انسان چې يو ځای نه بل ته سفر کوي نو د لارې نوم نه، بلکه د سفر پېل او د پای منزلونه يادوي. د جلال اباد -کابل يا د پيښور- تورخم لار او داسې نور.
په جرمني ژبې “سيډنسټرابن” (وريښم لار) نوم په لومړي ځل ۱۹ ميلادي پېړۍ کې د جرمني ساينس پوهه او جغرافيه دان ، فرډينانډ وان ريختوفين وکاروو چې اوو ځلې يې چين ته سفرونه وکړل. هغه د وريښمو اصل لاره يادوله چې د چين نه تر ميديټرينيا پورې غځيدلې وه.
شا و خوا څلور زره کاله پخوا د مرکزي ايشيا د کانونو ياقوت او زمرد په اوښانو بارچين ته به يې اوړل. د تجارت په دې لاره د پامير لوړغرونه وو چې په ژمي کې سختې واورې يې لرلې، خو بيا هم تګ راتګ پرې کيدو. په چين کې د وريښمو د توليد تاريخ د ۲۶۰۰ او ۲۳ ق م ترمنځ ښودل شوې دی. وريښم د وخت په اوږدو کې ورژېږي نو ځکه څوک په باور نشي وئيلې چې دا به څه وخت د يو تجارتي توکي په توګه د نړۍ نورو سيمو ته ورواستول شو. په مصر کې د چين د وريښم يوه ټوټه چې د ۱۰۷۰ ق م نه پاتې وه، وموندل شوه او ښايي د وريښمو تجارت د دې نه هم پخوا راهيسې کيدو.
خو يورپ ته د چين لومړيو تجارتي قافلو د ۲۰۷ ق م نه وروسته د “هن” سلطنت په وخت تګ راتګ پېل کړو. د هغه وخت د پلازمينې “چانګ” نه به قافله روانه شوه او د ګوبي صحرا په څنډو لوېديځ لورته به يې مخه وه. په “تون هوانګ” کې به دا لاره په دوو برخو ووېشل شوه. يوه يې جنوب او بله شمال لوري ته ورتله. شمالي څانګه به نيغ “طرفان” کې ختميده. خو په لاره کې د مالګې د غونډيو لويه صحرا وه چې خلکو به ورته “سپينه بلا” وئيل. په دې دشته کې به اوبه نه وې او انسانان او څاروي به پکې ترۍ تم شول. د قافلو مير به هڅه کوله چې په شمال کې يوې بلې اوږدې لارې نه طرفان ته لاړ شي.
د طرفان نه وړاندې لاره، کاشغر، سمرکند، فرغانه او مرکزي ايشيا نورو ښارونو ته وتلې وه. د “تون هوانګ” جنوبي لاره د “ختن” او “يار کند” نه باختر ته ورتله او بيا زرفشان او مرجيانه نه په تيرېدو شمالي لارې سره يو ځای کيده. د مرجيانه نه دغه لاره ميډيا، اېکبتانه (اوس همدان) او مېسو پوټيميا ته ورتله او اخر کې د ميډيترينيا ختيځ ساحل ته رسيده.
په ۱۱۴ او ۱۱۵ ق م په يو کال کې په دې لاره د لسو نه زياتې قافلې د فرغانې نه لوېديځ ته ورواستول شوې. د لومړي ق م پېړۍ نه چين د دې لارې ختيځه برخه هم پخپل لاس کې واخيسته او باختر سره نېغ په نېغه يې تجارت کوو. د وريښمو نه علاوه د چين نه ډېر نور توکي به هم يو خوا بل خوا اوړل کيده. په يورپ کې خلکو په لومړي ځل د چين نه راوړل شوي بارود او ساينسي الات وپيژندل. دغسې د يورپ نه به تاجرانو شيشه، وړۍ او پوستين چين ته اوړل.
د مرکزي ايشيا نه چين ته انګور، لوبيا، انار، زعفران او وچې مېوې ورتللې. د فرغانه جنګي اسونه د چين د سپاره پوځ لپاره کاريدل. د
د پارتيا تجارانو هڅه کوله چې د روم او چين تر منځ د تجارتي اړيکو مخه ونيسي. د کشان سلطنت واکمنو د پارتيا سره سيالي کوله او په دې مهم تجارتي لاره د ټرانسپورټ لويه وسيله اوښان به يې ورباندې خرڅول. د هغه وخت د مساپرو کيسې ښايي چې په دې خطرناک او مشکل لارې تګ ځکه ممکن و چې دوی دوه ملا لرونکي د لوړ نسل باختري اوښان به ورسره وو. چيناي، عرب، ترک، هندي، پارسي، سومالي، يوناني، اسوريان، روم، ګورجي، آرميني، او باختري او سغدي تجاران به به دې لاره ورتلل. د درېمې ميلادي پېړۍ له پېل په چين کې د واک په بدليدو لويديځ ته د تجارت کچه ټيټه شوه خو هند او مرکزي ايشيا ته نوي لارې جوړې شوې. هم دا سبب دی چې ځينې لرغون پوهان د وريښمو څو لارې په نښه کوي. يوه بېلګه يې د افغانستان نه تيرېدونکې د غوربند لاره ده چې ډېر پخوا مرکزي ايشيا نه هند ته ورباندې قافلې ورتلې. د بدخشان نه چترال او د تبت لاره هم مهمه وه خو ژمي کې د واورو له کبله ورباندې تګ نشو کيدې.
د اوولسمي ميلادي پېړۍ د صنعتي انقلاب سره ريل ګادي او بحري بېړيو د تجارت بڼه بدله کړه. خو د افغانستان په شان ملکونه چې سمندر يې نه لرلو، بيا هم د زمکې د لارې تجارت کوو. موټرو او لاريو د اوښانو ځای ونيولو او د نايلون د کشف سره د وريښمو بازار سوړ شو. په ۱۹۵۸ م کې چين او پاکستان په ګډه د هغې پخوانۍ لارې په جوړولو لاس پورې کړ چې د خنجراب درې نه تيرېده.
شل کاله وروسته په ۱۹۷۸ م کې دواړو ملکونو “شاهراه قراقرم” په رسمي توګه د ټريفک لپاره پرانستلو. د دې ۱۳۰۰ کلوميټر اوږد لار ۸۰۶ په پاکستان کې ده چې د حسن ابدال نه بېله شي او ۴۹۴ کلوميټر پاتې برخه يې په چين کې ده چې په کاشغر کې ختمېږي. په غرونو کې د دې خطرناکه سړک د جوړولو په وخت د دواړو ملکونو ۹۰۰ نه زيات کارکوونکي مړه شول.
په ۲۰۱۴ م کې د چين د وريښمو پخوانۍ لار يوه برخه “چنګان تيانشان” تنګي چې کاروان سرايونه هم لري، د يونيسکو له خوا نړيوال ميراث اعلان شوه.
صفيه حليم
ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه- اکتوبر دوېمه ۲۰۱۶ م