو ژبو ترجمه او يو فلم هم پرې جوړ شوې دی.
صفيه حليم
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه- ۱۸ اګست ۲۰۱۶ م