په مرکزي او جنوبي امريکه کې ټماټرد نورو ځنګلي ميوو په شان راټوکيدل او خلکو له ويرې نه خوړل چې زهرژن به وي. په لرغوني “ايزټېک” ژبې کې يې دا “تومات” ياني چاغ يا غټ يې بللو. شا و خوا زر کاله کېږي چې د ميکسيکو خلکو د ټماټرو په پخولو لاس پورې کړ. اسپانويان چې پېرو ته ورغلل نو هلته نه يې د دې تخم اروپا ته راوړو.
که څه هم ټماټر ميوه ده خو لکه د ترکارۍ يې پخوي او يا د ډوډۍ سره کچه خوړل کېږي. جرمني کې د جنت ميوه، په عربي کې “بندوره” او ايران کې “ګوجه فرنګي” شو. انګريزانو د نورو ميوو او بوټو سره ټماټرهند ته يوړل او پنجاب کې خلکو ته دا د تور باتينګڼ په شان ښکاره شو نو “کهټه وينګن” يې وبللو. هم هغه راهيسې پښتونخوا کې هم ورته “سره باتينګڼ” وايي.
افغانستان کې ټماټر، “رومي باينجان” يا “روميان” نومېږي. يوه اندازه دا ده چې ټماټر به دلته انګريزانو له ځانه سره اوړي وي. خو د “رومي” تورې ښايي چې ممکن ټماټر په ۱۶ ميلادي پېړۍ کې راوړل شول. اطالويانو ورته “پومو ډورو” ياني طلاي مڼه وئيل خو “روما” يې د ټماټروهغه قسم و چې لکه د باټينګڼ اوږد وو.
په افغانستان کې د سرو ټماټرو خوړل عام نه وو او په ۱۹۰۸ م کې د افغان امير په دربار کې د يوې انګريز چارواکي ميرمن “اېني تهورنټن” دې ته ډېره حيرانه وه چې د کابل خلکو شنه ټماټر لکه د اوړي الوچو کچه خوړل. هغې وليدل چې سره ټماټر به خلکو خوسا ګڼل اوغورځول. اېني په اندرابي کې پخپل باغ کې د ۱۹۰۸ م په سپرلي کې د دې تخم وکرلو او تر اګست ټماټر تيار وو. هغه وخت په کابل کې د سختې ګرمۍ له کبله امير حبيب الله خان د خپل ټبر سره پغمان ته لاړو. ميرمن تهورنټن پخپلو يادښتونو کې د ټماټرو په اړه ليکي، ” په مالوچ کې تاو او بکسونو کې ډېر په احتياط بند کړل، دا مو په اس د يو ملازم جلال سره ورواستول. جلال پغمان ته خوندي ورسيدو او دغه پارسل يې د امير په خدمت کې وړاندې کړو. هغه د ټماټرو بکس پرانستو او کله چې يې پکې په احتياط بند شوي سره ټماټر وليدل نو حيرانه پاتې شو. هم هغه وخت يې يوه غونډه راوبلله چې دغه ټماټرو سره څه وکړي. له هغې وروسته هر افغان خواړو سره به سره پخ شوي ټماټر بدرګه کيدل”.
صفيه حليم
سرچينې
1. Leaves from an Afghan Scrapbook: The Experiences of an English Official and his Wife in Kabul. 1910.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه- د ستمبر لومړۍ ۲۰۱۶ م