په ۲۰۱۰ م کې کله چې له بي بي سي اوزګاره شوم نو د خبريال ويبپاڼې لپاره د “خبر” او “راپور” په اړه ساده ټکو کې معلومات وليکل.
ما دا سوچ کوو چې اوس ډېر پښتانه د ميډيا سره کار کوي او په هر څه به خبر وي. خو په ورځپاڼو، ريډيوګانو او ټېلويژن مې کله داسې خپرونې ليدې چې هيڅ معيار يې نه لرلو. زما وس کې هم دغه وو چې ورباندې ليکنه وکړم. په ژورناليزم مې څوکتابونه ولوستل خو معلومات يې محدود وو. هم هغه وه چې د يو کتاب مواد مې راټول کړل چې په ۲۰۱۳ م کې مومند خپرندويه ټولنې چاپ او خپورکړو.
کتاب ته آنلاين بڼه شامامود ورکړې ده چې د زيار لپاره يې منندوی يم.
د کتاب د لوستلو لپاره ښکته په پي- ډي – ايف کليک وکړئ-
ښکلی کتاب دی ، ځوان ژورنالستان نه زور نالستان ډیرڅه ترې زده کولای شي ، په پښتو ژبه کې یو ه نوې هڅه ده چي باید وستایله شي . له مبارکۍ سره ستاسې دنورو تلپاتي هڅو په هیله
ع . رشید نهرو پوهنتون نوی ډیلی
مننه استاد محترم
قدر وړ استاد حلیمه جان اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
واقع چی یو لوی حدمت دی کړی دی او د لوی الله ج نه درته اجرعظیم غواړو تل صحت مند اوسی . دغه کتاب ډیر ښکلی او ځوان ژورنالستانو کولای شی چی په اسانی سره تری ښه ګته واخلی
مننه او کور ودان.
سلام
ډېر په زړه پورې
هغه د یو فلسفی خبره چې که ته غواړې چې زه دې د مرګ نه پس هم یاد پاتې شم نو کتاب ؤلېکه او که دغه نشې کولے نو داسې کارنامه وکړه چې نور یې کتابونو کښې خوندي کړي
ستاسو خدمات د چا نه پټ نه دي خو په انټرنیټ مې چې د ستاسو کتابونه وغېره ؤلېدل ډېر بې حده خوشحاله شوم