په ۱۶۶۱ م د ډېلي لال کلا نه د وسله محافظانو په بدرګه يو صوفي درويش د جامع جومات لوري ته يبله پښې او بربنډ روان و. هر ځای خلک د ده ليدو ته راوتل او بيا به هجوم کې به ورګډ شول.
د جومات په پوڼيو يو جلاد د توري سره ور وړاندې شو او سرمد نومې دغه صوفي نه، چې هغه وخت يې هم شعرونه وئيل، په يو ګوزار سر پريکړو. خلک وايي چې سرمد خپل پرې شوې سر په لاسونو کې ونيولو او د جومات په پوڼيو وختلو، کليمه طيبه يې پورا ووئيله او بيا يې ساه وختله.
محمد سعيد چې د سرمد کاشاني په نوم هم مشهور دې، په ۱۵۹۰ م کې وزيږيدو. دی آرميني نژاد يهود و او د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په لومړي لسيزه کې هند ته لاړو. خو سرمد يو شاعر و او ځان يې نه مسلمان، نه مسيحي او نه يهودي ګڼلو.
دی د ايران په کاشان کې د يو تجار ټبر کې زيږدلې و. په هغو ورځو کې د پارس نه به ډېر خلک هند لوري ته تلل چې مغلو به يې سرپرستي کوله. سرمد هم د تجارتي مال سره هند ته لاړو. کله چې د سنده ټهټه ته ورسيدو نو يوې شته من هندو د خپل زوی د فارسي استاد وټاکلو. دغه هلک “ابهې چند” ورباندې ډېر اغيز وکړو او ځينې وايي چې د هغه سره يې مينه وه.
سرمد خپل هم هلته ټول مال ويړيا وويشلو، ويښته او نوکونه به يې نه پريکول او لږه موده وروسته جامې يې هم وويستلې او بربنډ به ګرځيدو.
د هندو هلک د سرمد د مينې پيښه علی قلی خان داغستاني له قوله په سورت (ګجرات) کې ووشوه. آزاد بلګرامي وايي چې دا په عظيم اباد (پټنه) کې او شير خان لودي وايي چې په ټهټه سنده کې وه. دی د ابهې چند سره حيدراباد او بيا لاهور ته لاړو او اخر ډېلي ته يې مخه کړه. په ډېلي کې د شاه جهان مشر زوی دارا شکوه د ده له شهرت خبر شو او هغه يې خپل دربار ته راوبللو او دومره اغيزمن شو چې د ده مريد شو. سرمد د تورات فارسي ژباړه وکړه او شعربه يې وېئلو. د شاه جهان به زامنو کې د تخت لپاره جنګ ونښتو نو داراشکوه وتښتيدو خو سرمد په ډېلي کې پاتې شو.
وروسته داراشکوه د اورنګزيب سره وجنګيدو خو نيول کيدو ورورسته ترې سترګې وويستل شوې او وروسته يې ووژلو. دغه وخت سرمد هم ونيول شو.
اورنګ زيب امر وکړو چې سرمد د يوې مناقشې لپاره د ده دربار ته حاضر کړې شي. هلته موجود يو مورخ علی خان رضي وايي چې ملايانو سرمد ته ووئيل چې احمد جنت ته لاړو، نو سرمد ورته ووئيل، نا جنت احمد ته راغلو. يو بل ځای وايي، يو شور شو او مونږ له ابدي خوبه سترګې پرانستې- و مو ليدل چې د شر توره شپه لا پاتې وه نو بيا ويده شو.
سرمد د الحاد او د کفر په تور تورن شو ځکه نيمه کليمه لَا إِلَٰهَ وئيله. ملايانو ترې پوښتنه وکړه چې ولې پورا کليمه نه وايي نو ده وئيل، “زه تر اوسه په نفي کې غرق يم او د اثبات درجې ته نه يم رسيدلې. ځکه نو دروغ نشم وئيلې.” بيا ترې پوښتنه وشوه چې ولې بربنډ ګرځي نو وئيل يې چې يوغل رانه جامې يوړې.
اورنګزيب باچا ورته ووئيل چې ده خو دارا شکوه ته د باچا کيدو بشارت ورکړې و. سرمد ورته ووئيل چې هغه بشارت ريښتيا شو ځکه ده د ابدي سلطنت تاج په سر کړو.
بله ورځ دی يې وژلو ته بوتلو چې په توره يې سر قلم کړې شي. کله چې جلاد ورته اودريدو او توره يې وبريښوله نو سرمد موسکی شو او اسمان ته يې وکتل بيا دا تاريخي خبره يې وکړه، زه دې ستا قربان شم، راځه که په هره جامه کې راځې، زه دې پيژنم.
د ده يو پخوانې ملګرې شيخ اسد الله ورته ووئيل چې جامې واغونده او کليمه اووايه چې وژغورل شې نو وروستی شعر يې دا و.
سر جدا کرد از تنم شوخی که با ما یار بود
قصه کوتاه کرد ورنه دردسر بسیار بود
ژباړه
يو ﺷﻮخ زما ﯾﺎﺭ و، زما تن يې له ﺳﺮ ﺟﺪﺍ کړو- ښه شوه هغه مې کيسه لنډه کړه چې په سر مې ډېر ﺩﺭﺩ و.
د سرمد خبرې وروسته د “رقعات سرمد” په نوم راټول شول او شعري غونډ يې “رباعيات سرمد” نومېږي.
د سرمد مقبره د جامع جومات سره نږدې لکه وينو په سور رنګ جوړه ده.
له ويبپاڼو
د خپريدو نيټه- ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶ م