د یونس خلیل مشهور شعر دی چې
د دنیا په سر دې سیوری د هما وي
فقط ستا د زلفو سیوری دې په ما وي…
د هما ذکر د پارس په لرغونو کيسو کې شوی دی او دې ته به يې د جنت مارغه وئيل. هلته باچاهانو په هما دومره عقيده وه چې دا به يې د يوې اسطورې په توګه نمانځله. د شيراز په تخت جمشيد کې د يو الوتونکي زمري مجسمه کې د هما نښې ښکاري. د ترکي “اوغوز” نومې لرغونې قبيلې هم يو اسطوره د مارغه په شکل لرله چې “کومی” يا “اومی” نومېده. د مصر په فرعوني مقبرو کې د هما په شان يو مارغه “هورس” نقشونه ځاې ځاې ښکاري، چې وجود يې د انسان او مخ يې د مارغه وي. هلته “هارو” باز و چې د هما په شان د نيکمرغۍ او د باچاهۍ نښه ګڼل کېده.
يو عام خيال دا و چې که هما مارغه د چا به اوږه کښېني او يا په سر يې سيورې وشي نو هغه باچا شي.
په ترکي او سندهي شاعرۍ کې د “هومي” په نوم دا مارغه زړه سواندې او د ښه بخت نښه ګڼل کېږي. د دې سيورې که په چا پريوځي نو هغه بختور شي. په پټکي کې د وزرې ټومبل د هما د وزرې مانا ورکوله او دا باور عام و چې د باچاهانو سره د هما وزره وي.
په پارسي کې د فريد الدين عطار د مارغانو غونډه نومې شعر کې هما د الوت نه ځکه انکار کوي چې د ده په سيوري به خلک باچاهان شي.
خلکو باور لرلو چې هما تل د الوت په حال وي، ټول ژوند يې په هوا کې تېر شي او چرې هم نه کښېني. په اولسي کيسو کې وايي چې د هما پښې نه وي نو ځکه کيناستی نشي. داسې هم وايي چې هما ژوندی نه نيول کېږي او څوک چې د هما ښکار کوي، په ۴۰ ورځو کې دننه مړ شي. د دې مارغه په اړه وئيل کيده چې د ښځې او د نر دواړو خصلتونه پکې موجود وي. ځکه خو هما د جينۍ او هلک د دواړو نوم کيدېشي. ځينې ژبپوهان وايي چې د هما مونث همايون وي خو نور يې هما مونث ګڼي.
د اسلام له خپريدو وروسته هما په تصوف کې لاره وموندله. هلته داسې باور دی چې د هوما په “هو” کې “الله هو” ناره پټه ده چې مانا يې انساني روح وي. کله چې انسان له نړۍ ګوښه شي نو هغه د ټولو حدونو نه ازاد وي او دغه اصل باچاهي ده.
د زمکې په کره د هما په شان ډېر مارغان او نور ژوي انسانانو په ښکار وژلي دي. داسې ښکاري چې هما يو وخت موجود و او ممکن ټول نسل يې ختم شوې وي.
صفيه حليم
د خپريدو نېټه-۱۰ اکتوبر ۲۰۱۶ م
ډیر په زړه پورې معلومات. یو جهان مننه